د کومې مجبورې پښتنې د خولې ټپه ده:
صورت زما واک يې د نورو
خدايه ته واخلې دا بېواکه صورتونه
د خپل واک سوال له انسان سره له لرغوني پېره راروان دی. هغه وخت چې انسان له طبيعت سره ډېر نېژدې و؛ نو چې په نيل کې به سيلاب راغی او فصلونه به يې يووړل يا به نيل وچ شو او فصل به وسوځېد؛ نو دی به حيران و، چې دا نيل ولې کله وي، کله نه وي او کله پکې سيلاب راشي. وبا له نامعلوم ځای نه راشي او ډله ډله انسان ووژني. که لمر به تندر ونيوه، ورته حيران به و. د طبيعي ناورينونو تر شا پر پرتو علتونو نه پوهېده، ځکه يې نو ميټافزيک ته پناه يووړه. نيل ته يې خدای پيدا کړ، چې کله نيل وچوي او کله په نيل کې سيلاب راولي. زموږ د ورځو د رڼولو لپاره يې لمر ټاکلی او اسمان يې پر موږ څپر کړی دی.
له ميټافزيک سره د انسان تعلق د اسطورو ايجاد ته لار جوړه کړه او انسان د خپل تخيل په مرسته داسې اسطورې جوړې کړې، چې په عقل يې اثبات ممکن نه و. انسان داسې وګڼله، چې د طبيعي بدلونونو تر شا ميټافزيکي قوتونه واکمن دي. څوک دي، چې له بهر نه په دې نړۍ کې ګوتې وهي او زموږ اختيار د هغوی په لاس کې دی، انسان د هغوی خوشنودۍ ته اړ دی او دا خوشنودي زموږ په اعمالو پوري تړلې ده. خدايان له موږه غوښتنې لري. که د دوی غوښتنې ومنو، زموږ ورځنۍ چارې به سمې روانې وي. لرغونو يونانيانو فکر کاوه، چې خدايان د اولمپيا پر غرونو راټولېږي، د انسانانو اعمال ارزوي او بيا يې له مخې په اړه فيصله کوي.
په اسطوري پړاو کې انسان د طبيعت د تسلط له امله ميټافزيک ته پناه يووړه او ځان ورته محض مجبور ښکاره شو، چې ټول اختيار يې د خدايانو په لاس کې دی.
تر اسطوري پېر وروسته په دويم پړاو کې فلسفې د انسان پر جبر و اختيار فکر وکړ. فلسفې هڅه وکړه، چې ماورالطبيعت د اسطورې له تخيلي سرابه راوباسي او د تعقل پر محکمو بنيادونو يې ودروي.
له ماورالطبيعت سره د انسان تړاو له طبيعت سره د انسان له اړيکې او جبره پيل شوی و؛ خو اوس د انسان سترګې د ځمکې پر ځای اسمان ته اوښتې وې او د ځمکې په آيينه کې يې اسمان ليده. فلسفې له ميټافزيک سره د انسان د تعلق د منسجمولو هڅه وکړه. خدايان شته که نه؟ انسان خدايانو ته ولې اړ دی؟ د خدايانو په شتون کې د انسان اختيار څه دی؟ په ميټافزيک پورې د داسې ډېرو تړليو پوښتنو ځواب ته فلسفې هرکلی ووايه، چې د انسانانو او خدايانو تړاو د عقل د منطق پر بنسټ ورغوي.
فلسفه د جبر و اختيار په موضوع په ټوليو او ډلو وويشل شوه. چا انسان محض مجبور وګاڼه، چا بااختياره او چا نسبي مختار؛ خو انسان بيا هم په ژوند کې کوم بدلون احساس نه کړ. انسان پوهېده، چې زه په لاسونو همدومره کار کولی شم، چې زما د لاسونو قوت يې ايجاب کوي. تر دې هاخوا زما لاسونه سپوږمۍ نه شم راکوزولی، ځکه دا زما د اختيار له محدودې وتې خبره ده.
انسان د تيوريو پر ځای په عمل کې د اختيار د سوال د ځوابولو هڅه وکړه. د طبيعت له تسلط نه د اسطورې پيل کړی سفر بېرته ساينس طبيعت ته وګرځاوه. ساينس د انسان پام له ماورالطبيعت نه طبيعت ته کړ. د انسان او طبيعت اړيکه يې سرچپه کړه او انسان يې پر طبعيت مسلط کړ. د زلزلو او سيلابونو علتونه يې وموندل. مستحکمې ودانۍ يې جوړې کړې، چې په سختو زلزلو کې هم ورانې نه شي. اوبه يې مهار کړې، برېښنا يې ترې جوړه کړه. د وباګانو مخنيوی يې وکړ او د علتونو په موندلو يې د خونړيو ناروغيو درملنه ممکنه کړه.
ساينس د جبر و اختيار پوښتنې ته عملي او مرئي ځواب ووايه او د انسان اختيار يې پراخه کړ؛ خو دا پراخولی د جبر له پراخوالي سره موازي روان و او بيا د فلسفې همغه اندېښنه راپيدا شوه، چې انسان څومره ځان بااختياره کوي، هغومره پرې له بل پلوه جبر مسلطېږي. د دې خبري سرچپه هم سمه ده.
ساينس انسان د طبيعت له جبر نه خلاص کړ؛ خو انسان يې په خپل جبر اخته کړ. د انسان اختيار يې په خپل لاس کې واخيست. اوس انسان د ساينس په برکت له اسانيتاوو ډک ژوند لري؛ خو له ساينس پرته هېڅ دی. که برېښنا نه وي، ژوند يې په ټپه ولاړ دی. د ساينس پرمختګ که د انسان ډېرې ستونزې حل کړې، ډېرې نورې يې وهم زېږولې او له يوې خوا نه که ساينس د انسان د اختيار دايره پراخه کړه؛ نو جبر له بل کنډو نه د انسان په اختيار پسې د سيوري غوندې روان شو.
د جبر و اختيار پوښتنه اوس بيا د فسلفې وره ته تږې او ستومانه ولاړه ده. اوس له فلسفې سره ارواپوهنه او نور علوم هم دې پوښتنې ته ځواب وايي.
موږ وينو، چې که انسان ځان مجبور وګڼي، که مختار؛ خو بيا هم ژوند کوي او پر ورځنيو چارو يې دا پوښتنه هېڅ سيوری نه غوړوي. د جبر پلوی انسان د سيلاب د راوتو په وخت کې لاس تر زنې نه کېني، بيل په لاس د خپلې کلا تر شا ولاړ وي، چې د سيلاب له زيانه يې بچ کړي؛ نو د دې سوال د راپورته کولو اړتيا څه ده؟ البر کاميو (د سسفس اسطوره) په دې پاراګراف پيلوي:
“خدايانو سسفس ته سزا ورکړې وه، چې يو لوی ګټ به بيا بيا راغورځېږي او دی به يې بيا بيا د غره څوکې ته لوړوي. د خدايانو سزا ډېره دقيقه وه، ځکه له بې پايلې زيار پرته لويه سزا نشته”.
په امريکا کې په شلمه پېړۍ کې پراګماتيزم د فلسفې مخې ته هم دا پوښتنه کېښوده، چې ولې داسې بېځايه پوښتنې پيدا کوي، چې د انسان د ژوند په بدلون کې مستقيمه اړيکه نه لري. پراګماتيزم چې له فلسفې نه يې عملي پايلې غوښتې، له بېځايه پوښتنو نه د فلسفې د چاڼولو هڅه وکړه.
خو دا پوښتنه دومره بېځايه هم نه ده. لومړی اهميت يې دا دی، چې د انسان ذهن خامخا دا پوښتنه پيدا کوي.
د شلمې پېړۍ په پای کې پوسټ ماډرنيزم په دې پوه شو، چې د رنګارنګو فلسفي نظريو شتون او د هيګل ډيالکټيک راته وايي، چې حقيقت په بېلابېلو بڼو څرګندېدای شي. فلسفي بحثونو په انسان کې د حقيقت د موندلو حس پياوړی کړی دی؛ نو د خبرې سموالی او ناسموالی مهم نه دی، پخپله خبره مهمه ده. خبره بايد وشي. د حقيقت موندل نه، بلکې د حقيقت په اړه ډسکورس(بحث) مهم دی. د مخالفو او موافقو نظريو تبادله د فرهنګ په غوړېدو کې مرسته کوي.
فلسفي بحثونه انسان پر ژوند باندې غور کولو ته هڅوي. ساينس موږ ته ژوند اسانوي؛ خو ټولنيز علوم راکې مثبت ذهني بدلون راولي، چې جنګ ولې بد دی او سوله ولې ښه ده؟ تشدد څه زيانونه لري او د عدم تشدد ګټې څه دي؟ زموږ کلچر ولې فرد زندۍ کړی او خپل چلندونه څرنګه مهذب کولی شو؟ چې بل فرد ته مو د تاوان پر ځای ګټه ورسي. ساينس د ټولنيز شعور په وده کې مستقيمه ونډه نه لري؛ خو ټولنيز علومو له موږ نه له ذهني پلوه ستر انسانان جوړوي.