تاند- ایراني رسنۍ وايي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په وروستیو کې یو خورا افراطي ملا، مولوي محمد ابراهیم، چې په (صدر) مشهور دی، خپل پوځي قوماندان ټاکلی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس وايي، مولوي صدر د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر او حقاني شبکې ته وفادار دی.
محمد ابراهیم د هلمند د سنګین ولسوالۍ د څاروان کلا اوسېدونکی دی او اوس د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په هزاره ګنجي کې اوسي.
دی همداراز د کوټې شورا د پوځي کمیسیون مسوول دی.
تسنیم اژانس وايي، صدر یا مولوي محمد ابراهیم د سولې د خبرو پلوی نه دی او د پوځي قوماندان په توګه د ده ټاکنه د دې ښودنه کوي چې د سولې د خبرو لپاره د ځینو هیوادونو هلې ځلې نتیجه نه ورکوي.