ژباړه محمداکبر حقمل
د خپلو واقعي موخو ترتیبولو په موخه د داسې انګېرئ سره، چې ستاسو پر وړاندې هېڅ کوم محدودیت شتون نلري کولای شئ خپلو خوبونو ته مو یو غوره لړ لیک جوړ کړئ. د خوبونو لړلیک داسې یو لړلیک دی، چې پرته له کوم محدودیت څخه خپل ځان هرڅه کول وغواړئ همغه شئ او یا د هر څه لاسته راوړل، چې وغواړئ همغه لاس ته راوړئ. »مارک ویکترهانسن« په یوه کتاب کې ټولو وګړو ته یو وړاندیز کړی دی، چې وایي کښېنئ له خپل ځان سره مو د ټول عمر لږ تر لږه یو سل هغه موخې، چې د ټول عمر په اوږدو کې په مینې سره ورته ځان رسول غواړئ د یوه کاغز پر مخ ولیکئ. وروسته لدې وانګېرئ، چې ټول وخت، پیسې، دوستان، هغه ټول امکانات کوم، چې همدې موخو ته د رسېدو لپاره اړین دي په خپل اختیار کې لرئ. د خپل ذهن دروازه مو د موخو پر مخ پرانیستې پرېږدئ. هر هغه څه، چې په خورا مینه ځان ورته رسول غواړئ ـ د هېڅ ډول محدودیت نه درلودلو په انګېرنې سره ـ د یادداښت په توګه ټول ولیکئ. هغه حیرانوونکې پایله، چې ورته به ورسېږئ داده، چې د همدې لړلیک له جوړولو یوه میاشت وروسته به ستاسو په ژوند کې خورا ارزښتمنې پېښې رامنځ ته شي او هغه موخې، چې تاسو یې د پېښېدو فکر یا تصوور نن نشئ کولای تاسو ته به پېښې شي او په خپل لاس کې به یې ولرئ. له تاسو څخه هر څوک د لږ تر لږه سلو موخو لړلیک په جوړولو سره کولای شي همدې پایلې ته ورسېږي. تاسو هم باید همداسې وکړئ. ځکه تاسو هم کولای شئ د همدې حیرانوونکې پایلې څخه برخمن شئ.