الهې د اګست په دوه ویشتمه راته ویل:« په افغان امریکایي پوهنتون کې مې درس شروع کړی، نن دریمه ده چې ورځم۰په لیلیله کې به یم. کور مو لرې دی هره ورځ تګ او راتګ سخته دی.» الهه خوشحاله او ډاډه وه ۰ښه ژوند او پرمختګ ته هیله منه وه۰ د اګست په ۲۴ مه نیټه پر افغان امریکایي پوهنتون د برید د خبر له اورېدو وروسته اولین کس چې ذهن ته راغله الهه وه۰ مسيج مې ورته وکړ۰ځواب یې رانغی.  څو ځلې مې موبایل راواخیست چې مور ته یې زنګ ووهم خو جراءت مې ونکړ۰

وخت ولاړ و۰ دا جمله مې ډیره اوریدلې وه۰خپله مې هم په یوې کیسه کې راوړې وه خو په معنا یې پر پوهنتون د برید په شپه سمه پوهه شوم۰ ټولو رسنیو همدا یوه خبره کوله چې پر افغان امریکایي پوهنتون برید شوی دی، جنګ روان دی۰جزییات وروسته۰ د موبایل اواز پورته شو۰مسيج مې پرانیست. الهې مسيج نه و کړی خو لیزا لیکلي ول:«د کاکا زوی مې پوهنتون کې دی۰ زنګ یې وهلی و ۰ویل یې: ښه یم خو په پوهنتون کې بند پاتې یو۰د فیرونو اواز دی۰ځینې شاګردان او استادان یې یرغمل نیولي۰» او بالاخره لس باندې څورلس دقیقې وې چې د الهې مسيج راغی۰لیکلې یې ول: دخترا تشویش نه کنن مه خوب هستم ما فرار کدیم۰ زنګ مې ورته وواهه. الهې راته وویل: په صنف کې ناست وو چې د انفجار اواز شو۰استاد وویل: د میز لاندې کښینئ ، مه ډاریږئ۰ شیبه لا تیره نه وه چې برق لاړ۰شیشې ماتې شوې۰په فضا کې یوازې د فیرونو اواز و۰ موږ په دریم تعمیر کې وو چې دروازې (Emergency gate)ته نږدې دی ۰ټولو د دروازې په خوا منډه کړه. یو هلک ژړل او ویل یې: لطفا راسره مرسته وکړئ ۰ ملګری مې ټپې دی۰

په پوهنتون کې هره خوا خرابي لیدل کیده. فضا دودونو نیولې وه۰د فیرونو اواز و. الهه په یوه سا لګیا وه: په پس کوچو کې مو منډې وهلې۰ هوا تیاره وه. له پوهنتون نه چې لږ لرې شوم پلار ته مې زنګ وواهه. اوس په کور کې یم۰ د الهې په اواز کې نور نه هغه د څو ورځې دمخه ډاډ پاتې و، نه خوشحالي۰نور یې د ښه ژوند خبرې نه کولې۰بس همدا یې ویل: «شکر مه خوب هستم فرار کدیم.»

الهې راته ویل:نور مې شاید کورنې پرینږدي۰چې په دې پوهنتون کې درس ووایم۰ ما ورته وویل: تشویش مه کوه ، دا ورځې به تیرې شي او دا خبرې به هیرې شي. اوس چې دا لیکنه کوم د اګست ۲۶مه د سهار نهه بجې او ۵۴ دقیقې دي. هر څه تیر شوي دي خو هیر شوي نه دي. پخوا به چې د دارالامان په سړک تیریدم، قصر ته به مې پام وو او وران ویجاړ حالت یې خپه کولم. یو داسې عظمت چې جګړې خراب کړی و۰ داسې یوه ماڼۍ چې د سولې او جنګ دواړو سمبول یې بللای شو.  په همغه سړک افغان امریکایي پوهنتنون هم دی. د پوهنتون د دیوالونو په لیدو به مې د خوشحالي، سولې، ډاډ او پرمختګ احساس کاوه. ایا وروسته له دې به پوهنتون همدا احساس راکړي؟ وروسته له برید نه به د افغان امریکایي پوهنتون انجام څه وي؟ ایا کورنۍ به بیا جرات وکړي چې خپل اولادونه پوهنتنون ته ولیږي؟ د دې سوالونو په ځواب نه پوهیږم، خو په یو شې پوهیږم او هغه دا چې موږ افغان امریکایي پوهنتون ته ضرورت لرو۰افغانستان پوهنتون ته ضرورت لري۰ د بدلون او بهترۍ ټولې لارې له ښوونځيو او پوهنځیو تیریږي.  د دارالامان ماڼۍ د استقامت احساس هم راکوي۰ کله چې هغې ماڼۍ ته ګورم، داسې احساس کوم چې د حال په ژبه راته وايي: جګړې ټوک ټوک کړې یم، مګر په خپلو پښو ولاړه یم، راپرېوتې نه یم او د بیا جوړیدو امید راسره دی. یو چیرته مې لوستې ول:جګړه هر څه له منځه وړي، خو زه په دې باور یم چې د هر انسان په وجود کې یو اواز شته او هغه د سولې، پرمختګ او انسانیت اواز دی۰ جګړه به ډیر څه له منځه یوسي خو دا باور هم باید ولرو چې سوله، پرمختګ او انسانیت د بنیادم د روح برخه ده. جسم به ومري او روح نه مري.  جګړه به ډیر انسان ووژني خو انسانیت نشي وژلي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *