د کال 2010 په دسمبر میاشت کې آلمان غږ DW د افغانستان د رسنیو د 12 مسوولینو او خبریالانو له پاره، د راډیو او ټلویزیون د مدیریت (اداره) یا منجمنټ کورس جوړ کړی و.
کورس دوه برخې درلودې. د ټلویزیون د مدیریت برخه 15 ورځې په برلین او د راډیو د مدیریت برخه 15 ورځې په بن کې.
کله چې د برلین برخه پای ته ورسېده، زه چې په هغه وخت کې د آریانا راډیو- ټلویزیون مشر وم، له نورو ملګرو یوه ورځ مخکې بن ته لاړم او هلته مو د DW له مارکټینګ دفتر څخه 100 دانې علمي، سپورټي، معلوماتي او تفریحي ویډیوګانې واخستې چې په پښتو او دري (دب) شوې، ایدیت شوې او خپرولو ته چمتو وي.
له دې وروسته مې د DW د دري او پښتو څانګو له مشر داکتر مومی سره ولیدل چې اصلاً د کندهار د توپخانې استوګن و؛ خو ډېره موده کېږي چې په جرمني کې اوسي او په دري ژبه یی خورا ګټور څېړنیز کتابونه او مقالې لیکلي.
ماښام ته د DW د مارکټینګ د مشرې مېرمن آنژلیکا مېلمه شوم. لاړو یو ښکلی رستورانت ته، هلته مو ماښامنی وخوړه او د افغانستان په هکله مو خبرې وکړې.
له دوو ساعتو وروسته مېرمن آنژلیکا بلنه راکړه چې لاړ شو د بن ښار وګورو او وې ویل تا به هغه پخوانۍ ودانۍ ته بوځم چې د افغانستان له پاره د کال 2002 تاریخي تړون لاسلیک او د (نوي افغانستان) بنسټ کېښودل شو.
له مېرمن آنژلیکا سره د خبرو په وخت کې ماته ښکاره شوې وه چې د افغانستان خلک پرې ګران دي او په دې یې ویاړ کاوه چې د (نوي افغانستان) د جوړېدو تړون د دوی په ښار کې لاسلیک شوی؛ خو داسې ښکارېده چې دې افغانستان سم نه پېژاند او معلومات یې د جرمني رسنیو تر خبرونو او اطلاعاتو او د جرمني حکومت تر هغه هڅو پورې محدود و، چې غوښتل یې د امریکا او نورو ملګرو هېوادونو په مرسته په یو وروسته پاته سنتي قبیلوي هېواد کې، د داسې کسانو په مرسته لویدیځواله ولسواکي په پښو ودوري چې په ولسواکئ یې باور نه درلود، ځینې د ولسواکۍ ایدیولوژیک مخالفین او حتی دښمنان وو؛ خو د خپلو ګټو، مناصبو، واک او چور د پاره له دې کاروان سره یو ځای شوي وو!
په هر صورت کله چې د غونډۍ د پاسه هغه ودانۍ ته ورسېدو چې د (د نوي افغانستان) د جوړېدو تړون پکې لاسلیک شوی و، آنژلیکا لا هم د سبانۍ غوړېدلې، پرمختللې او ودان افغانستان خبرې کولي؛ خو زه چې په افغانستان کې اوسېدم او د انژلیکا په پرتله مې افغانستان ډېر ښه پېژاند او د اور، لوګیو، باروتو، چاودونو او جګړو له منځه جرمني ته تللی وم، آنژلیکا ته وویل چې یوه ورځ به د افغانستان خلک له بېلونو او کلنګونو سره دلته راشي او دا (بدمرغه ودانۍ) به ونړوي!!
آنژلیکا په تعجب ماته وکتل او وې ویل ته داسې فکر کوې؟
ما ورته وویل چې د وخت تېرېدل به تا په ډېرو هغه ترخو واقعیتونو وپوهوي چې اوس تا ته سم نه ښکاري او یا دې افغانستان سم نه دی پېژندلی!
اوس چې د کال 2016 سپتمبر میاشت او په افغانستان کې د امریکا او ناتو د حضور پنځلسم کال دی او د امریکا په تېر 150 کلن تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه لا ښه په درز کې روانه ده، وضع داسې ده چې حتی د دولت د سقوط خبرې کېږي او د اساسي قانون له مخې د دولت (اجراییه، قضاییه او مقننه) حقوقي مشروعیت ته خورا درانه زیانونه اوښتي او ځینې سیاستوال په بدیلو لارو کار کوي.
ولسمشر اشرف غني د خلکو د رایو له مخې نه؛ بلکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پرېکړې له مخې په واک کې دی، هغه یو اجراییه مشر لري چې په اساسي قانون کې ځای نه لري؛ خو د یوې (سیاسي هوکړې) له مخې ځان د نیم دولت مالک بولی.
د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې امضا یې هېڅ ارزښت نه لري او له خلکو یې مشوره غوښتې چې دنده پرېږدي که دوام ورکړي!
د افغانستان د ولسي جرګې وخت پوره شوی او نور د خلکو استازی نه بلل کېږي؛ خو وکیلان، وزیران او د ستری محکمې د عالي شوري غړو ته د باور رایه ورکوي!!
د اساسي قانون لویه جرګه نه شي جوړېدای؛ ځکه چې د ولایتي شوری ګانو وخت پوره شوی او د ولسوالیو شوری ګانو ټاکنې شوي نه دي، د مشرانو جرګې درېیمه برخه استازي نشته او ولسمشر د خپلو انتصابي سناتورانو وخت اوږد کړي!
نژدې په ټول هېواد کې درنې جګړې روانې دي، اقتصادي پرمختګ ټکنی شوی، د ملي یووالي حکومت د دوو مشرانو ترمنځ اختلافي مسایلو او ستونزو خلک ناهیلي کړي، پانګوال خپلې پانګې وباسي؛ ځکه چې هره ورځ یو یا دوه تښتول کېږي، په اداري فساد کې خو اول یا دویم یاستو او هغه د اروپایي ټولنې د سفیر په قول جنرالي په پوهه او تجربه نه؛ بلکې د پیسو په کڅوړه خرڅېږي!!
او داسې نورې ډېرې جدي ستونزې چې حل یې سترې هېوادپالنې، زغم، پوهې، ارادې، وس، ښه مدیریت او ظرفیت ته اړتیا لري، هغه شیان چې لږ لیدل کېږي او لنډه دا چې لویدیځواله ولسواکي له داسې ننګونو سره مخامخ ده چې کېدای شي د عربستان په ځای (ترکستان) ته لاړه شي!
زه نه پوهېږم چې مېرمن آنژلیکا به اوس څه فکر کوي؟
تر یو کال مخکې یې په برېښنا لیکونو کې لیکل، اوس چې متقاعده شوی او د افغانستان په هکله یې معلومات ډېر شوي، باور لري چې موږ دا هېواد سم نه و پېژندلی او ستونزې تر هغه ډېرې ژورې، پراخه او خونړۍ دي چې موږ په 2002- 2010 فکر پرې کاوه.
په دې ورځو کې نامتو ورځپاڼې فایننشنل ټایمز د پاکستاني ژورنالیست احمد رشید یوه مقاله خپره کړې چې ډېره د پام وړ ده.
رشید لیکي چې افغانستان د ګډوډوۍ په درشل ولاړ دی او دلیل یې په بېلابېلو ولایاتو کې د طالبانو جګړې نه؛ بلکې په حکومت کې د ننه بحران او اقتصادي ځوړ دی.
فایننشنل تایمز لیکي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ډېر بېخونده شوي، د هند پوځي او اقتصادي مرستو اسلام آباد په غوسه کړی او د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ ستونزې په داسې وخت کې ژورې شوي چې د دواړو شا ته بېلابېلې سیاسي ډلې ولاړې دي.
د لیکوال په وینا د اجراییه رییس ملاتړي وایي چې که ټاکنیز اصلاحات ونه شي. له حکومته به ووځي او پخواني ولسمشر حامدکرزي د لویې جرګې جوړېدل غواړي.
د فایننشنل تایمز مقاله لیکي چې ولسمشر بارک اوباما د امریکا تر ټاکنو پورې په افغانستان کې د نور دخالت پروګرام نه لري او تر هغه وخته باید یوازي دې ته هیله من اوسو چې افغان حکومت سقوط ونه کړي!
زه غواړم د احمد رشید دا لیکنه او د نړۍ د ځینو نورو سترو څېړونکو هغه لیکنې چې په تېر یو کال کې یې د افغانستان په هکله لیکلي او د حکومت د پاشل کېدو او لویو ناورینونو وېره یې څرګنده کړې، ژر مېرمن آنژلیکا ته واستوم چې د افغانستان په هکله په ډېر څه پوه شي او خپل افغانان مېلمانه بیا په بن کې هغه ودانۍ ته دعوت نه کړي چې د (نوي افغانستان) د جوړېدو تړون پکې لاسلیک شوی و!
ګرانه استاد آرینزی صاحب، خدای دې د ډیرو ژوندی لره، په ګوتو دې برکت شه.