نصرالله حیات

 په کوم هیواد کې چې سوله وي  د هغه هیواد سیاسې حالت ، اقتصادی او ټولنیز حالت هم ښه وي او د کوم هیواد چې سیاسي ، اقتصادی او تولنیز حالت ښه وي، هغه هیواد نه یوازی د نړي په سطحه پر مختک کوي بلکې نړیوال  ورته د احترام په سترګه هم ګوري او هغه هیوادونه چې په هغې کې سوله نه وي، نا امنه وي د هغه هیوادونو سیاسي ، اقتصادی او تولنیز حالت هیڅ وخت نه شي ښه کیدلاي او تل نا امنه هیوادونو څخه بهرنې  هیوادونه خپله ګته پورته کوي. که په نړیواله سطحه فکر وکړو نو په ټوله دنیا کې اسلامې هیوادونه ډیر نا امنه دي . د دغه نا امنیو او مصیبتنو وجه داده چې مونږ مسلمانانو د اسلام لار پریښې ده ، مونږ مسلمانانو کې نه تقوا، نه ایمان او نه غیرت پاتې دی او نه مو مسلماني د اسلام له اوصولو سره برابر دي . زمونږ په منځو کې دښمنیانې موجودي دي ، قوم پرستي موجوده ده ، قوم او قبیلو باندې ویشل شوی یو ، هغه ملت چې یو وخت کې به د نړی رهبری کوله اوس د پردیو غلامي کوي، خپله ځمکه ، خپل هیواد ، قوم ، دولت او نسلونه ټول  دښمنانو په اختیار کې ورکړي او په خپله هم د پردیو ماموریت کوي چې دا دي ټولو نه لوي د زلت او بې ایماني نښه ده. له همدي وجه  اسلامې هیوادونه نا امنه شوی دی او همدی ناامنیو نه کفری هیوادونه خپله ګته تر لاسه کوي.

په دغه اسلامې نا امنه هیوادو کې افغانستان هم شامل دی. افغانستان هم ډیر په بد حالت کې قرار لری، یو طرفته ته نړیوالې دسیسي او د هغوي نوي ، نوي پلانونه په افغانستان کې عملي کیږي او  بل طرفته مو داخلي جنجالونه هم خپل اوج ته رسیدلي دي چې ټول هیواد  کې يي ناامنې خپره کړې ده او هم مو  سیاسې ، اقتصادی ، او ټولنیز حالت زیانمن شوی دی.  همدغه داخلي جنجالو له وجه دولت هم له ستونزو سره مخ دی ځکه که دولت سیاسي حالت سموي  اقتصادی حالت تری خرابیږي ،که  اقتصادی حالت د سمولو هڅه کوي ټولنیز حالت له ستونزو سره مخ کیږي، له یوه آفت نه هیواد ژغوری ، بل آفت  سر راپورته کړي ، له یوه جنجال نه دولت ژغوری بل جنجال ورته تیار ولاړ وي  مثالونه   يي د قندوز سقوط ، د داعیش پیدا کیدل ، طالبانو حمله په هلمند  د نوزاد ، نادعلی ، او کجکي ښارونو سقوط ،  او له ټولو نا امنیو سره ، سره د افغانستان په سرحدونو باندې د ګاونډی هیوادونو تعرضونه او په تورخم باندې د دروازي جوړول او داسې نور ډیري ستونزی زمونږ په هیواد کې روان دي. په افغانستان کې ددی ټولو نا امنیو او جنجالونو عوامل په لاندې ډول تر څیړنې لاندې نیسم.

 لومړۍ : ځوانانو ته توجه نه کول: پدي مونږ ټول ښه پوهیږو چې د یو هیواد بقا ، پر مختک او خوشالي دارومدار په ځوانانو باندي ولاړ وي ، افغانستان غوندې هیواد  لپاره ځوانان ډیر اهمیت لري او  زمونږ  په هیواد  کې ځوانان په سلو کې ۷۰  فیصده نفوس جوړوي ، دغه فیصدي چې زمونږ هیواد يي لري د نړي نور هیوادونه  یي نه لری . که چیرته له دي ځوانانو څخه په ښه توګه او د هیواد د ګټې لپاره استفاده وشي نو زمونږ د ټولو افغانانو ارمان به پوره شي ، ځکه ځوانه طبقه کې د کار کولو جذبه او انرژي ډیر ه وي او دوي په هیواد  کې د يو مثبت انقلاب په راوستو کې مهم رول لوبلی شي. خو متاسفانه د افغانستان ځوانه طبقه چې د خپل ګران هیواد سره ډیره مینه لری او غواړي چې د خپل هیواد لپاره د زړه له تل نه ، په جوش او جذبې سره کار وکړي  ،نه یوازی  موقع نه ده ورکول شوي  بلکې  دغه ځوانان د دولت له خوا د خپل هیواد او اسلام  د ګټې لپاره هم سم نه دي رهنمايي شوي . او نه يي دوي  ته د کار کولو ضمینه برابر ه کړې ده ، دغه ځوانه طبقه تل بي کاری ، غربت او ناپوهې کې ساتل شوی دي. همدا وجه ده چې ځوانان مو قوم پرسته مشرانو  ، دولت مخالفینو او پردیو هیوادونو د جاسوسانو په لاسو کې پریوتي دي چې له دوي نه د هیواد  په بربادی او وراني کې تری ګټه پورته کوي. دولت باید ځوانانو ته په خاصه توګه پاملرنه وکړي. ځوا نانو ته باید دولت د کار ضمینه په خپل هیواد کې برابره کړي، دولت باید د ځوانانو دا صلاح او پرمختک لپاره د دولت په چو کاټ کې په هر ولایت او ولسوالیو کې دوامداره غونډي جوړی کړي او هم باید ځوانانو ته د دولت په مصلحتي غونډو کې برخه ورکړي.

دویم: غربت ، بي کاری او نا پوهې :  په کوم هیواد کې چې بي کاري ، غربت او نا پوهې  ډیره وي،  په هغه هیواد کې سوله هیڅ وخت نشي راتلای. ځکه اکثره خلک  د بي کاري او غربت له وجه له دولت سره مخالفت کوي او د دولت ضد اشخاصو سر یوځاي د هیواد د سوله په لمانځه وړلو او د هیواد په ورانولو کې فعاله ونډه اخلي. که دولت غواړي  په افغاستان کې سوله راشي ، نو دوي ته پکار دي چې له هیواد نه بي کاری ، غربت او ناپوهې له منځه ویسي.

دریم : د قومونوترمنځ د عدالت سم  نه پلي کول: زمونږ په هیواد کې  یوه بله لویه ستونزه داده چې د قومونو ترمنځ عدالت په سمه توګه ندي پلي شوی  او له همدی وجه  خلکو له دولته  فاصله اخیستې او هم يي  له دولت  سره  مخالفت  شروع کړی دی. نو دولت ته پکار دي چې د قومونو ترمنځ تعادل په نظر کې ونیسي او یو قوم د بل قوم نه بهتره ونه ګڼي.

څلورم:  ټول دولتې ادارو ته باید آمر وشي چې د خلکو خدمت په درسته توګه اجرا کړي ، عامو خلکو ته زخمت او تکلیف ور نه کړای شي او هم ټول دولتي اورګانونه په خاصه توګه امینتي او مالي څانګو کار کوونکې  باید جدي د تعقیب لاندې ونیول شي. هغه کارمندان چې په رشوت او داسې نور اداری فساد کې ملوث وي له وظیفي  وویستل شي او په ځاي نوي ځوانان مقرر شي.

پنځم : د دولت په چوکات کې اکثره هغه کسان دي چې ملت يي ځورولي. دغه کسان چې د ملت د ځورولو سبب شوي دي له دندو ګوښه کړای شي او په ځاي يي په ملت او په هیواد میین کسان و ګمارل شي.

شپږم : پارلمان د زور واکو او جنایتکارانو په ولکه کې دي له دي څخه  باید پاک کړاي شي. راتلونکې پارلمانې ټولټاکنو لپاره د پخوانې ټولټاکنیز سیستم د له منځه ولاړ شي او په ځاي يي داسې یو سیستم جوړ شي چې زورواکې او جنایتکاران  بیا ځل لپار ونه کړاي شي چې پارلمان ته ځان کاندید کړي. ځکه اکثره د پارلمان غړي د اداری فساد سبب شوي دي ، دوي په وزیرانو باندې فشار راولي تر څو د دولت په چارو خپل کسان مقرر کړي  او په  دغه مقرر شوي کسانو باندې هر روا او ناروا کار کوي. د پارلمان غړو دغه کار نه یوازی اداری فساد رامنځته کړي بلکې نا امنې سبب شوی هم دی.

داسې نور ډیر کارونه دي چې دولت باید ورته توجه وکړي او اصلاح يي کړي. یو ښه نظام هغه دي چې د خلکو د صلاحیتونو څخه په ګټه اخیستو سره ټولنه بهتره کړي. دولت ته پکار دي چې د افغنستان د وګړو څخه   د نا امنې ، اداري فساد او داسې نورو نا ارامیو په لمنځه وړلو کومک وغواړي او عامو وګړو او مصلحیتي ټولنو  ته  هم د دولت د چارو په اصلاح کولو کې اختیارات ورکړي.  افغان ولس ته هم  پکار دی چې په هیواد کې چې کوم ناورین روان دي ددي په مقابل کې له دولت سره اوږه په اوږه روان شي او  دولت سره خپله مکمله مرسته وکړي. ځکه ددي ستونزو له منځه وړل یوازی د دولت دنده نده او نه د دولت وسې کار دی.، پدي کې مونږ هم باید له دولت سره مرسته وکړو. نو هله به مقابل لوری کمزوری شی او مونږ به هم  ارامه ، خوشاله او د سکون ژوند په خپل ښکلي هیواد کې تیر کړای شو. د پردیو هیوادونو د غلامی نه به خلاص شو.

د خوشاله او اباده افغانستان په هیله.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *