تاند- د لوګر ولایت پر څرخ ولسوالي د وسله والو طالبانو د نن سهار/پنجشنبه/ ډله ییز برید د شپږو حمله کوونکو او یوه امنیتي ځواک په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د لوګر ولایت پر څرخ ولسوالي د وسله والو ترهګرو برید، چې په موټر بمي چاودنې بیل شو، څو ساعته دوام وکړ خو امنیتي ځواکونو پرېنښودل چې سرزوري د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي او زیات ورانی وکړي.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د څرخ ولسوالۍ امنیه قوماندان او ګڼ امنیتي ځواکونه یې وژلي دي خو د لوګر چارواکي د طالبانو ادعا بې اساسه بولي.
د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل په دې برید کې یوازې یو سرتېری ټپي شوی او ۲ نور ژوبل دي.
د لوګر نورو چارواکو ویلي چې د سیمې له تصفیې وروسته څرګنده شوه چې یو سرتېري وژل شوي او ۶ سرزوري له منځه تللي دي.
د لوګر والي او نورو چارواکو همداراز تایید کړې چې ۱۲ نور سرزوري په دې جګړه کې ټپیان شوي دي.
چارواکو د ټپي شویو سختدریځو په اړه، چې ایا نیول شوي او که تښتېدلي، څه نه دي ویلي.