عطا محمد نور

تاند – د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عمر وایي چې د زارع ولسوالۍ د امنیې قوماندان اکرم زارع د وسلې په زور مجبور کړی چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او هغه یې په زور له ځان سره بوځي.‌

محمدعمر
محمدعمر

محمد عمر په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ژاړي او فریاد کوي چې اکرم زارع له خپلو وسله والو سره د نوموړي کور ته ورغی او درې ورځې وخت یې ورکړ چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او که طلاق ور نه کړي هغه به یې ووژني.‌ ښاغلی عمر وایي چې د زور له لارې مجبور شو چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړي.‌

محمدعمر وايي چې هغه د شوي ظلم له امله څو ځلې د بلخ ولایت مقام ته مراجعه وکړه خو هیچا یې خبرو ته غوږ ونه نیو بلکه د بلخ والي عطامحمد نور هم د اکرم زارع ملاتړ وکړ.‌

محمدعمر وایي چې غواړي فریاد یې جمهور رییس او د ملي امنیت ادارې ته ورسېږي څو د دغې ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي.‌

ویل کیږي چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې چې په کابل کې د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د جمعیت او نظار شورا ځواکونه قدرت ته ورسېدل په کابل ښار کې یې هم ګڼ شمېر نجونې او واده شوې ښځې په زور ودولو ته مجبورې کړې او ویې تښتولې.‌

One thought on “د عطا محمد نور یوه قوماندان یو کس د وسلې په زور مجبور کړی چې خپله ښځه طلاقه کړي”
  1. لکه چې دریمه سقاوی هم را روانه ده . که مخه یی ونه نیول شوه نو لومړی سقاو ته به د « پخوانی کفن کش دی خدای وبښي» خطاب وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *