پروفیسر رحمت الله درد

د پښتو شاعرۍ د اعلی ذوق شاعر، ستر عالم او لوی انسان پروفیسر رحمت الله درد د ورپیښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی.

ارواښاد رحمت الله درد (رح) د پښتو ژبې له عظیمو شاعرانو څخه و چې له فیضه یې ډیری لیکوالان او شاعران روزل شوي دي.

ارواښاد رحمت الله درد (رح) خپل ژوند د پښتو ژبې د ودې پرمختګ لپاره وقف کړی وو او د یو عاطفي انسان په توګه په خپلو شعرونو کې خلک مینې، وروګلوۍ او خوشحاله ژوند کولو ته رابللي دي.

د ارواښاد درد (رح) نوم به تل د پښتو شاعرۍ په اسمان کې د یو ځلانده ستوري په توګه پاتې شي او لارویان به یې د عاطفي فکر خپرولو ته دوام ورکړي.

یاران ادبي دېره ددې ستر شاعر وفات کیدل د پښتو ژبې لپاره لویه ضایع بولي او کورنۍ، خواخوږو، مینوالو او فرهنګیانو ته تسلیت وایي.

اروا یې ښاده او ځای یې برین جنت

یاران ادبي دېره/ پکتیکا

2 thoughts on “د ستر انسان پروفیسر رحمت الله درد د مړینې په اړه د خواشینۍ پیغام”
  1. د استاد په غم غمیږو، که ادبي بهیران د پښتو لیکل ( املاء انشاء ) سمه کړي بده به نه وي
    ،

  2. د خپلې پښتني ټولنې په درد دردېدلي او د خوند او ژوند ژمن شاعر رحمت الله درد ستره اروادې ښاده وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *