تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن /سې شنبه/ په نوي ډیلي کې له هند سره تر ستراتیژیکو خبرو وروسته وویل، متحد ایالتونه به راتلونکې میاشت په نیویارک کې د ملګروملتو په غونډه کې له هند او افغانستان سره درې اړخیزې خبرې پیل کړي.

ښاغلي کیري، چې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې، همداراز تروریزم وغانده، ویې ویل، د مومبي د ۲۰۰۸ م کال د تروریستي برید او د سږ کال په جنورۍ کې د پټانکوټ د هوايي اډې د برید عاملان باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

هند د پټانکوټ او مومبي د حملو پړه په پاکستان اچولې ده.

ده تاکید وکړ«موږ د ښه او بد تروریست توپیر نه شو کولی او نه یه یې وکړو. ترور، ترور دی، مهمه نه ده چې له کوم ځایه راځي، یا یې څوک کوي.»

دا هغه خبره ده چې افغان چارواکي یې تل پاکستان ته په اشاره کوي.

پاکستان په خپله هم په ځلونو افغان طالبان ښه او پاکستاني طالبان بد بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې له نورو هیوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې لاس یو کړي.

ده په عین حال کې وویل، پاکستان باید په دې خاطر ځان منزوي احساس نه کړي چې افغانستان، امریکا او هندوستان په خپل منځ کې درې اړخیزې خبرې کوي.

«د پاکستان لپاره دا حیاتي ده چې له تروریزم سره په مبارزه کې له نورو هیوادونو سره ملګری شي. زه د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو سره د تروریزم په اړه په تماس کې یم.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *