له معمول سره سم، د ۱۳۹۲ کال د زمري پر ۲۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ ماسپښين درې بجې خوشال بابا فکري بهیر خپله اونیزه غونډه په کتاب ښار کې وکړه.

غونډه د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پیل شوه او وروسته له اجنډا سره سم اسدالله ساحل په افغانستان، سيمه او نړۍ کې پر مهمو پېښې رڼا واچوله.

 هغه په سر کې په ټول افغانستان، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې امنيتي پېښې داسې بیان کړې:

  • په ننګرهار کې د هند قونسلګرۍ مخې ته د ځانمرګو بريدګرو په برید کې د یوې ديني مدرسې اتنه طالبان شهيدان شول او پېښې ته څېرمه جومات هم زیانمن شو، په داسې حال کې چې طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه وانه خسته.
  • د اختر په لومړۍ ورځ په بټي کوټ کې د يوې کورنۍ ۱۴ غړي د يوې چاودنې په نتيجه کې په داسې حال کې له منځه لاړل چې هديره کې يې خپل مړي ته دعا کوله.
  • د رژوې په مياشت کې د ننګرهار په ګڼو ولسواليو کې دردوونکې امنيتي پېښې رامنځ ته شوې، ان د تروايح له لمانځه نه خلک راواېستل شول او په ډزو وویشتل شول.
  • د بادغيس خلک له طالبانو شکایت کوي چې لومړی يې د پستو د باغونو حاصلات ترې تروړي او بیا يې ونې هم ور ته له منځه وړي.
  • د ننګرهار په خوګياڼيو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د مرګ ژوبلې غميزه رامنځه ته شوه.
  • د يادو پېښو له امله د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې عالمانو د اختر پر ورځ د طالبانو پر وړاندې ويناوې وکړې، په داسې حال کې چې پخوا يې د هغوی ملاتړ کاوه.

د امريکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزير جان کيري پاکستان ته سفر وکړ او ويې ويل:

  • ډرون بريدونه به بند شي، خو وخت يې ونه ښود.
  • له افغانستان څخه د امريکا وتل ممکن نه دي او ډېر ژر به له دغه هېواد سره امنيتي تړون هم لاسليک شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جوزېف ډانفورډ ويلي چې د افغانستان امنيت تر یوې مودې پورې په بهرنيو ځواکونو پورې تړلی دی.

روسيه اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به سيمې ته ښې پایلې ونه لري.

تېره اونې پرېکړه وشوه چې په اګست کې به حامد کرزی پاکستان ته سفر کوي، خو دا لا معلومه نه ده چې د دې سفر اجنډ د ولسمشر په خوښه شوه او که څنګه؟

امنيتي تړون:

  • ځينو نړيوالو رسنيو وویل چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون لاسلیک شو. که دا کار شوی او که نه، خو توافق ته نږدې شوی دی.
  • ځکه امريک د تېر په څېر د افغان حکومت پر وړاندې ګواښونه نه کوي.
  • افغان امنيتي افغان امنيتي ځواکونو ته د الوتکو او تجهيزاتو وعدې ورکوي.
  • د امنيتي تړون پر سر خبرې غلې شوې دي.
  • خو په اړګ پورې ځينې تړلې سرچينې وايي چې ولسمشر کرزی امنيتي تړون د دې لپاره ځنډوي چې بل حکومت يې لاسلیک کړي، خو امريکا دې کار ته عجله ښيي.

د سولې پروسه:

په دې وروستيو کې افغان حکومت وويل، که د قطر پر ځای په سعودي عربستان يا ترکيه کې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پر مخ لاړې شي، ښه به وي، په داسې حال کې چې طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د ټاکنو اړوند موضوعات:

  • اوازې دي چې ولسمشر کرزی د واک تمديد غواړي او په کندهار کې يو شمېر ټولنو هم د دې غوښتنه  کړې.
  • د سياسي چارو ځيني شنونکي وايي چې ولسمشر حامد کرزی له امريکا سره د امنيتي تړون په بدل کې د خپل واک تمديد غواړي.
  • داسې هم ويل کېږي چې ولسمشر کرزي له ځينو جهادي مشرانو غوښتي چې په راتلونکو ټاکنو کې له عبد رب الرسول سياف نه ملاتړ وکړي، په داسې حال کې چې په راتلونکو دوو اونيو کې د سیاف له خوا د ملي اجماع په نامه يوه غونډه هم رابلل شوې چې اصلي موضوع يې راتلونکې ټاکنې دي.

