پکتیا

تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن د پکتیا ولایت د جانیخېل ولسوالي مرکز ته ورسېدل خو لا هم د ولسوالۍ په مرکزي برخه کې سخته جګړه روانه ده.

د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره له یوې اوونۍ راهیسي جګړه روانه ده.

دا ولسوالي د اګست په ۲۷ نېټه له اوږدې محاصرې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.

د جانیخېل ولسوال ویلي و چې ولسوالي یې نهه ورځې محاصره وه او کومکي ځواک ور ونه رسېد.

د دې ولسوالۍ د نیولو په ترڅ کې طالبانو لږترلږه ۲۷ افغان امنیتي ځواکونه ووژل.

تراوسه څرګنده نه ده چې د جانیخېل د بېرته نیولو په عملیاتو کې دواړو خواوو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا سرحدي ولسوالي د دواړو خواوو لپاره مهمه ده.

One thought on “افغان امنیتي ځواکونه د جانیخېل ولسوالۍ مرکز ته ننوتل”
  1. د هلمند دفاع دقندز دفاع او د جانیخیلو نیول د ای اس ای اسلام اباد نیولو په معنی دی ځکه چی اسلام اباد د خپلو مزدورانو سره یو خای هم یوه ولسوال و نه شوه ساتلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *