چې دستار تړي هزار دي

د دستارسړي په شمار دي

********************

مرحوم عبدالکریم خان اندړ د مرحوم ولي محمد خان په کور کې له نن څخه کابو ۹۵ کاله  وړاندې د اندړو ولسوالی دن ظرخان بابا په کلي نړۍ ته سترګي وغړولي. خپلې لومړنۍ زده کړې يي په خپل کلي او سیمه کې د هغه مهال له دیني عالمانو څخه و کړي.

 د دینی کتابونو دلوستلو ترڅنګ یې نظمیات ولوستل، مثنوی معنوي، یوسف زلیخا جامی ،ګلستان،بوستان،دیوان حافظ،یی هم یادکړل،دپښتواوفارسی ژبو دادبیاتو اوتاریخ په برخه کې  یی  هم معلومات ترلاسه کړ.ان دځوانۍ په شپو ورځو کې يې دمیرزا صاحب په لقب خپل کړ.دپلار له مرګه وروسته يي دکورنۍ دچارو دمسولیت ترڅنګ دقوم خدمت هم ورله غاړې شو.چې په ورین تندي يي دخپلو خلکود خد مت په خاطر ملاوتړله،دهغوۍ په منځ کې یی دشخړو،جنجالونو اوخپګانونو په له منځه وړلو کې برخه اخیسته،اوهم يي دهغوودماشومانوزده کړې ته پام کاوه.ویل کیږي دنظرخان بابا په کلي کې ښوونځي چې اوس دلیسې کچې ته رسیدلي.دده دهڅوپه پایله کې په رسمي ډول جوړشو.مرحوم اندړصاحب یومیلمه پال اوغریبنوازشخصیت و. په دسترخوان به يي  زیاتره وخت میلمانه ناست ول.هسي خو افغانان په میلمه پالنه کې نوم لري .داندړقام هم د میلمانه قدر کوي او په درنه ورته ګوري.کله به چې زموږدمشرانوپه منځ دمجلسونوپه مهال دمرحوم اندړصیب یاد وشو.نوزما مرحوم نیکه «بابا» عبدالحنان خان به لومړی داخبره  کوله

پښتانه وايي: میړه مړکه خومیړانه يي مه وژنه،بیا به یې پسي زیاته کړه:افسوس مرګي عبدالکریم خان ژریووړ.اوله دې خبروسره به يي دسترګوپه شاوخواکې داوښکوراڼه څاڅکې وځلیدل.هغه به دمرحوم اندړصیب په اړه داخبره زیاته کوله.ښه میرزا، پوه،دقام خدمتګاراو میلمه پال  سړی و.بیا به يي داهم ویل: دپیرخیل بابا اولاده ټول ډوډۍ مار اومیلمه دوسته خلک دي.

پیرخیل داندړودقبیلې یوښاخ دی. چې اندړ صاحب هم دغه ښاخ ته منسوب دی. ډیری وخت به زموږ دمشرانوپه منځ کې مرحوم عبدالکریم خان اندړپه نیکۍ یادیده.او دامجلسونه به مرحوم اندړصاحب ته په دوعاوو پای ته رسیده.

مرحوم عبد الکریم خان اندړپه تول تللی شخیصت و.دخوشال بابا په دستارنامي کې چې کوم  شل صفتونه اوهنرونه دخان، دقوم دمشراوسالارپه اړه یاد شوي تر ډیره د ده په شخصیت کې موندل کیدل. زموږ مشران یی اوس هم یادوې.کله چې دچا دمیړانې سخاوت،جوادت،میلمه پالني خبره رایاده شي. نوبیا هم داندړ صاحب په یادونه پیلږي. زموږ دکلی مشر اوجهادی شخصیتمعصوم خان اوس هم وايي :میرزا صاحب عبدالکریم خان اندړبه تل ویل:چې کاشکي دادسړیو نومونه تر شپاړس اوشل کلنۍ پورې نه ایشودل کیدای چې نارینه توب يي معلومیدای بیا يي نوم ورته غوره کولای. هغه به ویل اوس پلرونه  په خپل ماشوم په وړکوالي کې شجاع ورباندې نوم کیږدې. چې بیا لوی شي. ددغه نوم صفت هم ونه ساتي هغه به شاه شجاع دساری په توګه یاداوه .معصوم خان وايي:میرزا عبدالکریم به ویل : په ماشومانو چې کوم نومونه ږدو باید ښه نوم ورته غوره کړو او ورسره کوښښ هم وکړو.چې لږترلږدهغه نوم صفت خو وساتلای شي.

مرحوم عبدالکریم خان اندړ یولړ رسمی دندې هم سرته رسولي.چې په بله لیکنه کې به يي په اړه څه وکاږو. خو دی دخپل قوم دخدمت له امله ډیرژر له رسمی کارونوڅخهلاس په سر شو.

اندړ صاحب ددې ترڅنګ چې په تاریخي،علمي اوفرهنګي برخه کې  یې زیا ته مطالعه او معلومات درلود.دقومونودنسب  اوشجري په برخه کې یی  هم لوی لاس درلود.اوداندړودقام دنسب اوشجري په اړه يي هم یوجامع اودکره معلوماتو قلمی اثرلیکلی.په دغه ارزښتمن اثرکې داندړودقبیلې اوپه شلګر،قره باغ،ده یک،ګیرو،مقر،واغظ،جغتو… سیمو کې دمیشتوقومونوپه اړوند  معلومات  وړاندی کړي. اوداندړو د قام  خو يي ټول ښاخونه راپیژندلي. مرحوم عبدالکریم خان اندړ له زیاتو بوختیاوو سره سره  بیا هم لیکني کوله شاعري یی کړي. اوژباړې ييا هم کولې. دنورولیکنو اوشعرونو اوجملې څخه يي چې ما لیدلي.  ۱یوه شعري ټولګه ده.چې پکې ترنږدې دوه سوه شعرونه خوندي شوي دي.«۲  نجمای شیرازې »دا اثرپه پښتو ژبه په نظم اوشعري سکښت کې ژباړل شوی. دغه ژباړه راپه ګوته کوي چې اندړ صاحب په فارسي ادبیاتوکې هم  دپراخي مطالعې خاوند و.اوکولای یی شوای چې ددغې ژبې له ادبیاتو څخه ان اشعار هم  په ښه ډول پښتوژبې ته دشعرپه چوکاټ کې راوژباړې. هغوۍ چې دژباړې کار کوي. داورته ښه معلومیږي.چې دشعرژباړه څومره ستونزمن کار دی. موږ په تیر کې ډیر کم دګوټو په شمار داسې کسان پیژنو. چې دغه له شواخون څخه ډک کار ته يي ملاتړلې وه. لکه عبدالقادر خان خټک چې دسعدي ګلستان يي دګلدسته په نوم په خورا مهارت په پښتو ته را ژباړلی. یاهم حمید مومند بابا چې نیرنګ عشق يي په روان ډول ژباړلی.نجما شیرازي هم داسې یو اثر دي چې دشعر په ژبه ژباړل شوی. دغه اثر هم تریوسل اوپینځوسو زیات مخونه لري.ددغو دواړو اثرونوپه اړه به معلومات په راتلونکي کې وړاندې شي. دمرحوم دمړیني په اړه يي مشر زوی عبدالحکیم کریمی چې هغه هم دپښتوژبې ښه شاعر اولیکوال دی وایی:

 پلار مې مرحوم عبدالکریم خان د۱۳۵۲ هـ ش کال کې د۵۲ کالونوپه عمر دورپیښې ناروغي له کبله  له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.

خوترشا يي په زرګونو له ارمانونوډک زړونه اوله اوښکوډکې سترګي پریښودې. داهم دمرحوم عبدالکریم خان اندړ دیوه شعر بیلګه چې دخپلې یوې شعرې ټولګي په پای کې لیکلی.

دوعا

تل مې فریاد په صبح اوشام دی

له خپل عمله مې داکلام دی

کښت مې دزوزانوپه دې دنیا دی

اوس مې توبه په نصوحا دی

دغفلت خوب په ما حرام دی

له خپل عمله مې داکلام دی

توبه توبه له بده کاره

عفوه مې وغواړه رویداره

دیوال مې تهداب یی خام دی

له خپل عمله مې داکلام دی

ځوانۍ مې تیره په غفلت شوه

په بدبینۍ په سخت افت شوه

سخته ختل په زینو د بام دی

له خپل عمله مې داکلام دی

اندړه یاره خاوري باد کړه

دعرصات ورځ درپه یاد کړه

په عمل جنګ دی نه په نام دی

له خپله عمله مې داکلام دی

******

داهم دمرحوم عبدالکریم خان اندړ دژباړې یوه بیلګه .

راتاوو په زړه مې بیا اندیښنه دی

حال مې خراب دی زړه مې خپه دی

افسوس په داژوند ، په داهمت دی

نه موعلم ادب شته نه موحکمت دی

مزدوري کاندو له کماله پټ یوو

غلام ده فخر تعلیم ته څټ یوو

دمکتب نوم  خو بد رالګیږي

هرڅوک په هرځای ځیني ویریږي

*********

 مرحوم عبدالکریم خان اندړ ددغه اثر په پیل خپل ځان داسي راپیژني.

په غفلت کې مې شوواړه عمر تیر

اوس له ځان اوله نوروشومه سیر

زه له پلاره څخه پاته مراهق

په مجلس کې وم شریک دهر فاسق

شپه اوروځ به نواهي وم ګرفتار

اوس ګوښه غواړم که زه شوم برقرار

چې په ښوبدوخبریم کړم ارمان

دباقي عمرپه سوچ کې یم حیران

ماپه زړه کې اول خیال کړو برابر

چې ګوښه به شمه جوړ به کړم دفتر

یولوی تاریخ دپښتنوپه حقیقت

به تصنیف کړم که څوک راکړي مصلحت

مګر رانه کړمصلحت زما یارانو

معلومات درسره نشته دراویانو

دتاریخ لیکنه غواړې زیات فرصت

هم شته تاریخي منابعوو ته حاجت

هغه کله ژرترژر میسر دي

اوداسپین ژیرې هم کله ډیرخبردي

بیا مې هر لورې ته وغوښتي کیسي

دخوبانوعاشقانوتماشي

یوشمیرلیک وي دپښتوپه ترجمه

شرحه شوي وې په خوند اوپه مزه

شکر دارشوم دپښتون په لوړ همت

خدایه زیات يې کړې ادب پسی الفت

بیا مې وموندله داښکلي کیسه

له فارسي کې کړه پښتوته ترجمه

زه به نه یم بلکې پاته داکتاب شي

دادفتر به نوشته ځما به باب شي

دالفاظوغلطي به مې صحت کړي

هغه کس چې په کتاب کې مې صحبت کړې

په رښتیا اوپه درواغويې ګرم نه یم

بل په سهوه دالفاظ متهم نه یم

داقصه له روایانو روایت دی

ښه شیرین او مزه داره حکایت دی

په قصور کې دالفاظو ابتدأ دی

کوم یولفظ که له ما څخه خطأ دی

دادب لیکوال د ې سهوه زما صحت کړې

امید واریمه نظر به هر ساعت کړې

په نامه عبدالکریم اندړیادیږم

خانزاده یمه له چانه نه پټیږم

مربوطه کې دغزنی زما مکان دی

بل مې کلی مشهور په نظرخان دی

شروع کړی مې داستان دی په نوروز

سنه دودریش دشمسی مبارک روز

توفیق غواړمه له ربه که تمام شي

په دوعا سره بدل زما کلام شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *