تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ په بامیان کې څو پروژې پرانستې.

ولسمشر غني بامیان ته تللی چې د هوايي ډګر د پرانستنې ترڅنګ د بامیان میدان د لویې لارې پروژه هم پرانیزي.

دا سړک د ایټالیايي، ایراني او چینايی شرکتونو له لوري جوړ شوی دی.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د ده دوهم مرستیال سرور دانش او د اجرايي رييس مرستیال محمد محقق ملګري ول.

ویل شوي چې بامیان ته د ولسمشر غني له سفر سره په یووخت د روښنايي غورځنګ یو شمېر پلویانو مظاهره وکړه او د ولسمشر غني پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دوی یو ځل بیا د بامیان له لارې د ترکمنستان د برېښنا د لېږدېدو او په خپله مظاهر کې د چاودنې د عاملانو د موندنې غوښتنه وکړه.

One thought on “ولسمشر غني د بامیان هوايي ډګر او د بامیان میدان د لویې لارې پروژه پرانسته”
  1. د افغانستان د هری برخی پرمختګ ددی هیواد په پر اقتصاد مثبتی اغیزی کوی خو داسی چلند چی غنی کوی دا هیڅ افغان ته د منلو ندی اول دا چی غنی د وردګو د قو م سره په ښکاره دښمنی کوی او جناب دی یوه وړه پروژه مثال ورکړی چی ده یا منظور کړی وی او یاهم په خپل کاری پلان کښی ولری په کابینه کښی یو وزیر هم پرینښود او یو خاصه دښمنی ورسره لری علت یی هم دادی چی دده زیات په علم پوه خلک نه خوښیږی او بیره تری لری د غنی دا پالیسی به یوه ورځ ددی لامل چی دده سر به همدا هزاره ګان خوری اوس هم اکثرا ولسوالی د طالبانو په لاس کښی دی او هغوی خو پرته لدی هم ددی خوارو او په علم پوهو خلکو وینو ته ناست دی دده دا کوچیانی سیاست ناکامه دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *