اور ګاډي د پاټلۍ هغې بلې خوا ته د رضيه د کور نه يو يا يو نيم ميل لیرې د ښار شتمنه سیمه پرته ده. فائيو سټار هوټلونه، د هسکو ودانيو دفترونه، د دې نه لږ ور آخوا د بینکونو لوړې لوړې ودانۍ، د بیلابیلو ټي وي چینلونو او ورځپاڼو دفترونه هم دي . ورسره خوا کې د بشري حقونو دپاره کار کونکي کمیشن سیمه یيز مرکز او د سپیڅلي عدالت سور بخنه ودانۍ ولاړه ده چې مخې ته يې تله د علامت په توګه کيښودل شوې ده  خو دې خوا ته يوازې د رضيه کور نه، بلکې په سلګونو نور کورونه د رضيه د کور په څیر دي. کږې وږې کوڅې، بې خونده او بې رنګه او بې نقشې جوړ شوي کورونه د سیمې د اوسيدونکو د ژوند معيار او د دوي د اقتصادي حالت غمازي کوي .البته د دې کورونو په مینځ کې د لوړې مينارې او شنې ګنبدې والا جومات آن د لوي سرک څخه په نظر راځي . د رضيه د کوڅې خلق خپلې کوڅې ته محله ” مسلم آباد ” وايي خو د کراچۍ ښار د نورو برخو خلق دغه سیمه ” کچه ابادي” يادوي . د رضيه د کور نمر خاته لور ته هم د ښار شتمنه سیمه ده، بنګلې دي، د امريکا د قونسليټ وداني هم ده.

 رضيه د نن سهر راهسې ماښام ته سترګې په لار وه ، اوس ماښام و او د رضيه مخې ته يو اته ويشت کلن يا نهه ويشت کلن زلمی ناست و . د همدې عمر يو بل زلمي په دريو پښو ولاړې کيمرې ته يوه سترګه چوپه کړې او بله سترګه يې د کيمري سره جوخته کړې وه ، شايد عکسونه او يا هم ويډيو يې جوړوله . دېرش کلنې رضيه هم لکه چې ښه تياری مکمل کړی وي، خپل څلور واړه بچيان يې د ځان سره کينولي و، هغې د خپل مخ زياته برخه په تور لوي پړوني پټه کړې وه ، صرف سترګې او د سترګو خواوشا ځايونه يې په نظر راتلل . هغې اوس پيڅکی سترګو ته نزدې کړو، شايد اوښکې يې پاکې کړې او بيا يې د کيسې تمهيد ددې ځايه و تړه « کلي کې د سوات يو ، روره !!!! دا څلور واړه مې بچي دي ټولو کې لوي دا يو دی، د اته کلنو دی»

 رضيه مرۍ تازه کړه د يوې سلګۍ کولو روسته يې خپله خبره نوره هم وغزوله « پلار به يې رکشه چلوله، د دې تیر نه آ بل زيارت په شپه يې ناظم اباد ته سورلۍ وړې وې ـ چا ظالمان وژلی دی»

 دهغې اواز ډوب شو، لکه د نورو خبرو خبرو کولو چې نه و« اول راته د چم ښځو وويل چې لګيدلی دی خوزخمي دی،زما زړه ولويده ، بيا مې خپل څلور واړه ماشومان چې هغه وخت اوده و، راويښ کړل، د لوي خدايي دربار ته مې ودرول ، چغې مو کړې ، سورې مو کړې، خدايې تعالي ته مې لاسونه پورته کړل چې يا خدايا صابر د دې وړو وړو بچو دپاره بچ کې، خدايا پاکه ما سرتوره مه کی ، خوهغه يې په رکشه کې راوړه مړ و» هغې بيا پيڅکی سترګو ته وروړه خو دا ځل پیڅکی لوند ښکاريده « نه …..نه …….نه …..زمونږ د هيچا سره دشمني شته او نه وه »

 د رضيه د سلګو اوريدو سره مخامخ ناست خبريال به يوې شیبې له فکر يوړه، شايد هغه فکر کاوه چې ډېره ښه او زورداره موضوع په لاس ورغلې ده ، هغه د موقعې نه په فايدې سره د هغې نور ژړول غوښتل ، نو ځکه خو يې بله پوښتنه ترې وکړه، خو رضيه دا ځل سر ښکته نيولی و، شايد د خپلو څڅيدلو اوښکو ننداره يې کوله. په چاپيريال ډوبه خاموشي خوره وه . چیرته لیرې د يو جومات له لاوډ سپيکره د ملا د نصيحت اواز راتلوو چې د هوا د څپو سره به کله لږ تیز او کله ورو شو . اوس د رضيه د څو پرلپسې سلګو اوازونه فضا ته پورته شول، ورسره د هغې لاسونه هم هغې زړې او دوړېدلې المارۍ ته اوږده شول چیرته نه چې هغې يو سويټر راواخيست ـ هغې په سويټر جوړ شوي سوري خبريال ته وښودل، کوم چې د نامالومه، وسله والو لخوا د هغې په خاوند د ډزو له امله جوړشوي و . کيمره مین کيمره بيخي ورنزدې کړه ، تر څو د دې سم او واضح فلم جوړ کړي.

 خبريال زړه کې ګوړې ماتولې ، هغه ته داسې خبر په لاس ورغلی و چې نورو ملګرو ته يې داسې خبر په مشکله هم نشو ترلاسه کيدلی . د خبريال په ذهن کې د څو کاميابو رپورټونو څو منظرونه تیر شول او بيا يې د رضيه نه بله پوښتنه وکړه، خوشايد اوس هغې سره د ويلو دپاره لفظونه نه و، نو ځکه خو يې په ځواب کې صرف څو سلګۍ وکړې.

  د هغې څلور بچي د خبريال او خپلې مور ترمنځ د خبرو عيني ګواهان و. هغوي ژړه غوني شان و، وايي چې يتيم د ژړا سره عادت وي، خو عجيبه خبره داوه چې څلور واړو کې يو هم نه ژړل ، کيدی شي د هغوۍ په سترګو کې د اوښکو چینې وچې شوې وې او يا هم هغوي د پلار د مرګ روسته د خپل راتلونکي په اړه هومره دردمند نه و، څومره چې د هغوي مور وه.

 رضيه ويل په کلي کې يې تر اتمه سبق ويلی دی ، خدايې تعالی ورته د واده نه روسته کال په کال بچي ورکړي دي . هغې سره د خبرو په وخت به کيمره مين کله نا کله کيمره د کور د کچن(پخلنځاي) په لور وګرځوله او هلته د ګيسو د چولې دپاسه پرته زړه پتيله، يو څو خیرنې پيالۍ او د نور سامان عکسونه به يې د خپلې کیمرې په ياداشت کې محفوظ کړل. دغه ټول شیان داسې ګډ وډ په نظر راتلل لکه د کور ويرجن چاپرچل چې دوی هم تر نيمو نيمو شپو د ځان سره ژړولي او خفه کړي وي. د کیمره مین لخوا د کور د کونج کونج په فلم جوړولو رضيه هيڅ نیوکه نه کولو او يا هغې اميد کولو چې زلمی خبريال د هغې اواز، د هغې د کور حالات، د هغې د ړنګې شوې دنياګۍ خبر او د هغې د بچو د راتلونکي په اړه انديښنې د حکومتي چارواکو غوږونو ته رسوي او په دې توګه به د هغې د ورانې شوې دنياګې د بنياد تیږه ايښودل کیږي . خبريال هم رضيه سره خواخوږي څرګندوله او هغې ته يې تسلي ورکوله خو په ذهن يې د” غوره رپورټ” خيال څو څو ځل پیښه وکړه.

خبريال اوس د خپل مايک مزې راټولول شورو کړل. د خدايې په امانۍ په هوډ پاڅيده .هلته لیرې د شیرټن هوټل په زېړبخنو رڼاګانو يې نظر پريوت، هغه خپل مخ بل لور ته واړه وه ، دې خوا يې د قونسليټ ودانۍ يو ګُټ ته واقع د خصوصي پوليسو چیک پوسټ وليده . هغه يوې شیبې له دا فکر هم وکړه چې د رضيه موضوع د امنيتي چارواکو، د انساني حقونو د مشرانو او يا نور اړونده ادارو سره شريکه کړي او د هغوي نه په دې اړه ځواب وغواړي او خپل مسلکي رسالت هم په سمه توګه ترسره کړي ، خو بيا يې د ځانه سره وويل « سر مه خوږه وه ………چليږي » هغه د رضيه له کوره راووت، د چینل په مخصوص ګاړي کې دفتر ته روان شو. دفتري چارواکو دغه رپورټ ډېر خوښ کړو او څو ورځې روسته د رضيه په موضوع جوړ شوې رپورټ د کال غوره رپورټ ( رپورټ آف دي ایئر) وبلل شو. اوس هغه خبريال بيورو چيف دی .

کراچۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *