ژباړه محمداکبر حقمل
کله، چې هغه څه ته بدلون ومومئ په کوم څه، چې تل فکر کوئ نو ستاسو اصلي موخې به ستاسو ټولو وختونو ته تمرکز ورکړي. «پیتر دراکر» ویلي دي؛(هر ځای، چې وینئ یو کار سرته رسېدلای وي، نو وبه وینئ، چې د وسواسو یو پښه هلته حتمي شتون لري». هر څومره ډېر، چې په خپلو موخو او لاسته راوړنو فکر وکړئ له کچې څخه زیات به په خپلو کارونو کې د جازبې له قانون څخه ګټه واخلئ. تاسو به د کسانو، فرصتونو، تر ټولو غوره کارونو او هغو سرچینو په جذبولو لګیا شئ، چې تاسو خپلو موخو او اصلي پایلو ته رسوي. تاسو د پلي کېدونکي قانون پر بنسټ او د درلودونکو تجربو  په همغږۍ سره خپلو لوړو موخو ته رسېږئ. کله، چې یوه اصلي موخه ولرئ، چې په اړه یې فکر وکړئ، نو راشئ په اړه یې خبرې وکړئ او همدا اوس مو کار پرې پیل کړئ تر څو ستاسو بهرنۍ نړۍ د هغو د ټولې ښودنې هنداره شي. ستاسو اصلي موخه همدارنګه له تاسو څخه په نماینده ګي کولو سره ستاسو نیمایي هوښیار یا زیرک ذهن په کار اچوي. هر هغه  فکر، هره هغه نقشه یا هره هغه موخه، چې تاسو وکولای شئ په رڼه ډول باندې یې په خپل هوښیار یا زیرک ذهن کې تعریف یا وستایئ، نو ډېر ژر به ستاسو د زیرک نیمایي ذهن په وسیله په واقعیت بدل شي. هر کله مو، چې خپل باور وپېژندلو نو همغه وخت به په خوښۍ سره په خپل کار غوره پیل وکړئ. کله، چې خپل باورونه وپېژنئ نو همغه وخت به له خپل کار څخه خوند واخلئ. کله، چې خپل باورونه وپېژنئ نو همغه وخت به له خپل ژوند څخه پوره خوند واخلئ. هر کله، چې خپل باورونه ونه پېژنئ نو ژوند به مو بې خونده وي او هېڅ کار به په باوري ډول نشئ ترسره کولای. هڅه وکړئ خپل باور ترلاسه کړئ او په باورونو کې ژوند وکړئ. کله، چې په بارونو کې مو ژوند پیل کړئ، نو لس کلونه به د یو کال په څېر تېرېږي. باور او ډاډ ترلاسه کړئ، له خپل ژوند څخه مو پوره خوند واخلئ او خپله راتلونکې مو په خپل باور جوړه کړئ. شک مه کوئ همدا اوس یې پیل کړئ! له ځان سره په خپله موخه مثبت فکر وکړئ! مثبت فکره و اوسئ ترڅو مثبته پایله ترلاسه کړئ! هرڅومره، چې خپلو موخو ته په نه رسېدو باور لرئ په همغه کچه به خپلو موخو ته ونه رسېږئ. خپلو موخو ته په رسېدو سل سلنه باور ولرئ، نو سل په سلو کې به خپلو موخو ته رسېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *