تاند- پاکستان موافقه وکړه چې د سپین بولدک ترانزیتي لار له نژدې دوو اوونیو وروسته پرانیزي.
دا لاره پاکستان وروسته له دې بنده کړه چې یو شمېر قهرېدلیو افغان مظاهره چیانو په وېش کې د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړ.
مظاهره چیانو وروسته له دې د پاکستان بیرغ وسوځاوه چې پاکستانیانو د افغانستان بیرغ او د ولسمشر غني عکس وسوځول.
د پاکستان سرحدي ملېشه ځواک وايي چې د سپین بولدک – چمن لار به، چې د اګست په ۱۸ مه بنده کړای شوې وه، سبا /پنجشنبه/ له ۱۳ ورځې بندېدا وروسته پرانستل شي.
د دې لارې د بندېدو له کبله افغان سوداګرو د ملیونونو ډالرو مېوې او نور خوراکي مواد ضایع شول.
پاکستان وروسته له دې د دې لارې د پرانستلو پرېکړه وکړه چې هند اعلان وکړ چې افغانستان کولی شي خپلې مېوې د هوا له لارې هند ته بې مالیې صادرې کړي.
افغان سوداګر وايي، پاکستان هر کال د مېوو د صادراتو په موسم کې په یوه او بله پلمه وېش بندوي او افغان سوداګرو ته مالي زیان اړوي.
پخوانیو رښتیا ویلی دی چې دوست او دښمن په سخته ورځ کې معلومیږی.