د لويو خلکو لويې ناکامۍ

احسان الله غازي يار

د مراکش او فرانسې په اطرافو کې رالويه شوې غريبه او عادي نجلۍ (Najat Vallaud-Belkacem) د خپل ژوند لومړني وختونه له داسې يو حالت څخه پيل کړي دي، چې اوس په فرانسه کې ډېرې کمې داسې نجونه له ډې ډول سختو شرایطو سره مخ کېږي.

نوموړې په ۱۹۷۷م کال کې په مراکش هيواد کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نجات د مراکش هيواد د نېډور ولايت په يوه اسلامي او اطرافي کورنۍ کې زيږېدلې ده.

نجات په دې کليوالي سیمه کې يو عادي ژوند درلود. په ماشومتوب کې به يې درانه کارونه تر سره کول. نوموړې يوازې د څلورو کالو وه، چې له کوهي څخه به يې اوبه راوړلې او همدارنګه دې به د خپل کلي په وښياڼو کې رمې پوولې.

د ماشومتوب د همدې درنو کارونو له امله وو، چې نوموړې د خپل راتلونکې ژوند په پړاوونو کې د خپل شخصیت تر اعظمي پوړيو پورې ورسېده. دغه زيارکښه نجلۍ لا هماغسې کوچنۍ ماشومه وه، چې له خپلې کورنۍ سره په ۱۹۸۲م کال کې له مراکش څخه د فرانسې په لور وګوچېده؛ تر څو هلته له خپل پلار سره چې په فرانسې کې يې د ساختماني کارګر په توګه کار کاوه، يو ځای شي.

په فرانسې کې نجات او د هغې کورنۍ له زياتو کلتوري ستونزو سره مخ شول. په دې ستونزو کې يوه ستونزه دا هم وه چې دوی له فرانسوي ژبې سره هيڅ بلدتيا نه درلودله. دغه نجلۍ د يوې ريښتينې اتلې په توګه هيڅکله دې ستونزو او خنډونو ته تسليم نه شوه. نوموړې هيڅکله د دې په فکر کې نه شوه چې هغه يوه مهاجره، مسلمانه او د وروسته پاتې کورنۍ يوه غړې ده؛ بلکې هغې د خپلو خوبونو د ريښتیا کولو لپاره تل په خپلو هڅو بوخته وه.

 نوموړې وشوای کولی چې د کالج د لومړني کال په ختمېدو سره فرانسوي ژبه په ښه ډول سره زده کړي. هغې خپلې لوړې زده کړې د سیاسي علومو په برخه کې سرته ورسولې. ښاغلې نجات يو وخت ګارډين ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو: «د يو هيواد، د يوې کورنۍ او د يو بنياد پريښودل دردناک دي، زما پلار له وړاندې دلته د ځان لپاره ځای پيدا کړی و؛ خو ما او زما مور ته ګرانه وه چې له دې ډول حالت سره ځان عادي کړو».

 نوموړې د دې تر څنګ چې په خپل ژوند کې پرمختګ ورته ډېر مهم ښکاريده، د مور او پلار د اقتصادي هوساینې لپاره يې هم کار کاوه. دغې نجلۍ ته د فرانسوي دولت د ځينو نيمګړتياوو تحمل کول ګران وو.

 نو په دې خاطر په يوه سوسیالیستي ګوند کې د دولت د نيمګړو کړنو په وړاندې ودريده. وروسته نوموړې په ساحوي کچه د Councillor په توګه په ټاکنو کې ځان نوماند کړ او په دې ټاکنو کې يې برياليتوب په برخه شو. د نوموړې لپاره دغه برياليبتوب د نورو راتلونکو لویو بریاوو لپاره يوازې يو پيل و.

په ۲۰۱۲م کال کې نوموړې د ښځو چارو د وزيرې په توګه وګمارل شوه. د دې د سختو هڅو په پايله کې بالاخره نوموړې په دې بريالۍ شوه چې په ۲۰۱۴ کال کې د نوې کابینې په منځ ته راتلو سره د پوهنې وزيرې په توګه د فرانسوي دولت په کابينې کې ځای پيدا کړي. نوموړې اوس د ۳۸ کلو ده او لومړنۍ ښځه ده چې د دې هيواد د پوهنې وزيرې په توګه دنده اجرا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *