تاند- د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون په برلین کې وویل چې د افغانستان په شمال کې له ترکمنستان سره په ګډو پروژو کې همکاري کوي.

مېرمن میرکل د ترکمنستان له ولسمشر قربان قُلي بیردي محمداوف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل«جرمني په افغانستان کې د ګډو پروژو په برخه کې له ترکمنستان سره ښې همکارۍ لرلی شي. موږ به د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت ته ووایو چې په دې غور وکړي چې ایا برلین او عشق اباد په افغانستان کې ګډې پروژې اجرا کولی شي.»

دې همداراز وویل«موږ د افغانستان په شمال کې فعالیت کوو او ترکمنستان هم د افغانستان په شمال کې دی، نو کېدای شي ښې درې اړخیزې همکارۍ ولرو.»

په دې خبري غونډه کې د جرمني صدراعظمې دا هم وویل چې د ترکمنستان ولسمشر ورسره موافقه کړې چې بهرني څارونکي کولی شي د ترکمنستان محبسونه وویني.

د جرمني صدراعظمې څه موده وړاندې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي و چې هیواد یې په افغانستان کې اوږدمهال حضور ته تیار دی.

ترکمنستان په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د برېښنا او ګازو صادرات زیات کړي او غواړي چې نور یې هم زیات کړي.

ټاکل شوې ده چې د دغه هیواد د برېښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۲ جنوبي او مرکزي ولایتونو ته وغځول شي. همداراز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د رېلارې (پټلۍ) پر جوړولو کار روان دی.

دغه راز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال پروژه (ټاپي) لا هم له پلانه غورځول شوې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *