تاند- حبیب الله کلکاني یا بچه سقاو ته د منسوبو هډوکو د بیا خښولو په مراسمو کې ګډوډي پېښه شوه او د ډزو په تبادله کې یو شمېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د شمال د پخوانۍ ټلوالې مشرانو نن د کابل په عیدګاه جومات کې د سقاو زوی او د هغه د ملګرو د پاتې شونو د جنازې له مراسمو وروسته هڅه وکړه چې دا هډوکي په شهرارا غونډۍ کې خښ کړي خو د جنرال دوستم پلویانو مخکې تر مخکې د سقاو پلویانو ته خبرداری ورکړی و چې په دې تاریخي ځای کې به د افغانستان د تاریخ دا بدنامه څېره خښولو ته پرېنږدي.
راپورونه وايي چې د سقاو سرزورو پلویانو د ازبکانو له خبرداري سره سره د سقاو پاتي شوني شهرارا غونډۍ ته یووړل.
راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي او د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د دواړو خواوو ترمنځ نښته روانه ده.
زه خو داوايم چې دا داسلام له نظره ښه کار نه دى ولې چې زمونږ خوږ پيغمبر محمدص چى چيرته وفات شو نو هماغلته يې دفن کړو او هم داسې الله ج هم فرماميلى دى چى کله انسان وفات شو ښخ يې کړۍ نو مونږ او تاسې ته نه ده پکار چې دمړو هډوکي مو په شا اړولى وى او کله يې يو ځاى او کله يې بل ځاى وړو وګورۍ داټوله بدبختى ده ولې ديو سرتيرى ديو سرباز ديو عسکر پوښتنه څوک نه کوى چې هغه په سنګر کې جنګيږى څوک يې اکمال نه کوى دمړى وړل خو يې لاپريږده نو زما غوښتنه داده چې دخاى لپاره تيرشۍ له دې کارونو نه دوطن دراتلونکى په باره کې سوچ وکړۍ هغه هغسې هم وفات شوى دى