تاند- د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، افغان و، افغان دی او تر مرګه به افغان وي.
ښاغلي اسفندیار ولي خان نن /دوشنبه/ په صوابۍ کې یوې غونډې ته د خبرو په مهال پر خپل افغانیت د ټینګار په ترڅ کې د افغانانو د قرباني کولو د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.
ده په ځلونو ویلي چې د افغانستان جګړه پنجاب د خپلو ناروا ګټو په خاطر جاري ساتلې ده او د بې ګناه افغانانو وینې بهیوي.
د عوامي نشنل ګوند مشر دا هم وویل چې هلې ځلې روانې دي چې تعلیم یافته او متخصص پښتانه له منځه یووړل شي.
ده د پاکستان په بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ کې د بدلون غوښتنه وکړه.
اسفندیار ولي خان همداراز وویل چې پنجابیان د دې لپاره سرشمېرنه نه کوي چې خپل تسلط او لاسبري ته دوام ورکړي.
ده زیاته کړه، امنیتي وضعیت د سرشمېرنې د ځنډېدو علت نه دی بلکې پنجاب ډارېږي چې که حقیقي سرشمېرنه وشي واک به یې کم شي.
اسفندیار ولي خان وویل، د افغانستان حکومت د پېښور د پوځي ښوونځي طراح وواژه او پاکستان ته یې خبر ورکړ خو پاکستان تراوسه پوري د افغان طالبانو یو مشر هم په خپله خاوره کې نه وژلی، نه نیولی او نه یې افغانستان ته سپارلی دی.
پاکستان د طالبانو یوازې هغه مشران نیولي او یا یې وژلي چې هڅه یې کړې په خپل هیواد کې د خبرو له لارې د سولې او پخلاینې لار هواره کړي.
د پاکستان استخباراتو د طالبانو د سیاسي چارو مسوول مل معتصم اغا جان په کراچۍ کې وویشت خو په حیرانوونکي ډول وژغورل شو، ملا برادر یې د دې لپاره ونیوه چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره تماس ونیسي.
د اسفندیار ولي خان په باور د پاکستان امن د افغانستان له امنیت سره تړلی او تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، پاکستان به د امنیت مخ ونه ویني.
د عوامي نشنل ګوند مشر په زوره افغانستان ته د افغانانو له ایستلو سره مخالفت وکړ، ويې ویل چې ګوند به یې د افغانانو (مهاجرو) ځورول ونه زغمي.
افرین دده په پاکه وینه او مینه!
دی ته وای افغان!
زنده باد افغانان