Wardal Sherwali

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی انجینر شېرولي وردګ چې د غبرګولي پر ۱۶مه د کابل ښار د پنځمې امنیتې حوزې اړوند د څلوېښت متره سړک په سیمه کې د یوه ترهګریز برید په ترڅ کې شهید شو؛ جمهور رییس غني یې د نوم د تلپاتې کېدو په موخه د کابل ښار د پنځمې امنیتې حوزې اړوند د خوشال مېنې د (ج) ساحې څلوېښت متره سړک د ده په نوم ونوماوه.

د ولسي جرګې له لوري هغه وړاندیز چې د روان کال د چنګاښ پر اتمه جمهوري ریاست ته لېږل شوی و، په کې راغلي: ((شهید انجینر شېرولي وردګ د ولس هغه استازی و چې د وطن او د وطن له پرګنو سره یې خاصه مینه درلوده، یوازینی وکیل و چې د وکالت په خپله پنځه کلنه دوره کې یې د ولسي جرګې په ناستو کې پنځه ورځې غیرحاضري هم نه درلوده.

لکه څرنګه چې شېرولي وردګ د دې ملک خادم و او په خپل ټول توان سره یې خدمت کړی دی، د دې لپاره د نوموړي نوم ژوندی پاتې شوی وي او د وطن دښمنان پوه شي چې د دې وطن د قهرمانانو قدر په خپله ټولنه او دولت کې محفوظ دی؛ د ولسي جرګې استازي، د وردګو ټول مېشت قومونه او د قومي شورا استازي او مشران له تاسو جلالتماب جمهور رییس څخه هیله کوي چې د نوموړي په یاد یوه څلور لارې او یا هم یو سړک و نوموئ.))

ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د سنبلې پر څلورمه د (۱۷۲۷) ګڼې حکم پر بنسټ د پنځمې حوزې څلوېښت متره سړک د شهید انجینر شېرولي وردګ په نوم و نوماوه. د جمهور رییس په حکم کې راغلي: ((د ولسي جرګې د غړي شهید انجینر شېرولي وردګ د یاد تلپاتې کېدو په موخه د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړونده، د خوشحال مېنې (ج) ساحې څلوېښت متره سړک، د شهید انجینر شېرولي وردګ په نامه، نومونه، منظوروم.))

ولسمشر د خپل دغه فرمان له مخې همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند کمیسیون ته دنده سپارلې چې ژر تر ژره په دې هکله اقدام وکړي او د یاد سړک د لوحې نصبولو په برخه کې چټک ګامونه واخلي.

One thought on “د ولسي جرګې د غړي شهید انجینر شېرولي وردګ په نوم ونومول شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *