تاند- د افغانستان د مالیې وزارت د صافي هوايي شرکت د الوتکو پر الوتنو بندیز، چې ټاکل شوی و سر له سبا پیل شي، وځنډاوه.
د افغانستان د ملکي هوايي چلن خپلواکې ادارې نن /دوشنبه/ وویل چې صافي هوايي شرکت د مالیې له وزارت سره په تازه موافقه کې ژمنه وکړه چې د مالیې له درکه خپل پور به په قسطونو کې میاشت په میاشت ادا کړي.
ټاکل شوې وه چې سر له سبا /سې شنبې/ د صافي هوايي شرکت کورنۍ الوتنې او د پنجشنبې له ورځې نړیوالې الوتنې په دې خاطر ودرول شي چې څه باندې یو ملیارد افغانۍ مالیه یې د افغانستان حکومت ته نه ده ورکړې.
د مالیې وزارت همداراز له محکمې څخه د صافي ایروېز د مسوولانو پر بهر ته تګ د بندیز او د شتمنیو د مصادره کېدو د غوښتنې اراده هم کړې وه.
خو د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره وايي چې په وروستیو شېبو کې صافي هوايي شرکت ومنله چې د دولت پور به ورکړي.
د صافي هوايي شرکت ځینو مسوولانو ویلي چې د دوی او حکومت ترمنځ د پور پر سر اختلاف دی.