لومړی بحث
راپورتاژ، ژورنالېزم او ادبیاتو ته یو نږدې مهم ژانر دی، چې په ژورنالېزم کې ترې استفاده کېږي. خو جوړل یې بیا ترډېره د لیکوال دنده ده.
لیکوال، ژورنالېست او ادیب؛ دا هغه کسان دي چې چې ددې ژانر په ټولولو، جوړولو او لوستلو کې مهمه ونډه لري.
په نني بحث کې به یوازې د راپورتاژ تعریف (پېژندنه) وکړم، په وروسته بحثونو کې به بیا ددې ژانر په نورو اړخونو، له خپل لیدلوري سره سم نظر واچوم.
راپورتاژ د لاتیني کلمې څخه اخیستل شوی، چې د یوه سیمه ییز راپور د جوړولو په معنا دی. په ژورنالېزم کې هغه لیکنه ده چې هنري ارزښت ولري.۱
یا په بله وینا: هغه لیکنه ده چې په ژوندیو جملو سره پیل شوې وي .۲
او یا داهم: راپورتاژ هغه ډلییزې جملې دي چې انځوریزه بڼه ولري.۳
پورتني درۍ تعریفونه څرګندوي چې باید د (راپورتاژ) پېژندنه په پوره ډول سره وسپړل شي. ځکه دا به بې انصافي وي چې موږ د ژورنالېزم په ډګر کې منډې وهو، د ادبیاتو په کاروان پسې ستړي روان وو، خو د راپورتاژ په جوړولو، لیکلو او لوستلو ناخبره وو.
راځم بحث ته:
راپورتاژ هغه لیکنه ده چې هنري ارزښت ولري:
بېلګه:(( بوډۍ سر په توره ټوټه تړلی ؤ، له ژېړو او شنو جنډو څخه جوړه ستونچه (لاس پټې) یې په ښي لاس اغوستې وه. بلخوا د تناره په منځ کې د اور سکروټې په سپېرو زغالو اوښتې. د کوچینۍ لمبې او نري لوګي سره یوځای به، زړې ښځې خامه ډوډۍ را واخیسته او د تناره په ګرمه تبۍ به یې ووهله. لومړی خو مې ترډېره د هغه د اوبلنو سترګو ننداره کوله، شېبه پس مې ورته سلام وکړ، بوډۍ زما په لیدو خوښي څرګنده کړه، په بیړه یې د تازه پخې شوې ډوډۍ یوه څنډه پرې کړه او ماته یې په رېږدېدلو لاسونو کې ونیوه…)).
راپورتاژ هغه لیکنه ده چې په ژوندیو جملو سره پیل شوې وي:
بېلګه: ((زه همدا اوس د پېښې ځای ته ورسېدم. فضا تر ډېره تور لوګي او خړو ګردونو په سر اخیستې ده، خلک په سخته وېره کې دي هرې خواته منډې وهي، پلورونکي په بیړه د خپلو پلورنځیو دروازې بندوي. درنو لیدونکو! څو شېبې وړاندې په کوټه سنګي کې د اباسین ځدران په نوم، یوه مشهور تجارتي مارکېټ اور واخیست او تردې دمه د اور لګېدنې اصلي علت نه دی په ډاګه شوی…))
راپورتاژ هغه ډله ییزې جملې دي چې انځوریزه بڼه ولري: په دې ډول راپور کې داسې کلمې راټولول، چې د لوستونکو او اورېدونکو په ذهن کې د ټاکلې سیمې د تصویرونو ځانګړی البوم پرانیزي.
بېلګه: (( لوړ چنارونه، هر ډول مېوه لرونکې ونې، د سیند د مستو څپو شور، دنګ دنګ غرونه، تازه هوا، د هر ډول لوبو ډګر او د علم خونه. دا دې وردګو ولایت د چک ولسوالي ده، چې د کابل ختیځ لور ته څه د پاسه په ۵۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري…))