ژباړه محمداکبر حقمل
۱ باید هغه څه وي، چې تاسو یې په واقعي ډول غوښتونکي یاست. باید په هغه کچه د خپلې موخې د لاسته راوړنې مینوال واوسئ ترڅو چې حتی د هغې په اړه ډېر فکر کول هم تاسو ته خوښي در په برخه کړي. ۲ باید څرګندې او رڼې وي. تاسو باید وکولای شئ ترڅو هغه په ویونو باندې تعریف یا وستایئ. باید وکولای شئ تر څو هغه د یوه کاغذ پر مخ په یوه ډېر ساده او څرګند ډول ولیکئ، چې حتی یو ماشوم یې هم ولوستلای شئ او پوه شي چې ستاسو غوښتنه څه ده؟ ۳ باید د شنجش یا ارزښت ټاکلو وړ وي. یعنې ددې په ځای، چې ووایئ (غواړم له کچې ډېرې پیسې ترلاسه کړم)، باید دې ته ورته یو څه ووایئ( غواړم ۱۰۰۰۰۰ ډالره درآمد ولرم). ۴ هم باید د منلو وړ او هم باید د لاسرسي وړ وي. ستاسو اصلي موخه باید دومره لویه نه وي، چې په پوره ډول نه ترلاسه کېدونکې وي یعنې د ترلاسه کېدو امکان یې نه وي. ۵ ستاسو واقعي موخه باید له پیله بریا ته د رسېدو لپاره یوه منطقي شونتیا یا امکان ولري: یعنې ۵۰ سلنه شونتیا باید ولري. که چېرې له دې څخه وړاندې تاسو هېڅ کومې لویې موخې ته نه یئ رسېدلي، نو یوه ستره موخه، چې د لاسرسي شونتیا یې له ۸۰ نه تر ۹۰ سلنه وي د خپل ځان لپاره مو یې رسم یا جوړه کړئ. په پیل کې یې د خپل ځان لپاره آسانه کړئ. وروسته له هغې تاسو کولای شئ، چې په پوره انګېزې سره د خپلو لویو موخو په لور حتی په ډېر کم چانس باندې خوځښت وکړئ. اما په پیل کې هغه موخې، چې د لاسته راوړنې شونتیا ولري او د بریا د چانس سره د منلو وړ وي د خپل ځان لپاره رسم کړئ، په داسې بڼه، چې د کار له همغه پیل څخه د خپلې بریا ترلاسه کولو پوره ډاډ ولرئ. ۶ ستاسو واقعي موخه باید له خپلو نورو موخو سره همغږې وي. تاسو نه شئ کولای په یوه وخت کې هم له شغلي او له مالي نظره بریالي واوسئ. ستاسو اصلي یا واقعي موخې باید له وړوکو موخو سره په همغږۍ کې ستاسو د ارزښت په سویه یا کچه وي.