ولسمشر ته پرانیستی لیک

په کابل کې د یوه شخصي پوهنتون محصل یم، دا په شخصي پوهنتونو کې متوسط پوهنتون ګڼل کیږي. نن چهارشنبه ده، استاد صنف ته راغی، د نړیوالو اړیکو درس یې راکاوه. د دغه استاد په اړه ویل کیږي چې له ایرانه ماسټري لري. استاد پر ناټو سازمان خبرې کوي، حیرانوونکې خبرې؛ وايي: ((ایران د ناټو مهم غړی هېواد دی)) همداسې نورې عجیبې او غریبې کوي. ماته درد راځي، ژړا راځي، دا مې درېیم کال دی چې د پوهنتون او لوړو زده کړو په نامه له دې حالت سره مخ یم. نه یې پرېښودلی شم او نه یې ویلی شم. یوازې دا استاد نه دی، بلکې د نورو هم همدا حال دی. د لوړو زده کړو د قانون له مخې زموږ استادان باید ماسټران وي، خو زموږ پر استادانو باندې زما کله شک راشي چې ښوونځی یې لوستی او که نه.

زموږ تر پوهنتون لوېدلي پوهنتونونه هم شته، چې هلته به څه حال وي، استاد به څنګه وي او څنګه به درس ورکوي!!!؟؟؟

له خپلو څو ټولګیوالو سره مو د پوهنتون ادارې ته شکایت وکړ، هلته هم یو کس ناست، وايي خپله مطالعه وکړئ. لوړو زده کړو وزارت ته ولاړو، هلته مو د خصوصي پوهنتونو له رییس او د هغه له یو بل ملګري یوازې بد چلند ولید. بېرته ناهیلی راګرځېدلی یم، زړه مې درد کوي او دا لیک لیکم.

ولسمشره!
 اوسنی شخصي پوهنتونونه له دوکان سره نه تشبه کوم، ځکه ځیني دوکانونه پاک دي، یخچال پکې شته او دوکانداران لږ تر لږه پوهیږي چې له خلکو سره څه ډول چلند وکړي، خو شخصي پوهنتونونه زموږ ځوان نسل تباه کوي، هغوی د لوستو کسانو په نامه بې سواده ټولې ته وړاندې کوي او دا حالت بې څو کاله وروسته موږ له یو دیپلوم لرونکي نالوستي نسل سره مخ کړي.

د خصوصي پوهنتونو ریاست او په وزارت کې چارواکي د څو پیسو په بدل کې زموږ ځوان نستل تباه کوي. ددغه ریاست رییس امیر محمد کامه وال او په ځانګړي ډول ددې ریاست د یوې برخې مسوول فیصل امین چې د وزارت ویاند هم دی، په رسمي ډول له پوهنتونو پیسې اخلي. موږ چې په پوهنتون کې شکایت کوو او د فیس خبره کوو، هغوی واضح راته وایي چې هره میاشت درې زره ډالره باید وزارت ته ورکړي. تر سلو زیات خصوصي پوهنتونونه دي، که هر پوهنتون درې زره ډالره ورکړي، نو تر درې لکو ډالرو اوړي. د لوړو زده وزارت دغه مفسد چارواکي هره میاشت درې لکه ډالره اخلي، خو په بدل کې یې زموږ ځوان نستل د تباهۍ او جهالت کندې ته غورځوي. تاسې یو ځل دغه ریاست ته ورشی، یوازې له پوهنتونو نه، بلکې له محصلینو هم پیسې اخلي، تاسې به په دې ریاست کې د فساد ښکاره بېلګې ووینی. اسناد د یو استاد وي، خو یو بل څوک به یې پر ځای درس ورکوي. هلته یوازې اداري فساد نه، بلکې اخلاقي فساد هم چیغي وهی او فیصل امین ددغه فساد یوه ښکاره تابلو ده.

ښاغلی ولسمشر!

د یو استاد په توګه، د یوه لوستي په توګه، د یو داسې کس په توګه چې له علم او پوهنتون سره پاتې شوی یې، د خدای په لحاظ ددې حالت مخه ونیسه. مه پرېږده چې زموږ ځوان نسل تباه شي. مه پریږده چې د وزارت چاراکي او د خصوصي پوهنتونونو د ریاست رییس او بل غړی فیصل امین جیبونه ډک کړي او ځوانان تباه کړي. یو ځل یو راشه یو خصوصي پوهنتون وګوره، یو ځل د یو څو محصلینو غږ واوره او خپل مسوولیت ادا کړه.

موږ له ترشتوال نه شکایت کاوه، خو اوس له یوې بلا خلاص شوو، پر بله واوښتو، موږ وژغوره، ځوان نسل وژغوره او د افغانستان راتلونکی وژغوره!

د زړه له درده

One thought on “شخصي پوهنتونونه، چټل دوکانونه/ اجمل نیازی”
  1. د افغانستان د لوړو زده کړو نظام او پوهنتونونه بنیادي او اساسي بدلونونو ته ضرورت لري تر څو وکولای شي د نړیوالو معيارونو په اساس او یا اقلاً زمونږ د ګاونډیو ملکونو د لوړو زده کړو د موسساتو په څیر ځوان نسل ته علمي خدمات وړاندی کړی. دی هدف ته د رسيدو لپاره دا ضرور ده چی د افغانستان سیاسي مشران د لوړو تحصیلاتو وزارت او پوهنتونونه د خپلو سیاسي لوبو ډګر ونه ګرځوی او دا چاری هغو کسانو ته وسپاری چی په دی برخه کی لازمه اوضروری پوهه، تخصص او نړیواله تجربه ولری. دلوړو تحصیلاتو وزارت یوی ډیری عاجلی تصفیی ته ضرورت لری.

    په خارج کی ډیر په کارپوه افغانان اوسیږی په ډیرو نړیوالواو معیاری پوهنتونونوکی استاذان او ډیر یی له دی درده کړیږی چی د وطن بچو ته د څه ښودلو زمینه نه ده ورته مساعده شوی. د لوړو زده کړو په وزارت کی دا فکر او اهلیت نشته چی دی پوهانو ته اقل حد په کال کی د یوی یا دوو میاشتو لپاره د تدریس زمینه مساعده کړي. اویا د خارج میشتو افغان استاذانو یو کنفرانس راوبولی تر څو په افغانستان کی د لوړو زده کړو او پوهنتونونو د معیاری کیدو په هکله مضامین وړاندی کړی او نظریات ورکړی.

    له بده مرغه د لوړو زده کړو په وزارت کی تر اوسه هم د پنځوسمی او شپیتمی لسیزی لایحی د اعتبار وړ دی او د هغو په اساس فیصلی کیږی. حتی که دوی کومه نوی لایحه هم جوړه کړی هغه به داسی وی چی د افغانستان په پوهنتونونوکی علمی سویه نوره هم ښکته وغورځوی. یو نږدی دوست می چی په خارج کی یی دوکتورا اخستی ده راته وویل چی د لوړو زده کړو د وزارت د یوی نوی لایحی په اساس هغه د دوکتورا خاوندان چی عمرونه یی له څلویښتو زیاد وی باید دولتی او حتی په شخصی پوهنتونونوکی د استاذ په حیث مقرر نه شی. داده ددی وزارت دعلم او پوهی سره د دښمنۍ یوه ښه بیلګه. په بهرنیو پوهنتونونوکی د اویا او حتی اتیا کلونو په عمرونو پروفیسران شته چی د تحقیق او تدریس په برخه کی خپلو ملکونوته خدمت کوی. له تقاعد وروسته هم کولای شی د قرارداد په اساس په بالمقطع ډول په پوهنتونو کی درس وکړی خو په افغانستان کی د لوړو زده کړو وزارت ددی علمی هستیو د ضایع کولو کوشش کوی.

    زه د ښاغلی اجمل نیازی پاک احساس ته سلام کوم چی ددی وروست وزارت د بیکفایتۍ او فساد په وړاندی یی یوه چغه پورته کړه. په همت مو برکت شه افغانستان ستاسو په شان زلمومحصلینو ته ضرورت لري. د تاند د وزینی صفحی له مدیریت نه هیله لرم چی د نیازی صاحب لیکنه زر لری نکړی.
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *