هغه مسافر چې د دوبۍ له طريقه د اريانا افغان هوايي شرکت په مرسته کندهار او کابل ته سفر کوي، شکايت لري، چې بيکونه او نور وسايل چې ورسره وي، حتى مياشت وروسته هم نه ورکول کېږي.

عبدالله پيمان چې وايي د جولاى په نيمايي کې يې له دوبۍ کندهار ته پرواز درلود، خو بيک ورته څو اوونۍ وروسته ورکول شو. هغه هم مات مات شوى و.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه: ”اريانا هوايي شرکت پر مسافرو سم رشخند شروع کړى، يوازې خپلې پيسې اخلي کله چې مشکل سره مخامخ شو، يو مسوول يې هم نه شې موندلاى چې ستونزه دې حل کړي“

د کندهار په وايي ډګر کې د اګست په نيمايي کې هم تر لسو زيات مسافر د اريانا افغان هوايي شرکت د کاونټر مخې ته ولاړ وو او شکايت يې درلود، چې د دوى ټولو يو يا دوه بيکونه نه دي ورسپارل شوي.

اريانا افغان هوايي شرکت چې شپږ لسيزې يې له تاسيس کېږي، پخوا د افغانستان يو له باوري او باعوايدو شرکتونو ګڼل کېده، نن سبا ورڅخه د افغانستان په سطحه شکايتونه زيات شوي دي.

مسافر شکايت لري، چې داخلي پروازونه يې اکثره وخت پر ټاکلې موده نه ترسره کېږي، کله کله لغو شي يا هم په ډېر ځنډ کېږي.

اروپا ته د دغه هوايي شرکت پر الوتنو د ٢٠٠٦م کال له اکتوبر راهيسې د خونديتوب په برخه کې د اندېښنو له کبله بنديز ولګېد، چې تر اوسه پورې نافذ دى.

يو بل مسافر هم چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي له دوبۍ څخه يې کندهار ته له سفره درې اوونۍ تېرېږي،  هره ورځ په کندهار کې د اريانا هوايي شرکت دفتر ته ورځي چې څوک يې د بيکونو د برخليک په اړه معلومات ورکړي. دى وايي هېڅ مسوول يې مشکل نه حلوي.

اريانا هوايي شرکت په اوونۍ کې له دوبۍ کندهار ته دوه پروازونه لري.

تر دې مخکې فلاى دوبى له دوبۍ کندهار او له کندهاره دوبۍ ته الوتنې درلودې، خو له څه مودې راهيسې دغه الوتنې بندې شوې دي. څه موده مخکې داسې راپورونه ورکړل شول، چې ترکش ايرلاين Turkish Airlines هم ښايي له استانبول نه کندهار ته الوتنې پيل کړي.

په کندهار کې د اريانا افغان هوايي شرکت مسوول اشرف شريفي وايي د بيکونو د ځنډ ستونزه لري، خو اصلي مشکل په دوبۍ کې دى، چې هلته د دې شرکت کارکوونکي بېغوري کوي.

په کندهار کې د دغه شرکت يوه بل کارکوونکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل، دوى په دوبۍ کې له مرحبا شرکت هم سره هم ستونزه لري، ځکه دغه شرکت له افغان اتباعو سره په ښکاره ډول تبعيض کوي او د بيکونو په انتقال کې ورسره همکاري نه کوي.

محمد رفيق هم يو له دغو مسافرو دى چې وايي په ډېرو لالهانديو ستړى دى:

”اريانا که له مرحبا سره مشکل لري، دا د دوى خپله داخلي ستونزه ده، زه خو د مسافر په حيث حق لرم له اريانا خپل د حق پوښتنه وکړم.“

د مرحبا شرکت يوې کارکوونکې کرستين مايي سي پاندا Christine Mae C. Pineda وايي دغه شرکت معذرت غواړي که مسافرو ته بيکونه پر وخت نه ورکول کېږي، خو تر وسه- وسه کوښښ کوي، مسافر له دغې ستونزې سره مخامخ نه شي.

په کندهار کې د اريانا هوايي شرکت يوه کارکوونکي وويل په دوبۍ کې د دغه شرکت مسوول کس په واسطه مقرر شوى، چې حتى د دوى رسمي ايميلونو ته هم ځواب نه وايي او په خپلو کارونو کې همېش ناغېړي کوي.

ده له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنه وکړه، چې اريانا هوايي شرکت وژغوري.

په اريانا افغان هوايي شرکت کې مخکې په پراخه پيمانه د درغليو او اختلاس راپورونه ورکول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *