که سړی لږ فکر وکړي دا د افغان ځواکونو د عملیاتو څخه د جلال اباد د ښاروالۍ کمپاین جوړ شوی یعنې ښاروالي چې په ښار کې کمپاین کوي، کله چې د چوک مخابرات څخه شروع شي او په چوک تلاشۍ راتاو شي؛ نو وروسته ورپسې بیا هر څه په عادي شکل وي او ته به فکر وکړي چې دلته د کمپاین او د ښار د پاکوالي په نوم هېڅ هم نه دي شوي.
عملیات مو هم په همدې شکل دي، په ننګرهار کې هغه سېمې چې د وینو په ایثار زمونږ امنیتي او نظامي ځواکونو له داعش او طالب اورپکو ونېولې او سنګرونه یې ټول ورته ړنګ کړل او نېږدې وه چې په مطلق ډول یې له منځه یوسي، یو ځل بیا هغه سېمې د یادو ډلو لاسونو ته د غورځېدلو په حال کې دي. دا ځکه چې افغان ځواکونو ته د تکتیکي شاتګ امر شوی؛ خو اوس له ما سره دا ویره ده، چې هغه قومونو او خلکو چې د افغان ځواکونو څخه یې په خپلو سېمو کې ملاتړ وکړ او له دوی سره اوږه په اوږده ودرېدل او هېڅ ډول قرباني یې له افغان ځواکونو څخه ونه سپموله، ممکن د دغو ډلو په بیا ځلي راتګ سره یې ژوند ترېخ او له مرګوني حالت سره مخامخ شي، ځکه مونږ او تاسو؛ لا هغه بوږنوونکې پېښه په یاد کې لرو، چې د شینوارو او مومندو یو شمېر دولت پلوه قومي متنفذان او مشران یې په بمونو والوزول.
اوس پوښتنه دا ده، چې له دې ډول عملیاتو څخه هدف بیا څه دی؟ چې له پوره بریا او لاسته راوړنو سره ـ سره یې د تکتیکي شاتګ لپاره امر کېږي. سره د دې چې په یادو سېمو کې د دولت ضد عناصرو د شتون ویره محسوسیږي او شتون هم ولري.
د ولسونو په اذهانو کې به په دې پار څه ګرځي راګرځي او له ځانه سره به څه وایي، چې دا کوم ډول پالېسي ده؟ هسې هم د بې اعتمادۍ د فضا خبرې کېږي او د مرکزي ادارې او ولسونو ترمنځ د پرېکون لپاره یو شمېر کړیو بېلابېلې برنامې تر کار لاندې نېولې دي، سیاسي نهضتونه او سیاسي اپوزیسیونونه خو بیا دلته د یو ناسور دنده مخې ته وړي او د خلکو پر زخمونو مالګې دوړوي، دا منم چې د دیموکراتیکو اصولو په رڼا کې د دوی وظیفه د همدې ایجاب کوي چې د حکومت تېروتنې او غلطې پرېکړې ور په ګوته کړي تر څو د سمون او اصلاح په پار یې اقدامات وشي، ځکه منطق یې په همدې کې وي چې په ملي او بین المللي سطحه ستونزه ونه زېږوي؛ خو دوی له دې نورمه په غلط تعبیر اخېستلو سره له تعینو شویو کرښو ډېر وړاندې تېرېږي او دا د ځان حق ګڼي. د حکومت یوې داسې وړې تېروتنې ته د یو لوی ناورین او نه جبرانېدونکي بحران نوم ورکوي چې په اساس یې د عامه خلکو ذهنونه د اعتشاش څخه ډک او کمپېوزکړي.
زه دا نه وایم، چې افغان ځواکونو ؛ مو د عملیاتو او دفاع په ستړې او مرګونې لاره کې د ځواک او مقاومت قوه له لاسه ورکړې ده او یا هم د منافي لید لورو پر وړاندې د جګړې په کرښو کې د قوي مدافعینو په توګه نه دي ولاړ شوي، زه پرې کوم ملحوظات نه لرم او نه هم د نېوکې ځای په کې شته قرباني یې باید ټول ملت وستایو ځکه دا یې حق جوړېږي، حمایت، لاس نیوی او ملاتړ یې زمونږ وجیبه او مکلفیت را په ګوته کوي؛ خو خبره په دې ډول پرېکړو او رهبرۍ کې ده.
ملي ځواکونه مو د سترګو کسي دي.
۱۳۹۵/۶/۸ جلال اباد ص ف دفتر