ايران:

  • په ايران کې د روحاني په مشرۍ نوي حکومت خپل رسمي کار پیل کړ.
  • هغه به هڅه وکړي چې له احمدي نژاد ورپاتې نړيوالې او کورنۍ شخړې حل کړي، په داسې حال کې چې له اسرائیلو او امريکا سره د اړيکو سمول د ده نه، بلکې د ايت الله خامني صلاحيت دی.

د هند او پاکستان اړيکي:

  • د هند او پاکستان پر پوله کشمکش د دواړو هېوادونو اړيکي خړپړ کړي.
  • سږکال د هند او پاکستان پر پوله ۵۶ ځله د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
  • هند فکر کوي له پاړه چنار نه خوشي شوي بنديان کشمير ته رسېدلي.
  • په افغانستان کې د دواړو هېوادونو سيالۍ زور اخستی.
  • د پاکستان په بلوچستان کې تښتونې او وژنې زياتې شوې دي.
  • د پاکستان په کراچۍ کې هم وضعيت ښه نه دی او پاکستان يې اندېښمن کړی دی.

په اسدالله ساحل پسې ښاغلي اېلم د سټيو کول له خوا پر اسامه بن لادن  د هغه کتاب لنډيز وړاندې کړ چې اکثره روايتونه يې پخپله اسامه او د هغه کورنۍ کړې دي او نوم يې د اسامه لويېدل دی چې لاندې ټکي يې د يادولو دي:

  • اسامه د پختورګو ناروغي لرله.
  • خلک فکر کوي هغه انجنیري لوستې، خو ښځه يې وايي چې هغه اقتصاد لوستی و.
  • د اسامه ښۍ سترګه ړنده وه.
  • اسامه ډېر مېلمه پال و.
  • د اسامه او افغان جهادي رهبرانو تر منځ ستر توپیر دا و چې اسامه خپل بچيان له ځان سره سنګر ته بیول او افغان جهادي رهبرانو خپل بچيان سعودي او نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول.

اسامه بن لادن ولې افراطي شو؟

  • اسرائيلو پر ايران او سوريې بريد وکړ، اسامه په پوهنتون کې و او دې کار سخت غوسه کړ.
  • په ۱۹۷۹ کې اسامه امريکا او برېتانیا ته سفرونه وکړل.
  • په ۱۹۸۴ کې د اسامه زوی عبدالله پکتیا ته راغی.
  • اسامه اکثره ودونه د مشرانو له لوڼو سره کړي وو او خپلې لوڼې يې مجاهدينو ته ورکړې وې.
  • په ۱۹۹۰ کې اسامه سعودي عربستان ته لاړ، په داسې حال کې چې د اګست پر دویمه نېټه عراق پر کويت برید وکړ.
  • اسامه سعودي ته وویل چې دی د صدام حسین د ګواښ د مخنيوي لپاره مجاهدين تیارولای شي، خو سعودي ورسره دا خبره ونه منله.
  • سعودي له امريکا مرسته وغوښته، خو امريکا ورته اکثره ښځينه پوځيانې راواستولې چې دې کار پر سعودي حکومت د اسامه انتقاد نور هم زيات کړ.
  • په ۱۹۹۱ کې اسامه سوډان ته لاړ.
  • په ۱۹۹۲ کې د يمن په عدن کې پر امريکايانو بريد وشو.
  • په ۱۹۹۳ کې عمر عبدالرحمن او ايمن الظواهري له اسامه سره یو ځای شول.
  • په ۱۹۹۵ په حسن مبارک بريد وشو.
  • په رياض کې د مکې د کارډ پر يوې لویې لارۍ برید وشو.
  • اسامه په ۱۹۹۶ کې افغانستان ته راغی، په داسې حال کې چې طیارې يې په مشهد کې ناسته وکړه او تېل يې واخستل.
  • د جلال اباد په قصر کې د ده مېلمه پالنه د ملا نور الله په نوم یو کس کوي او يو غر د ده په نوم نوموي.
  • په ۱۹۹۷ کې د ده کورنۍ کندهار ته ځي.
  • په ۱۹۹۸ کې په کينيا او تنزانیا کې حملې کېږي، په سوونو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي چې یوازې ۱۲ يې امريکايان وو.
  • کلنټن په الفاروق روزنيز کمپ بريد کوي، خو اسامه له بريد دوه ساعته وړاندې خبريږي او دا ځای پريږدي.
  • اسامه له يوې دولس کلنې نجلۍ سره واده کوي.
  • اسامه به خپلو مېرمنو او ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوله او په لوګه کې به یې ساتل.
  • لکه څنګه چې روسانو هيټلر وژلی شو، خو نه يې واژه، همداسې امريکايانو هم اسامه وژلی شو، خو نه يې واژه.
  • اسامه بن لادن به له امریکايانو اکثره د ګڼې ګوڼې ځايونو کې پټېده.
  • د القاعدې اکثره مشران د پاکستان په لويو ښارونو کې ونيول شول.
  • اسامه ولې عبدالله عزام وواژه.
  • پر افغانستان د امريکا له بريد وروسته د اسامه کورنۍ ايران ته ځي چې وروسته يې بيا يوه لور په ايران کې د سعودي سفارت ته پناه وړي او له هغه ځایه بیا سعودي ته استول کېږي.
  • د القاده د غړو نومونه مستعار وو.
  • ډېر کوچنی و چې پلار يې د ده مور طلاقه کړې وه.
  • پلار ډېره توجه نه ورکوله او نه يې هم په نومونو پېژندل، سخت چلند به يې ورسره کول او خپلو بچيانو ته به يې ويل چې ستاسو نومونه نه پېژنم، د مور نوم مو راته اخلئ چې ومو پېژنم.

د اسامه پر کتاب پنځه دقيقې خبرې وشوې او د غونډې ګډونوالو ځينې پوښتنې هم مطرح کړې چې اېلم صاحب يې ځوابونه وړاندې کړل.

د غونډې په درېیم پړاو کې داود سليم (قوميت، د اسلام له نظره) پرېزینټيشن وړاندې کړ او لاندې ټکو ته يې په کې اشاره وکړه:

  • انسان بايد لومړی خپل ځان وپېژني، روح، جسم او عقل د انسان د جوړښت مهم عناصر دي او له دې وروسته ده ته د ده له فطرت سره سم حقوق او واجبات متوجه کېږي.
  • انسان باید په دې هم پوه شي چې په کوم قوم پورې تړاو لري، خو دا کار به یوازې د ځان پېژندلو لپاره کوي نه د فخر او رياء لپاره.
  • قوم هر چا ته یو ارزښت دی او قومپالنه يوه فطري شی، په داسې حال کې چې اسلام د چا د ارزښت او فطرت مخالفت نه کوي.
  • اسلام یوازې دومره کوي چې هر څه په چوکاټ کې اچوي او عقل ته يې نه پرېږدي، ځکه چې عقل ناقص دی، که کامل وای، نو الله تعالی بیا پغمبران او کتابونه نه را استول او نه به هم دې ته اړتیا پاتې وه.
  • ژبې د الله تعالی د قدرت نښې دي.
  • خو ولې قومونه له جلا جلا ځانګړنو سره د الله تعالی د قدرت نښې نه دي؟
  • که ژبه پالل ګناه نه ده، نو قومپالنه ولې ګناه شي؟

زموږ په ټولنه کې ولې قومپالنې ته په ښه سترګه نه کتل کېږي؟

  • یو علت یې د خلکو جهالت دی او بل علت یې د ملا صاحبانو له خوا د هغه حديث شریف بیانول دي چې پیغمبر صلی الله عليه وسلم په ويلي چې هغه څوک له موږ څخه نه دی چې عصبیت ته رابلل کوي، د عصبیت لپاره جګړه کوي او د عصبیت په لار کې مړه کېږي.
  • خو پیغمبر عليه السلام په یو بل حديث شریف کې عصبیت له خپل قوم سره په ظلم کې مرسته بولي او له قوم سره د قوم په نوم مرسته او ملاتړ د جهالت د وخت کار بولي او خپل امتیان ترې سخت منع کوي.
  • په قران کريم کې راغلي چې موسی علیه السلام د یوه قبطي پر وړاندې په داسې حال کې له خپل يوه اسرائيلي ملاتړ وکړ چې قبطي د ده پر قومي ظلم کاوه، خو هغه ترې سهواً ووژل شو، په داسې حال کې چې هغه قبطي دومره ظلم نه و کړی چې هغه دې یې له امله ووژل شي، له همدې امله موسی علیه السلام له الله تعالی نه بښنه غواړي او وايي چې خدایه ما پر خپل نفس ظلم وکړ.
  • مفسرین وايي، په ټولو شرعيتونو کې د مظلوم مرسته واجب ده.
  • رشتې هم د الله تعالی مخلوق دی او قوميت هم يوه رشته ده چې بايد په مشروع ډول وپالل شي.
  • په قران کريم کې په مشخص ډول د قومونو او قبایلو یادونه د دې لپاره شوې چې یو بل وپېژني او الله تعالی ته هر هغه څوک ډېر نږدې دی چې ډېر پرهېزګاره وي.

فخر په دوه ډوله دی:

  • مذموم او محمود.
  • مذموم هغه دی چې د ريا‌ء لپاره په خپلو نيکونو او نسب فخر وشي.
  • محمود هغه دی چې په دين کې له نسب سره حسب هم يو ځای شي، يعنې يو څوک باید د نسب ترڅنګ ښه کارونه هم وکړي.
  • له همدې امله پیغمبر عليه السلام په ځينو احادیثو کې ځان د نسب او حسب سره يو ځای خلکو ته ورپېژني.
  • پغمبر علیه اسلام فرمايي، څوک چې په ناحقه له قوم سره مرسته کوي، مثال يې هغه اوښ ته ورته دی چې په کوهي کې پړمخې لوېږي.
  • خو په بل حديث کې بیا له خپلې کورنۍ څخه دفاع تر ټولو ښه دفاع بولي.
  • له پغمبر علیه السلام نه یو صحابي پوښتنه کوي چې ايا له خپل قوم سره محبت کول عصبیت دی، هغه صلی الله علیه وسلم ورته وايي، نه، عصبیت هغه دی چې يو څوک له قوم سره په ظلم کې مرسته وکړي.
  • په یو بل حديث شریف کې پیغمبر صلی الله عليه وسلم وايي، له خپل ورور سره که ظالم وي او که مظلوم وي، مرسته وکړئ، که ظالم وي، له ظلم څخه يې راوګرځوئ او که مظلوم وي، نو بیا یې مرسته وکړئ.
  • الله تعالی فرمايي : ((وتعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان))

يادونه: په  راتلونکې غونډه کې پر مهمو ملي او نړيوالو پېښو د بحث تر څنګ د ليډرشېپ او نړيوالو ټاکنيزو سېستمونو په اړه په زړه پورې پرېزنټېشنونه په پام کې نيول شوي.

د غونډې وخت: پنشجنبه ( د  زمري ۳۱)، دماسپښين درې بجې

د غونډې ځای: د سينما پامير دويم پوړ، کتاب ښار

اړيکې: +93 700 607 715 / +93 788 988 987 / +93 797 777 113  [email protected] 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *