يا به اصلاح کيږي او يا به د خپل عمل سزا ويني
په داسې حال کې چې په وروستیو کې دهند او افغانستان ترمنځ همکارۍ لا زیاتې او په بیساری توګه پراخې شوې دی. بله خوا د افغانستان او هند ترمنځ د همکارۍ پراخیدل په پاکستان کې چارواکو ته اندېښنې ولاړې کړې دي. په وروستيو کې د چابهار او سلما بند په څېر په لويو اقتصادي پروژو کې له افغانستان سره د هندوستان بېساري همکارۍ او مرستې د پاکستان زړه بد کړی او په لويه کچه يې په پاکستان کې انديښنې راپارولي دي. پاکستاني چارواکي فکر کوي هند د افغانستان سره د خپلو ګټو په نظر کی نیولو سره مرسته کوي او په هغه هیواد کې د خپل نفوذ د ساتلو هدف لري. همدا سبب دی چې په وروستيو کې پاکستان په بيلابيلو ډولونو لکه په افغانستان کې د ميوو موسم په رارسيدو سره د افغان سوداګرو پر مخ د تورخم دروازې تر څنګ د چمن ـ سپين بولدک ترانزيتي لارې بندولو او په پاکستان کې په ميشتو افغان کډوالو باندې په سختۍ او فشار اچولو سره؛ په افغان حکومت او افغانانو فشار واردوي.
دا یوازې همدا اوس نوې خبره نه ده چې پاکستان له افغانستان سره دوه ګونی سياست پر مخ وړي؛ بلکې له دې وړاندې هم پاکستان له افغانستان خپله نااعلان شوې جګړه پر مخ وړې ده. تل يې د خپلو لاسپوڅو په لاس د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې ده، تل يې په افغانستان کې کله د مجاهد، کله د طالب او کله هم د داعش په نوم جګړه توده ساتلې ده، تل يې د افغان وژنې لپاره په بيلابيلو نومونو نوې ډلې رامنځته کړي او د افغان وژنې لپاره يې پلمې لټولې دي او تل يې د افغانستان د ځپلو لپاره د ترهګرو روزنه، پالنه او ملاتړ کړی دی. آن دا چې پاکستان د خپل پوځ تر څنګ ترهګرو ته د خپل دویم ځواک په سترګه ګوري. پاکستان اوس خپله او د پوځ بقا د ترهګرو په پالنه کې ويني. دوی په خپل پوځ دومره ډاډه نه دي لکه څومره چې په خپل ترهګريز ځواک باور لري.
پاکستان نه يوازې په افغانستان کې ترهګريز اعمال ترسره کوي بلکې دا هيواد د ټولې نړۍ لپاره د سرطان په دانې بدل شوی دی. په کابو نيږدې دوه مياشتو کې پاکستاني وګړو د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې ترهګريزې کړنې ترسره کړې. د روان کال د جولای په اوایلو کې یوه پاکستاني تبعه ګلزارخان په سعودي عربستان کې ځانمرګی برید وکړ، بیا په هسپانیا کې په دوه جلا جلا پېښو کې څلور تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په تور ونیول شول، ورپسي په جرمني کې بل پاکستانی ايران ته د جاسوسۍ په تور ونيول شو او همداشان په جرمني کې د محمد رياض په نوم يو تن پاکستاني ترهګر په اورګاډي کې د تبر او چاقو په واسطه په خلکو بريد وکړ او څو تنه يې ټپيان کړل. بل لور ته د هندوستان حکومت په هغه هيواد کې د پټانکوټ او مومبي د بريدونو پړه هم په پاکستان اچولې ده. د همدې ترهګريزو کړنو په پایله کې پاکستان د امريکا په شمول خپل ډیر نيږدې دوستان له لاسه ورکړل.
اوس د امریکا په شمول نړۍ ټول هيوادونه پاکستان ته د يو ترهګرپال هيواد په سترګه ګوري او لکه د خوګ غوښه ځان ترې ليرې ساتي. د پاکستان وروستني حالاتو ته په کتو داسې معلوميږي چې نوموړی هيواد د سياسي انزوا پر لور روان دی. راپورونه وايي وړمه ورځ امريکا او هندوستان په خپل منځ کې یو لوی جنګي تړون لاسليک کړ. دا هغه تړون دی چې په لاسليک سره يې د متحده ایالاتو وسله وال ځواکونه کولی شي چې د هند له بېسونو او هند د امریکا له بېسونو څخه استفاده وکړي. اوسمهال چې پاکستان د خپلې ترهګر پالې پاليسۍ له وجې په سيمه کې يوازې پاتې شوی دی؛ نو د هندوستان او امريکا تر منځ د دې جنګي تړون له لاسليک وروسته به په سيمه کې بيخي د يوازېتوب احساس وکړي او يوازې چين به يې ملګری پاتې شي. دا هغه تړون دی چې په لاسليک سره يې پاکستان د پاڼ او پړانګ تر منځ پاتې کيږي.
بل لور ته ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې به د ملګرو ملتونو په دفتر کې د امریکا، افغانستان او هند تر منځ درې اړخیزه ځانګړی غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې د درې واړو هيوادونو تر منځ د نورو همکاريو تر څنګ د ترهګرۍ په ځپلو بحث کيږي. وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوراج سره وکتل. په هندوستان کې جانکيري یو خبري کنفرانس ته د وینا په ترڅ کې ترهګري وغندله او ویی ویل چې « متحده ایالات به د ښه او بد تررزم تر منځ توپیر ونه کړي او د دواړو د له منځه وړلو دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه وویل ترور، ترور دی، او دا مهمه نده چې له کومه ځایه راځي او څوک یی تر سره کوي. هرڅوک چې وي مونږ یې له منځه وړو.»
د ترهګرو د ځپلو اړوند د جانکيري يادې څرګندونې پخپله پاکستان ته څرګند پيغام ورکوي چې د وروستي چانس په توګه د ترهګرو له روزنې او پالنې لاس واخلي؛ او که داسې ونه کړي نو امريکا به يې په اړه لازم اقدامات ترسره کړي. جانکيري که څه هم په ځانګړي توګه د کوم هيواد ياد نه کړ خو په غير مستقيمه توګه يې اشاره پاکستان ته وه. پاکستان ته يې خبرداری ورکړ چې د وروستي چانس په توګه د ترهګرۍ له پالنې او تر منځ يې له توپير کولو لاس واخلي. که چيري داسې ونه کړي نو لکه څنګه چې يې ملا منصور په پاکستان کې په نښه کړ؛ دوی (امريکا) به په خپله لاس په کار شي او له منځه به يې يوسي. له دې وروسته پاکستان اړ دی چې يا ځان اصلاح کړي او د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او يا به په سيمه کې يوازې پاتې کيږي او سياسي انزوا به قبولوي.