ژباړه: رازمحمد نورزی پکتیاوال دوهمه ژباړه
مخکي له دي چي‌دغه لیکنه ولولی (که چیرته په لیکنه کې املايي غلطي شوي وي ډیره دیره معافي غواړم) او نظر ته مو هم سترګي په لاره یم تر څو آینده کې ښي ترجمي وکولای شم او تاسو سره به يی حتماْ شریکوم.
ددغه لیکني تفصیلي ځواب هم د ترجمي لاندې دي ترجمه کوم يي هغه هم تاسو سره شریک کوم.

مختصره ځواب:
یو د هغو لارو څخه چي دښمن په ګونډه کښینوي او پر هغه تسلط پیدا کوي هغه رواني جګړه دي، چې د نظامي او فزیکي جنګ جګړو څخه يي تأثیر په مرتبو پورته او مفیدیت يي ډير دي. ستر لارښود رسول اکرم (ص) د بعثت په لومړیو کې د دښمن سختو رواني هجومونو او تبلیغاتو سره مخامخ شو، آنحضرت (ص) خپل اخلاقي او انساني اصول يي خپل او د اسلامي ابتکار يي په کار واچولو چي بهترینه ټاکټیک څخه يي استفاده وکړه چي رواني جنګ يي په دوو برخو وویشلو او په لاره يي واچولو یو د اسلامي مبارزینو روحيي ته يي تقویت ورکړ او بل يي د دښمن روحيه يي ضعیفه کړه.

د جامعي پیشرفت سره سم او د مبارزي او میدان ګټني پیچلتیا ته په کتو سره ویلای شو چي رواني جنګ جګړي ډیره د نظامي جنګ جګړو څخه اهمیت پیدا کړی چي د هیوادونو د جزئي فعالیتونو لکه سیاسي، نظامي، اقتصادي او اجتماعي په بخشونو کې يي ځای ونیولو.

نن ورځ د سیاسي ، نظامي، اقتصادي، اجتماعي او تبلیغاتي فعالیتونو مهمه بخشونه د استعمارګرو او استکبارګرو هیوادونو د رواني جنګ د عملیاتو خدمت په خاطر د هدف تر لاندې هیوادونو خلکو تر منځ ځای نیسي چي هدف يي پټ تسلط او غیر ملموسه غرض پر هغوی باندې دي چي اساسي هدف ته د لاسرسي یا رسیدو په خاطر پر دوو (۲) مهمو امرونو تأکید شوی چي عبارت دي له :
الف: د نا هیلیتوب او مایوسی پارونه ؛ ب : د رعب او وحشت (ویري) پیدا کول او رامنځته کول دي.

رواني جنګونه او جګړي مختلف ډولونه لري د هغوجملو څخه : د با هدفه شایعي جوړول ( د هیواد مسؤلینو پروړاندې بدبیني نا امیدي جوړول، د خلکو تر منځ اضطراب او نګراني پیدا کول، د مسؤلینه شخصیتونو ترور، د باورنو له منځه وړل، د اجتماعي فضا ناسالمول ، د خلکو تر منځ تفرقه جوړول پیدا کول) د واقعیتونو تحریف ، اغراق او مبالغه ، تفرقه او فریب جوړل او رامنځ ته کول …

مهمترینه او اړینه لارې د دغه جنګونو سره مقابله او مبارزه کول زمونږ په اسلامي جامعه کې چي د هغه کارايي د تجربو سره ثابت شوي هغه عبارت دي له :
۱- په لوی څښتن تعالی توکل کول .
۲- د دښمن په پیژندلو کې بصیرت او ورسره د مقابلي لارې .
۳- پر ځان باوري، خپلي دیني لارې خپلول.
۴- د داخلي جبهي کنټرول او د هغي تر منځ انسجام او نظم رامنځ ته کول.
۵- د جامعي د خلکو تر منځ ملګرتوب او یووالی جوړول او رامنځته کول
۶- د رښتیا ویلو کلتور رواجول او د دروغو څخه پرهیز کول.
۷- د داخلي توانمندونو او ابزارونو څخه فایده آخیستل د عزت او ملي اقتدار د جهت پر لوري پر مخ تلل.
۸- د ښاریانو(هیوادوالو) لپاره زده کړي ورکول تر څو د حقیقت او تبلیغاتو تر منځ فرق وکړلای شي.
۹- د دښمن د ضعیفه نقطو پيژندنه.
۱۰- د علني فعالیتونو او دښمن سره مخامخ کیدو په وخت کې د خپلو ارزښتونو څخه دفاع .

په درنښت

ادامه لري…

 

One thought on “د رواني جنګ جګړي پر ضد اړینه مبارزه څه دي؟/ژ:راز محمد پکتياوال”
  1. سلامونه پکتيا وال صيب ډيره ښه ليکنه ده خو لږ املايي تيروتنې لرې که دننه په هيواد کې ېې ماسره په ايميل او ياهم په ټليفون اړيکه ونيسه زه درسره مرسته کولای شم ،ځکه يو څوک په ژباړه خواري هم وکړي او بيا ،چې نيمګړتيا ولرې ښه نده
    ۰۷۰۸۱۹۸۲۵۸
    [email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *