د انګلستان په شاهانو کې یو شاه دویم چارلز و. دی د ۱۶۳۰ کال د می په ۲۹ مه نیټه زیږیدلی او د ۱۶۸۵ کال د فبرورۍ په شپږمه نیټه مړ شوی دی.
دویم چارلز. له ۱۶۶۰ میلادي کال نه تر ۱۶۸۵ میلادي کال پورې د انګلستان، سکاتلند او ایرلند بادشاه و او په دې پراخه سیمه باندې یې حکم چلاوه.
چارلز د کورنیو جګړو په موده کې چې «الیور کرامول» یې واک ته ورساوه، له هیواد نه د باندې و، خو د الیور کرامول له مرګ نه وروسته پارلمان بیرته دویم چارلز ته بلنه ورکړه چې د انګلستان د شاه په توګه واک تر لاسه کړي.
د دویم چارلز سیاسي پوهه او له خلکو نه د ده ژوره پیژندنه د دې سبب شو چې هیواد په ښه او مدبرانه توګه رهبري کړي. له دې ټولو سره، سره دویم چارلز یو خوش ګذرانه انسان و او خپل ډیر وخت یې له ښځو سره تیراوه. خو ښه حاضر جوابه او د بیان عجیبه زړه ورتیا یې درلوده.
ویل کیږي دویم چارلزپه حاضر جوابۍ کې هم ښه و. کومه ورځ یې د دربار شاعر «جان ویلموت» ور ته ویلي وو:
«ته هغه بادشاه یې چې ژوند کې دې بې ځایه او نا هوښیاره خبره و نه کړه او په ژوند کې دې یو هوښیار او سم کار و نه کړ.»
ده په رندانه ډول په ځواب کې ور ته ویلي وو:
«ډیره سمه خبره دې وکړه، زما خبرې زما خپلې دي او کارونه مې وزیران کوي.»
پای