تښتول شوې اسټرالیایۍ مېرمن د انسان تښتوونکو څخه ازاده شوه. |
۱۳۹۵/۶/۸ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د کري ویلسن په نوم د اسټرالیا هېواد یوه اوسیدونکي چې خیره مؤسسه کې دنده درلوده، د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوې وه. د ملي امنیت منسوبینو د هلو ځلو په ترڅ کې یاده مېرمن د تښتوونکو له منګولو ازاده شوې او د دغه قضیې په تړوا څو تنه هم نیول شوي،چې د مګړۍ تر څېړنو لاندې دي . د یادې مېرمن روغتیایي وضعیت په بشپړ ډول ښه دی او ژر به اړونده مسؤلینو ته وسپارل شي |
تدارکاتو پروسه کې روڼوالي په موخه نوي بدلونونه رامنځته شول |
۸/۶/۱۳۹۵
د ننګرهار والي په مشرۍ د ولايت مرستيال او تدارکاتو کميسون غړو د وږی په شپږمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ناسته وکړه او د تدارکاتو پروسه کې يې د روڼوالي په موخه يې نوي بدلونونه رامنځته کړل. ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، چې له دې وروسته به د ولايت مقام تر رهبرۍ لاندې د تدارکاتو کميسون غونډې تر سره او دولت ته د ګټو په نظر کې نيولو سره به پرېکړې کيږي. کندوزي وويل، چې ولایت مقام ته ټولو راستول کیدونکو تدارکاتي دوسیو ثبت او اجرا لپاره سیستم جوړ شوی هیڅوک نشي کولی تدارکاتي دوسیې د ډیر وخت لپاره وځنډوي. نوموړي وويل، چې له دې وروسته به ټولې ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپرونو سربېره ننګرهار رادیوتلویزیون، محلي رسنیو او ولایت مقام په رسمي پاڼو کې دپروژو اعلانونه خپروي، ترڅو پدې ډول د محدودو شرکتونو پرځای زیات شرکتونه په داوطلبۍ کې برخه واخلي. ده زياته کړه، چې ټولې هغه ادارې، چې په ولسوالیو کې پروژې پلی کوي، له دې وروسته به دټاکلو ادارو ترڅنګ د ولسوالیو مسولینو لخوا هم نظارت کیږي. |
په چپرهار ولسوالۍ کې ۷۶ وسله وال طالبان ووژل شول . |
۸/۶/۱۳۹۵ ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په سپین جومات، څپرې او شین کندې سیمو کې د کورنیو ځواکونو له لورې د وږې په ۸مه سهار شاوخوا درې بجې عملیات پيل شوي وو، چې په ترڅ کې يې ۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي. د دغه عملیاتو پر مهال د ځمکنیو ترڅنګ هوایي بریدونه هم ترسره شوي، چې په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي منسوبینو لاسته ورغلي . د معلوماتو له مخې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی . |
د ننګرهار په عالي دارلمعلمين کی د شموليت لپاره ازموينه واخيستل شوه. |
۱۳۹۵/۶/۸ دپوهنې رياست مطبوعاتي دفتر له لوري په راليږل شوي خبر کې ويل شوي ، چې دازموينې پر مهال د پوهنې رئيس پوهندوی الله داد اسمعيل زي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموينې د شفافيت ډاډ ورکړ ويې ويل ټاکل شوی پلاوی به د وړتيا له مخې بريالي زده کوونکي معلوموي. هغه دازموينې له ګډونوالو وغوښتل ، چې له سپارښتنو ډډه وکړئ او که پوه شول ، چې خپل حق يې نه دی ورکول شوی د پوهنې رياست د روازې ددوی پر مخ پرانستې دي. د ننګرهار د عالي دارالمعلمين رئيس مولوي محمد داود دازموينې دپروسې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ ، چې حق به حقدار ته وسپاري. د ننګرهار د عالي دارالمعلمين د تدريسي چارو مرستيال عبدالاحد عطيش د معلوماتو له مخی په ازموينه کې ۶۰۰ تنو د دولسمو ټولګيو فارغو نجونو زده کوونکو برخه اخيستې وه او ټاکل شوې چې له دې شميرې يې دوه سوه تنه په اوه بېلابېلو درسي رشتو کې ومنل شي، خو د پوهنې رياست مشرتابه د ازموينې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ ، چې د پوهنې وزارت سره به په دې اړوند خبرې وکړي او هيله لري ، چې د جذبيدونکو زده کوونکو شميره به لوړه شي. |
د ننګرهار پوهنتون په شرعياتو پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره د اته ديرش انجونو په ګډون دوه سوه يوديرش تنو څخه ازموينه واخيستل شوه . |
۱۳۹۵/۶/۸ د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخيل د ازموينې پرمهال وويل : ننګرهار پوهنتون د ليسانس زده کړو سربيره په بيلابيلو برخوکې د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې علمي کدرونه روزي ، چې د دغې لړۍ په ترڅ کې د شرعياتو پوهنځي اړوند د فقه او قانون او اسلامي تعليماتو څانګو کې د دې ازموينې وروسته د ۲۵ انجونو په ګډون سل تنه د ماسټرۍ برنامې لپاره جذب شي . د مياخيل په خبره تردې وړاندې د شرعياتو پوهنځي د ۲۰۰ تنو په شاوخواکې د ماسټرۍ له برنامې څخه فارغ کړي ، چې دا لړۍ په يو شميرنورو پوهنځيو کې هم روانه ده . |
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د بر رسۍ ټيم په جلا اباد ښار کې لسګونه کمپيوټرونه بر رسي او ورڅخه يې غيرې اخلاقي او نور فلمونه راټول کړاي شول. |
۱۳۹۵/۶/۸ د ياد رياست مسولين وايي،دغه ټيم به له دې وروسته په مکرر او دوامداره توګه خپلې چارې پرمخ بيايي،هوډ لري چې په ټول ښار کې کمپيوټرې او کست پلورنکي وپلټي او غيرې اخلاقي فلمونه او د دښمن تبليغاتي سي ډي ګانې به له منځه وړي. د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست رئيس شيرشاه همدرد د ښار په ټولو هټيوالو،رسنيو ، کست پلورنکو او اصنافو غږ وکړ چې سوچه اسلامي او افغاني فرهنګ په پام کې ونيسې او خپل فرهنګ د بډاينې او ځوان کهول د ښې روزنې لپاره کار وکړي. همدرد زياته کړه د نن ورځې په پلټنه کې درې کمپيوټرونه راټول شوي، په لسګونه غيرې اخلاقي فلمونه له منځه وړل شوي او لسګونه نورو ته توصيه شوې چې په راتلوونکې کې ځانونه اصلاح او د حرامو پرځای د حلالې نفقې په فکر کې شي. |
لوی ننګرهار قومونو د یوالې شورا وایي هېچاته به اجازه ورنه کړل شي، چې د ختيځو ولايتونو د ولسونو په سر سودا وکړي. |
۱۳۹۵/۶/۸ د لوي ننګرهار د قومونو د يوالي او همغږۍ شورا له لوري د ننګرهار قومونو او قبايلو چارو په رياست کې د جوړې شوې غونډې پرمهال د مدني بنسټونو استازو وويل:د هغه چا پر وړاندې به ودرېږې، چې د ختيځو ولايتونو د ولسونو په سر سودا کوي. د قومونو او قبايلو چارو رئيس وجيه الرحمن شينواري مدني بنستونو او ولسونو په يوالي ټينګار وکړ او ويې ويل، چې وزارت غوښتنه هم داده چې ولسونه په يوالي او اتفاق سره د ځينو ستونزو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. د لوي ننګرهار د قومونو او همغږۍ شورا رئيس سيدجهان جهاني وويل: هېڅوک نه شي کولاي چې د ختيځو ولايتونو د ولسونو په سر له وزارتونو او نورو ادارو امتيازات واخلي. جهاني وويل:د مشرقي ولسونه له مرکزي اداري د خپلو حقه حقوقو ترلاسه کولو غوښتوونکي دي،چې بايد ورکړل شي. په غونډه کې د کونړ مېشتو شورا مشر اميرمحمد مشواڼي،د ګوجرو شورا مشر عزيز الرحمن،د مومندو شورا مشر جهانزيب خان مومند،د ننګرهار ژغورنې شبکې مشر عبدالرحمن معاون،چترال همت او نورو ويناوالو وويل:دوي ته هغه شورا د منلو وړ نه ده،چې د ختيځو ولايتونو په سر سودا کوي او امتيازات اخلي. دوي وايي،څلوېښت شوراګانې د قومونو او قبايلو چارو په چوکاټ کې له يو منظم ادرسه فعاليت کوي،چې چارې يې مونږ ته د منلو وړ دي. يادې شورا او قومي مشرانو د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره له حکومت نه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د کابل جلال اباد،جلال اباد تورخم دوېم لين سرکونه جوړ ،د برېښنا ستونزه دې بنيادي ختمه او د بهسودو دوېم پل دې جوړ شي. په پرېکړه ليک کې نيوکه شوې وه ،چې د ديارلسوه پنځه نوي يم کال راهيسې يې مشرقي ولايتونو ته هېڅ د بيارغونې پروژه نه ده ورکړې. |
په ننګرهار کې د سوک وهنې لوبې د پياوړتيا او راتلوونکو ولايتي سياليو لپاره د غوره لوبغاړو پيژندنې په موخه د عرب او ختيځ کلپ لوبغاړو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې. |
۱۳۹۵/۶/۸
د دې ولايت د بدني روزنې امريت د سوک وهنې فدارسيون مسول انورالحمن سمسور په وينا په دغو سياليو کې د جلال اباد دوو کلپونو عرب او ختيځ پنځوس لوبغاړو برخه اخيستې وه.
سمسور وايي،هڅه کوي څو راتلوونکي ولايتي سياليو لپاره له ننګرهاره داسي لوبغاړي غوره کړي، چې دې ولايت ته وياړونه وګټي.
د نوموړي په خبره راتلوونکي کې به د نورو کلپونو ترمنځ هم ورته سيالۍ وشي او غوره لوبغاړي به ولايتي منتخبې لوبډلې ته غوره شي.
د ختيځ کلپ مسول استاد ايمل ګلزاده دبدني روزني امريت نه مننه وکړه ،چې تل يې د ورزشو نورو څانګو د تقويې ترڅنګ د سوک وهنې برخې پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي.
ګلزاده د المپيک له اداري غوښتنه وکړه چې د سوک وهنې سياليو لپاره دې په ننګرهار کې يو سرپټي جمنازيم جوړ شي،څو لوبغاړي په هر موسم کې خپل منځي سيالۍ وکړي.
د ننګرهار بدني روزنې امريت استازي چې په دغو سياليو کې برخه اخيستې وه،د سوک وهنې لوبغاړو ته ډاډ ورکړ،چې ډېر ژر به د جمنازيم چارې د ولايت مقام په همکارۍ پيل شي او دغه راز به د بدني روزنې عمومي رياست له لوري لوبغاړو سره ورزشي وسايلو مرسته هم وشي.
ننګرهار والي د شهيد نقيب احمد خپلواک کورنۍ ته د تسلیت او فاتحې مراتب وړاندې کړل . |
|
۸/۶/۱۳۹۵
ننګرهار والي سليم خان کندوزی،چې د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د وږي په اتمه د بهسودو ولسوالۍ قاسم اباد سيمه کې د شهيد نقيب احمد خپلواک کور ته په ورتګ سره یې د ارواښاد پلار او کورنۍ غړو ته د فاتحې مراسم ترسره او ورته یې د ډاډګیرنې او تسلیت مراتب وړاندې کړل . ننګرهار والي سليم خان کندوزي د شهيد نقيب احمد خپلواک رحلت د افغانستان لپاره ستره ضايعه وبلله، نوموړي ته يې د الله پاک له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه. کندوزي وويل، چې د افغانستان دښمنان نه غواړي، چې افغانان د علم او پرمختګ خاوندان شي؛ نو ځکه هره ورځ په هېواد کې ښوونځي، مدرسې او جوماتونه ويجاړوي او زمونږ کدرونه او استادان په شهادت رسوي. نوموړي وويل، چې افغان امریکایی پوهنتون د هېواد او سیمې له سترو علمي بنسټونو څخه دی او نقیب احمد خپلواک د ځوان نسل د روزنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې. ده وويل، چې د هېواد دښمنان د نظامي هدفونو ترڅنګ زمونږ د نوي نسل راتلونکی هم ګواښي او غواړي، چې د افغان ولس د پوهې او پرمختګ مخه ونيسي. د شهيد نقيب احمد خپلواک پلار څارنوال بشير احمد د ننګرهار والي او ټولو مسولينو څخه مننه وکړه، چې کورته يې ورغلل او ده ته يې ډاډګيرنه او تسليت وړاندې کړ. شهيد استاد نقيب احمد خپلواک په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون استاد و، هغه د قرآن کريم حافظ، د پراخې دينې مطالعې خاوند، د متحده ايالاتو له دوو مشهورو پوهنتونونو د ماسټرۍ درلودونکى و. دغه راز شهید خپلواک د اکسفورډ پوهنتون د نړۍ په کچه دوکتورا لپاره د تر ټولو غوره پينځه ويشتو برياليو محصلينو په کتار کې درېيمه درجه بريالى محصل او په ګڼو نړيوالو علمي پروګرامونو کې ګډونوال پاتې شوى دى. نوموړی تېره اوونۍ په داسې حال کې، چې په افغان امريکايي پوهنتون کې يې زده کړيالانو ته په درس ورکولو بوخت و په پوهنتون د تروريستانو د بريد په ترڅ کې په شهادت ورسېد، چې وروسته يې د جنازې لمونځ بهسودو ولسوالۍ کې دخلکو په پراخه ګډون سره اداء او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
|
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي او د دې ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسولينو د وږي په اتمه د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څلورمې پلې لواء جامع جومات ته ولاړل او هلته يې د بريد جنرال محمد نسيم سنګين د مرحومې مور فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.
ننګرهار والي او ور سره نورو مسولينو د محمد نسيم سنګين د مرحومې مور پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د الله ج له درباره یې ورته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه .
بريد جنرال محمد نسيم سنګين د ننګرهار والي او د ملکي او نظامی ادارو مسولينو څخه مننه وکړه،چې د نوموړي له کورنۍ سره یې په دغه ستر غم کې ځان شریک او ورته د ډاډګیرنې په موخه يې د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ .
د ګردي کڅ قومي مشرانو ژمنه وکړه،چې د قانون په چوکاټ کې به ټولې کړنې ترسره کړي . |
۸/۶/۱۳۹۵
ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ اوسیدونکو له لورې په روداتو ولسوالۍ کې پر دولتي ځمکه را منځته شوې ستونزه د قانون په چوکاټ کې حل او د یادې سیمې اوسیدونکو ژمنه وکړه،چې ټولې کړنې به د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي .
دغه مشرانو چې د وږې په ۸مه یې ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې لیدنه کوله، ډاډ څرګند کړ، چې د حکومت د ټولو قانونیو په رڼا کې به خپلې چارې ترسره کوي .
دوی د یادې ستونزې د حل په برخه کې د ننګرهار والي د هلو ځلو څخه هم ستاینه او مننه وکړه .
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل،حکومت له ولسونو جوړ دی او مسؤلين دنده لري، چې غوره خدمتونه وړاندې کړي .
هغه د یادې سیمې اوسیدونکو ته ډآډ ورکړ،چې ستونزې په بشپړ حل کې به هم ورسره همکاري وکړي .
ننګرهار والي وایي په دغه ولایت کې د فابریکو د فعاله ساتلو په موخه له پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی . |
۸/۶/۱۳۹۵
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د وږې په ۸مه په دغه ولایت کې د سوداګرو،پانګوالو او صنعتکارانو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې لیدنه ترسره کړه.
د دغه لیدنې پر مهال په ننګرهار کې د صنعتکارانو اتحادیې مشر حاجي تورملنګ خپلې ستونزې شریکې کړې .
نوموړي زیاته کړه،د کوز شيخ مصري صنعتي پارک کې لسګونه فابريکې فعاله دي،سلګونه ځوانان په کې په کار بوخت دي، خو يو شمېر کسان په غيرې قانوني ډول د دوی د کارکارکوونکو پر وړاندې ستونزې پیدا کوي .
ننګرهار والي سليم خان کندوزي له سوداګرو مننه وکړه، چې په خپل هېواد کې يې پانګونه کړې، ځوانانو ته يې د کار زمينه برابره کړې او کورنۍ توليدات وړاندې کوي .
نوموړي ډاډ ورکړ،چې په دغه ولایت کې د فابریکو د فعاله ساتلو په موخه د پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو سره هر ډول مرستې ته ژمن دی .
دوه تنه د څلور میله وسلو سره یو ځای ونیول شول . |
ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په منګل سیمه کې ګډو کورنیو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه تنه تخریب کوونکي له دوه میله کلاشنکوفونو او دوه میله تفنګچو سره یو ځای نیولي .
له نیول شوو کسانو څخه د مګړۍ څېړنې رواني دي .
د مهماتو ډیپو،نظامي وسایل او چاودیدونکي توکې ونیول شول . |
ننګرهار ولایت په سره رود او بهسودو ولسوالیو کې امنیتي منسوبینو د پلټنو پر مهال د مهماتو ډیپو، نظامي وسایل او چاودیدونکي توکې تر کشفولو وروسته نیولي .
پولیسو د سره رود ولسوالۍ په خیراباد سیمه کې د مهماتو یو ډیپو چې په کې د هاوان او راکټ مرمۍ،ډي سي ټوپ سر ګلولې او یو اندازه نور بېلابېل توکې شامل و، نیولي دي .
د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ منسوبینو د بهسودو ولسوالۍ په بلند غر سیمه کې تېره شپه د عملیاتو پر مهال ۹ لاسي بمونه،پنخلس کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې، ۶ بوتله مایع چاودیدونکې توکې، دوه پایې انتن لرونکي لوې مخابرې، یوه لاسي مخابره، ۱۱ نقابونه، د ملي اردو درشۍ،توربینونه او ګڼ شمېر نور تکې نیولي دي .
د دغه توکو په تور څوک نه دی نیول شوی .
په غني خیلو ولسوالۍ روغتون کې د جراحي عاجل خونه له جوړیدو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. |
۱۳۹۵/۶/۸
د PU-AMI ادارې په شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې د جراحي عاجل خونه له جوړیدو وروسته د عامې روغتیا ریاست مرستیالې ډاکټرې مقدسې معراج، د BPHS تطبیق کوونکې موسسې مشر ډاکټر شفیق الله ، د غني خېلو ولسوال عبدالواهاب مومند او قومي مخورو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي: د PUAMI ادارې له لوري د غني خیلو او خوګیاڼیو ولسوالیو په روغتونونو کې جراحي عاجل خونې جوړې او ترڅنګ په طبي تجهیزاتو، درملو او پرسونل مجهز دوه امبولانسونه غني خیلو او خوږیاڼیو روغتونونو ته ورکړل شوي.
په غني خیلو ولسوالۍ کې د صحي چارو د ښې عرضې او ولسوالۍ مسؤلینو د ښې همغږۍ له کبله د غني د ولسوال عبدالوهاب مومند له لوري عامې روغتیا ریاست مشرتابه ته ستاینلیک ورکړل شو.
نګرهار کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو. |
۱۳۹۵/۶/۸
ننګرهار ولایت کې د عامې روغتیا ادارې له لورې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو،چې په ترڅ کې به نږدې ۷ سوه زره د پنځه کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي .
د عامې روغتیا په حوزي روغتون کې د وږې په ۸مه په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال پر ټولو ننګرهاریانو غږ وکړ،چې د پنځو کلونو څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو (ګوزڼ) واکسین تطبیق کړي .
نوموړي د ټولو کورنیو څخه وغوښتل چې د ماشومانو د دایمي معیوبیت څخه د خلاصون په موخه د واکسین د رضاکارانو ډلګیو سره همکاري وکړي او د ګوزڼ د لمنځه وړلو په موخه خپلو اولاونو ته د واکسین دوه څاڅکې ورکړي .
د عامې روغتیا ریاست مرستیالې ډاکټرې مقدسې معراج وویل، د دغه درې ورځني کمپاین په ترڅ کې به نږدې ۷ سوه زرو د پنځه کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین تطبیق شي .
هغې زیاته کړه، د دغه کمپاین په ترڅ کې به همدا راز تر شپږ کلنۍ پورې کوچنیانو ته د ویټامین ای ټابلیټ هم ورکړل شي .
د ننګرهار ځوانان او اهل هنود په ستاینلیکونو ونازول شول . |
۱۳۹۵/۶/۸
د خپلواکۍ اوه نویمې کلیزې د جشن د ښه نمانځلو په موخه د بېلابېلو ټولو ځوانانو، امنيتي منسوبينو او اهل هنودو مشران او ځوانان د چارو د ښه ترسره کولو له امله د ننګرهار والي له لورې په ستاینلیکونو ونازول شول .
دغه مراسم، چې په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د وږي په اتمه جوړ شوي و د هېواد پخواني ولسمشر شهيد ډاکتر نجيب ورور جنرال احسان الله احمدزي او قومي مشر زمری احمدزي هم برخه لرله.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د خپلو خبرو پر مهال د امنيتي ادارو مسولينو، بېلابېلو ټولنو فعالو ځوانانو او ننګرهار میشتو اهل هنودو څخه ځآنګړې مننه وکړه .
کندوزي وويل، چې د یادو ادارو او ډلو ترڅنګ د دغه ولایت د مرستیال په مشرۍ د جوړ شوي کمیسون ټولو غړو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په ترڅ کې په ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځ په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .
نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې مېشت اهل هنودو تل د هېواد په ملي ورځو کې ونډه اخيستې او د هېواد نورو وګړو په څېر يې په خپله برخه کې فعاليتونه تر سره کړي دي.
ده د اهل هنودو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د خپلواکۍ اوه نويمې کليزې په جشن کې يې عنعنوي لوبې تر سره کړې.
د دغه مراسمو په پای کې ننګرهار والي له لورې د اهل هنودو کلانتر ميرسنګ خوږياڼي، د لومړۍ حوزې امر او څلورم ماموريت سرمامور، ملي امنيت څلورمې حوزې امر، د جلال اباد ښار سربيره د بېلابېلو ولسواليو فعاله ځوانانو ته ستاينليکونه ورکړل شول .
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت وطنپالو ځوانانو او د شینوارو او مومندو ګډې شورا لخوا ننګرهار والي ته د ښو خدمتونو ايوارډ او ستاينليک ورکړل شو.