پکتیکا

د ستراتیژیک پلان جوړولو په لومړنۍ ورکشاپ کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، پینځه کلن ستراتیژیک پلان ډیر اړېن دی، او هدف دادی چې پر بنسټ یې د ولایت اړتیاوې، امکانات، فرصتونه، خدماتي موارد، او پرمختیایې موقع په ډاګه شي. دغه راز وحدت زیاته کړه په ټوله کې د پلان څخه پرته پرمختګ ناشونی دی.

د پکتیکا والي د ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې د ستراتیژیک پلان د جوړولو لپاره له مرکز څخه د راغلې هیئت سره مرسته وکړي او هغه مواد چې دوی ورته اړتیا لري په وخت یې ورته برابر کړئ.

د ستراتیژیک پلان د جوړولو لپاره د مرکز څخه د راغلي پلاوې مشر محمد هارون هاند وویل د زریزو پرمختیایې موخو، د افغانستان ملي پرمختیایې ستراتیژۍ او ملي لومړېتوبونو لرونکو پروګرامونو پر بنسټ ولایت ته پینځه کلن ستراتیژیک پلان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې ترتیبیږي.

هاند زیاته کړه، یاد پلان د امنیت، حکومتوالۍ او انکشاف سکتورونو کې د پینځو کلونو لپاره جوړیږي- د امنیت، حکومتوالۍ او انکشاف سکتورونو کې د پینځو کلونو لپاره جوړیږي، په دې پروسه کې د ولایت په کچه ټولي ادارې، ولایتي شورا، خصوصي سکتور، مدني ټولنې او ځوانانو استازي برخه لري.

دغه راز هاند وویل د ستراتیژیک پلان جوړوني پروګرام به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړ شي.

په درنښت

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *