جان آغا بهار

مخدره مواد((نیکوټین)) نن ورځ د نړۍ ټولې طبقې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي، په دغه قشرونو کې د نړۍ پالونکې یعنې ښځینه، نارینه، تنکي ځوانکي، کمکیان او عمر خوړلي هم د دې وژونکي مادې ښکار ګرځیدلي دي، انسانانو دغه علني زهري ماده(خاشخاش) له میلاد څخه ۷ زره کاله وړاندې پېژندله او په نسبي ډول په دې پوهیدلي هم و، چې دا ماده انسان د سکران تر حالت لاندې راولي؛ خو بدبختانه لکه څنګه چې ننني یو شمېر ځوانان هم د مستۍ د انګېزې له مخې د نشه یي توکو بېلابېل ډولونه په مختلیفو مراسمو کې استعمالوي تر څو څو لخظې ځان له هر څه بې غمه او بې مسوؤلیته وګڼي. په لومړیو انساني ټولنو کې هم دا ډول انګېرونې موجودې وي.

د تاریاکو کښت!

په دې خبرې کوو، چې د تاریاکو کرکیله لومړی له کوم هېواده رایج شوه او د دې کرکیلې د تروېج په برخه کې کومو هېوادونو ستر لاسون درلود؟. خاشخاش په ۴۰۰۰ ق م کې د لومړي ځل لپاره په چین کې وکرل شو، چې بیا وروسته د سېمې او نړۍ نورو هېوادونو ته انتقال شو، په همدي شکل له میلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې د کوکنارو تخم د مصر څخه د مدنیت زانګو او د فیلوسفانو کور یونان ته انتقال شو او د یونان مقیمو خلکو ورته د ( اپېوم) نوم ورکړ، چې په همدې نوم زمونږ په هېواد کې هم پېژندل کېږي؛ یعنې د اپېومو نوم یوناني رېښه لري. په یونان کې اپېوم د مختلیفو ناروغیو په تقابل کې د هغوی د مخوې لپاره او د درمل په توګه استعمالېده.

انګلستان رول:

د تاریاکو په راېجولو کې انګستان تر ټولو ستره ونډه درلوده، ځکه انګلستان یو استعمارګر دولت و او غوښتل یې چې ټوله نړۍ تر خپلې امپراطورۍ لاندې راولي او خپل حاکمیت پرې وچلوي؛ خو د انګلیسیانو د دې برنامې په مقابل کې د نړۍ خلکو مقاومت کوو او دوی یې نه پرېښودل چې خپل لېدلي خوب ته ورسېږي؛ خو انګلیسیانو د دې پلان د عملي کولو لپاره په بدېله شېوه کار وکړ، چې هغه د تاریاکو رواجول و؛ نو په دې اساس انګریزان وتوانېده، چې نړۍ وال مقاومت د تنزیل سره مخ کړي او خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، نورو هېوادونو هم د انګلستان له دې سیاسته په تقلید سره د نړۍ بې دفاع وګړي د دې مادې ښکار وګرځول، چې په دې وروستیو لسېزو کې د دې مرګونې مادې د لابودي او مخنیوي لپاره د نړۍ اتباعو بېلابېل پروتوکولونه او کنوانسینونه رامنځته کړل.

د کرزي اداره:

سره د دې چې د کرزي ادارې ډول ـ ډول ستونزې اېجاد کړي، اداري فساد، اختلاس، رشوت او ګنو نورو جرایمو ګراف یې له ځان سره لوړ کړ، یو له دې څخه د معتادینو په شمېر کې د زیاتوالي موضوع مطرح کېږي. د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د راپور په اساس چې په ۲۰۱۴کال کې خپور شو په دغه هېواد کې د معتادینو مشرانو شمېر ۱،۳  میلونه او د اعتیاد شویو ماشومانو شمېر ۳۰۰۰۰۰ لکو تنو ته رسېږي، چې د دغه راپور په اساس افغانستان د نړۍ په کچه ۷۴ سلنه نشه یي توکي تولیدوي. د دغه نشه یي توکو کرکیله او قاچاق اوس هم د افغاني ټولنې لپاره یوه جدي ننګونه ده.

که څه هم په دې وروستیو کې د دې پدېدې له منځه وړلو لپاره مبارزه ګړندۍ شوې ده.

په افغانستان کې د مخدره موادو د معتادینو په شمېر کې د زیاتوالي اساسي عللونه؛

( کښت، کډوالي، بیکاري، د عامه پوهاوي نشتوالی، د قانون نه عملي کېدل، د بدېل معشیت نشتوالی او د ادارو نه  همغږي، نړۍ وال بازار، د تعلیم کموالی).

د دې پورته عواملو څخه یې په نړۍ وال بازار، یا مارکیټ بخث کوو:

نړۍ وال مارکیټ:

دا چې د نړۍ وګړي وایي، چې افغانستان نشه یي توکي تولیدوي او د دې کښت او قاچاق په افغانستان کېږي؛ خو دلته یوه پوښتنه چې ډېره مهمه او د سړي په ذهن ګرځي هغه دا، چې هېڅکله نړۍ وال ونه پوښتل شوه، دا سمه ده د تاریاکو کښت په افغانستان کې کېږي؛ خو دلته یو افغاني بزګر ته د یوې کیلو په سر فرضاً له لسو زرو افغانیو ډېرې پېسې نه کوي خو دا چې د یوې کیلو نرخ لکونو ډالرو ته رسوي دا کار هم افغانان کوي، آیا افغانان دا نړۍ والو بازارنو ته رسوي؟؟ نه هېڅکله هم نه!

دا کار خپله بهرنیان کوي چې له یو شمېر مافیاوي کړیو سره یې لاسونه یو ځای کړي دي او خپلو هېوادونو ته یې د اوبو او هوا له دلارې رسوي، که نړۍ وال له افغانانو غواړيو چې تاسې یې کرکیله مه کوئ، باید افغان دولت په مقابل کې له نړۍ والو وغواړيو چې تاسې یې په نړۍواله کچه مارکیټ وتړئ؛ هغه وخت چې مارکیټ ښه جم او جوش کې وينو کښت به یې څنګه بند شي!!.

د یو ښه افغانستان په هیله!

۲۰۱۶/Sep/۵ ص ف دفتر جلال اباد

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *