تر دی وروستیو کلونو مشرقي او په ځانګړی توګه ننګرهار تل د بیلابیلو ښکلو وروستاړو او صفتونو سره یوځای یادیده. د ادب او فرهنګ زانګو، همیشه بهار، د ګلو هار، متمدن اوسوله خوښوونکي ولس، د علم ټاټوبی، دینداره ولس، د ژمي پایتخت، د پښتونستان نعره، د استقلال ټاټوبی او آن د کورنی جګړې پر مهال چی افغانستان په مطلقه انارشي او خپلسری کې ښکیل و لا هم ننګرهار د سولې د کور لقب ساتلی و .
طبعی ښکلا ، زراعتي ښیرازي ، تجارتي موقعیت ، شاعرانه فضا ، شنه باغونه اود ښکلا نندارې یې تل بې سارې او زړه راښکونکې وې چې نښې يې لا هم په ټول مشرقي کې ترسترګو کیږي . ننګرهار او مشرقي د سترو شخصیتونو او بشری ظرفیت یوه ستره سرچینه پاتې شوې او په خپله سینه کې یې ستری سترې سټې ساتلې چې د سیاست له ډګره د کلتور او ادب پورې له هیچا کم نه وه ، ښه مثالونه یی ، سید جمال الدین افغان ، موسی شفیق ، عبدالرحمن پژواک ، ملنګ جان ،… دي .
د افغانستان په سطحه په دولتي او نا دولتي ادارو کې تر ټولو پیاوړي کاري بشري ځواک ، د فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو ستره برخه ، د دینی علومو قضايی ارګانونو لوړه کچه پرسونل او د هیواد په کچه دوهم د روزنې ټاټوبې (ننګرهار پوهنتون) ټول د افغانستان د رزین تصویر هغه برخه ده چی مشرقي او ننګرهارپورې اړه لري .
متاسفانه ، متاسفانه او بیا هم متاسفانه، اوس په دې هر څه یو تور څادر پریوتې ، یو ژوندی ولس په خړه وریځ کې سرګردانه ژوند کوي، سره له دې چې هر څه لري تر ټولو خوار او کونج ته کاږل شوی پاتې شوې. اوس یې نوم د ناامنه سیمو په لومړي کتار کې ده، بې رحمه وژنو غږ له همدې ځایه راپورته کیږي اود کلي او ښار د شتمنیو لوټمارانو لکه د لیوانو په ولس خوله لګولې، اوس دا سمیه د علم او ادب له لوړو پوړیو ډیر ښکته پریوتې د رڼا شمعې یې تتې دي. د نارنج ګلان یې له ونو سره یوځای د ځمکې نیونې د ښامارانو لخوا هره ورځ له بیخه کاږل کیږي او یو څو پاتې ونې د امیر شهید په بڼ کې د نشه ای توکو په لوګیو کې په داسې حال کې پټې دي چې یوی خواته یې د شهیدو امیرانو ړنګیدونکي څلي ولاړ دی او چار چاپیره یې د بې ضمیره ښاریانو دنګې ودانۍ، شاوخوا واټونو کې يې د دې ښار ترټولو ځواکمن سیاستوال ، تر ټولو خوله ور فرهنګیان ، تر ټولو هوښیاره مدنې فعالان ، عالمان او پوهان او د میډیا او رسنیو ستر فعالین نږدې هره ورځ تیریږي را تیریږي او ددغه ستر او له برمه ډک ښارتر پښو لاندې کیدونکې ارزښتونه یې په خوارو سترګو ننداره کوي .
دا د سلهاوو او زرهاوو ناخوالو چې دلته یې هره ورځ ګورم ،اورم او احساسوم یواځې یوه کوچنی بیلګه ده ، هغه څه چې دلته پاتې دي هغه یواځې د څیرې زړه د وینو رنګ دې او هره شیبه د یوې بلې ناخوالې انتظار. کاش دی سیمې یو څوک لرلای چې یو کوچنی درد ته یې د یوې شیبې ارامتیا ورکړې وای.
داسې ښکاري چې دا ښار اوس هیڅ غمخور نلري ، په هیڅ حکومتي ارګان کې د دې سیمي څوک نشته چې رغوونکې برنامې ورته ولري ، په پارلمان او مقننه قوه کې هیڅ استازي نلری چې غږ یې پورته کړي ، په قضا کې هڅ برخه نلري چې ددې سیمې خاینان محکمه کړي او په وړاندې یې لږ ترلږه د کاغذ پرمخ دعوا ولیکي، هیڅ یو ملي سوداګر نلري چې لږ ترلږه د شاوخوا بیوزلو لاس ونیسي، هیڅ یو پوه او عالم نلري او هیڅ علمي بنسټ نلري چې خلک و پوهوي، هیڅ شاعر او لیکوان نشته چې دا هر څه ووایي او ولیکي او رسنی نشته چې دا د هر چا غوږونو ته ورسوي. دردیږم چې داسې احساسوم داچي دا ښار لکه ټول له پردیو ډک ده او هرڅوک دلته د یوې شوکې او داړې لپاره راغلی وی .
زه هم ددې ښار یو ګنهګار اوسیدونکی یم او ددې ښار په وړاندې مسول او تر پوښتنې لاندې یم خو دی څو کرښو لیکلو ته د شهید استاد نقیب الله خپلواک دردناکه شهادت وهڅولم. د دې ځوانیمرګ شهید تر څنګ یو بل شهید چی له دی سیمی نده اوس یې په نوم په هیواد کې دملي مډال غوښتنه کیږي ، په یاد یې آن له هیواده بهر په پوهنتونونو کې شمعې بلیږي خو دا چې نه یواځي د پوهنتون استاد وه ، د هیواد په کچه یوه ستره علمي هستي وه او د علمي او پوهنتوني قشر لپاره خو یوه نه هیریدونکي ضایعه وه نه په پوهنتون کې او نه په دیره کې چا یاد کړځکه چې دا د یو ژوندي ولس شهید نه وه نونه یې چا نوم واخیسته او نه یې ورته د یاد شمع بله کړه.
سلامونه،
ع،ع، ممتاز خانه رښتیا دې ليکلي.
لږ ترلږه د پوهنتون، معارف، کلتور ا.د.ن. فرهنګیانو خو باید د ارواښاد ځوانیمرګ نقیب ”خپلواک” استاذ پر ضیاع ژړلي وای!
او یا هغه مشاور وزیر څې خپلواک تخلص کوي ، او هغه شاعرې شفیقې خپلواک ېې یادونه کړې وای وای!!.افسوس.