تاند – د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزي، قوماندان عبدالجبار قهرمان، قوماندان جمعه خان همدرد، حمیدزي لالي، او د ولسي جرګې د مرستیال کلیمزي په شمول یو شمېر مهمو کسانو د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.
پژواک خبري اژانس وایي چې دغو کسانو په خپله ناسته کې د هېواد د وروستیو امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې او یو د بل نظرونه یې واورېدل.
دا لا معلومه نه ده چې آیا د یادو مشرانو په ناسته کې نن د حبیب الله کلکاني د پلوي فعالانو له خوا د شهر آرا د تاریخي تپې د نیولو او هلته د کلکاني د جسد د ښخولو مسئله هم څېړل شوې ده که نه.
تر دې مخکې د سقوي حرکت خواخوږو داسې خبرونه خپاره کړي ول چې له پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو څخه د هغوی په زرګونو وسله وال کابل ته په لاره دي او غواړي چې د وسلو په زور هغه تپه ونیسي چې د جنرال دوستم پلوي فعالانو د تپې د تاریخي حیثیت د ساتنې له امله اجازه نه ورکوله چې د کلکاني جسد هلته ښخ کړای شي.
معلومات