تاند – د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما او د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي د اګست په ۳۰مه د دې له پاره په واشنګټن کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو تر منځ یو لوی جنګي تړون لاسلیک کړي.

د امریکا مشهوره مجله فوربس لیکي چې،‌ دغه تړون به د هند له خوا د دغه هېواد د دفاع وزیر منوهر پریکار امریکا ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې لاسلیک کړي.‌

فوربس دغه تړون د لوجیسټيکي تبادلې د پوهاوي تړون یاExchange Memorandum of Agreement (LEMOA) په نامه یاد کړی دی او وایي چې د هند او امریکا دواړو له پاره ډېر اهمیت لري.‌

د دغه تړون له مخې به،‌ د مثال په توګه یاد هېوادونه یو د بل تأمینات، اضافی پرزې،‌ خدمتونه او د سون د موادو د بیا اخیستنې اسانتیاوې کاروي. د تړون په نافذېدلو سره به د متحده ایالاتو وسله وال ځواکونه کولی شي چې د هند له بېسونو او هند د امریکا له بېسونو څخه استفاده وکړي.‌

فوربس لیکي چې دغه تړون د لومړي وزیر مودي د هېواد هندوستان له پاره یو لوی ګام دی چې د سړې جګړې پر وخت له روسیې سره له ملګرتیا څخه له متحده ایالاتو (او جاپان او اسټرالیا) سره ملګرتیا ته وراوړي او په دې توګه د هند سمندرګی او د جنوبي اسیا سمندر په ځانګړې توګه له چین څخه خوندي کوي.‌ هند له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې له چین سره سرحدي شخړې لري.‌

ویل کیږي چې په دې سره به پاکستان په سیمه کې د یوازې والي احساس وکړي او ښایي چې چین ته ورنژدې شي او د امکاناتو غوښتنه ترې وکړي خو لکه څرنګه چې یو شمېر رسنۍ وایي چین په پاکستان کې د موجودې ترهګرۍ او ترهګرو څخه چې ویل کیږي د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ریښې او حامیان لري، د وېرې احساس کوي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *