د ټولنيز پڅ دريځ پايلې/ ذبيح الله رحيمزی

   موږ هر څه له نورو غواړو. له نظام هغه څه زموږ غوښتنه وي چې خپله يې تر پښو لاندې کوو. د ټولو غږ دا دی چې قانون دې پلی شي؛ خو هېڅوک حاظر نه دي  قانون ته غاړه کېږدي. قانون خو  د خلکو لپاره جوړېږي يعنې قانون د ټولنې لپاره دی، کله چې زه او ته قانون ته غاړه کې نه ږدو خو ونه شوه کنه، ځکه زه او ته نه موږ جوړېږو او ټولنه پر ما او تا جوړه ده او ما او تا د ټولنې برخه يو. خبره مې دا وه چې حکومت که هر شی شي؛ خو چې ما او تا يې ملا ونه تړو هېڅ نه شي کولی.موږ هسې تش په خوله ځانونه يو ملت بولو. قوم، سمت او نژاد موږ ته تر يو سيوری وړاندې ډېر ارزښت لري.

ملت که مليت؟

   موږ په ملي مسايلو کې هم تر يو ملت مليت ته ډېر پام کوو. ملت د ملي ارزښتونو او ټولو مليتونو د ګټو لپاره کار کوي، خو مليت بيا يوازې د خپل ځان لپاره کار او ارزښت ساتل دي. ملت د وګړو هغه پراخې ډلې ته ويل کېږي چې د يو دولت تر واکمنۍ لاندې په ځانګړي قلمرو کي اوسېدنه ولري، ګډي هيلې، ګډي غوښتنې، ګډي موخې او ګډ ملي ارزښتونو درلودونکي اوسي. دلته خبره په همدې ګډ کلمه کې ده چې موږ ورته  غاړه نه ږدو. موږ د پلاني او بستاني په نېږدې والي او خپلو راتلونکو ګټو او خطرونو ته په کتو دريځ کې درېږو؛ خو بيا هم د اصلاحاتو غوښتنې کوو چې سمون بيا په دا ډول پڅو دريځونو نه شي راوستل کېدای.

اراده نشته؟

   يوه خبره د ارادې هم ده.  موږ تر ډېره په خپلو شخصي ګټو ډېر باوري يو، هغه څه چې ټولې ټولنې ته ګټه رسوي، هلته بيا ځان ګوښه کوو.  حکومت چې په دا دومره بې غورۍ کې د يو فاسد غاړې ته لاس ور وړي، د همدې ټولنې د وګړو د غبرګون سره مخ کېږي چې موږ تاسې يې ډېر مثالونه لرو. موږ له حکومته د اصلاحاتو غوښتنه کوو، بيا چې يو اقدام کېږي همدا زما او ستا له ډلې يوه ډله مخکې درېږي او په سپين سترګۍ زما او ستا او د ټولنې ته لکه د زهرو ډک انسان  په ښه والي قسمونه خوړل کېږي، نارې پورته کېږي او نظام په تعصب،بې لارۍ،  بې باکۍ او نورو نومونو ننګول کېږي.

څه وشي؟

   تر هغې چې په ټولنيز پوړ کې د اساسي بدلون هڅې ونه شي د يو سالم نظام او حکومتدارۍ غوښتنه په دومره کمو شېبو کې خيال دی. ټولنه چې ورغېده بيا هېڅوک له کرښې پښه نه شي اړولی. ولسواکه حکومتونه چې مجبوراً ټولنې ته رجوع کوي او بايد وکړي اوس چې د ټولنې دريځ دومره پڅ او په شخصي ګټو او مادياتو ولاړ وي؛ نو حکومتي سېستم په يو شخص نه شي چلېدای چې ټولنه پسې په يو غږ ودرېده حکومت سا اخلي، حکومت حکومت شي، قانون به په ټولو پلي شي. موږ که نور هر څه شاته پرېږدو، ګډې هيلې، غوښتنې او موخې او ملي ارزښتونو ته په درناوي اومنلو قايل شو، بيا د حکومت او نظام د بې لارۍ مخه نيولی شوو او که چېرې موږ دا وکړل نظام هېڅکله هم د يو موټي ملت د ارادې خلاف قدم نه شي اخستلی.

One thought on “د ټولنيز پڅ دريځ پايلې/ ذبيح الله رحيمزی”
  1. پڅ دریځ ګڼ عوامل لری چه اهم یی د حدیث شریف په بنا ،کله چه امرا او علما فاسد شی تول ملت فاسدیږی ،دملت جوړونی لپاره نه حکومتونوو او نه علما کوم ملموس فعالیت کړی او بیا سیاسی تنظیمونه او احزاب دکمونستانونه نیولی تراسلامی او اخوانی ډلو پوری دملت جوړونی پرځای قتل عام ،انحصار،نفاق،لوټ او د خود کفایی پر ځای پر پردیو اتکا تر ننه دوام لری نه اخوت مو ولید نه شفقت د امیر ،نه عدالت،نه سالم قیادت او نه سالم تربیت.
    په تیرو ۳۸ کلنوکی دسیاسی ډلو جاهلی رقابتونو دا ملت دړی وړی کړ هیڅ یو هم د ملت جوړونی لپاره څه نه درلودل او هریوه پخپل وار مصیبتونه زیات کړل
    نولدینه چه هر حزب اوتنظیم په انحصار،لوټ او نفاق کی ملوث دی اوشریی له خیرنه لوی دی او تربیتی نظام دخیر اوخدمت لپاره نلری باید منحل او غیر قانونی وګرځول شی دوی باید په خیر اوخدمت کی مسابقه کړی وای نو باید هغه صالح او خادم ځوانانو ته دی وخت ورکړ شی چه د خدمت او خیر ظرفیت لری
    اوترسالم قیادت لاندی سالم تربیت او خدمت ته جدی پاملرنه ولری اوجدی څارنه یی ضروری ده ،مع الا سف اوس وزارت عدلیه له ملحد ترهغه مسلمان او اخوانی تنظیمونو پوری رسمیت ورکړی چه ارکان یی سمبول دغلا ،انحصار او شرانګیزی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *