استاد د سپینې تختې په سر د نني درس سرټکي لیکل.
په ټولګي کې د بشپړې چوپتیا سره سره لږه لږه((ګنګوسه)) اورېدل کېده.
په هوا کې د ((پس پسک)) له تجزیه کېدو داسې ښکاره شوه؛ چې آواز ښځینه بڼه لري.
د درسي خونې په ښي اړخ کې ناستو نجونو له موسکا جوړو ((هو،هو، هو)) د قهقهې په جامه کې ونغښتل.
د هلکانو غلې ناسته او د نجونو زورورې خندا د استاد مخ له تختې راوګرځاوه.
چوپیتا خوره شوه…
په ټولګي کې کیڼ لور ته ناست هلک یې په نظر کې وڅرخاوه، محصل چې ښۍ پښه یې د چپې پښې په ګونډه اېښې وه، په تخته د استاد کښلو کرښو ته په ځیره کتل.
استاد چې د ځوان دښۍ پښې دوه ګوتې د دوه کلن بوټ له تلي راوتلې ولیدې، د یو ډول ګرمۍ احساس یې وکړ، په چټکۍ یې دواړه لاسونه په خپل سپین مخ تېر کړل، بېرته یې په تورو لیکلو پیل وکړ.
ځوان محصل د تختې ژوره حقيقي ننداره کوله؛ خو مجازي لید څار یې بیا له تفکر سره یو ځای د ستړي ژوند په اغزنه لار د ساه نیولي آس غوندې بې منزله مزل کاوه.
کابل پوهنتون