تاند- په کابل ښار کې څو شېبې وړاندې د زوروې چاودنې ږغ واورېدل شو.

له چاودنې وروسته له نوي ښاره د ډزو ږغونه اورېدل کېږي.

د کابل په نوي ښار کې پر یوه هوټل وسله وال برید شوی دی.

راپورونه وايي چې تر وسله والې حملې مخکې په همدغه ځای کې چاودنه شوې ده چې غالباً به انتحاري وه.

له دې بریده څو ساعته مخکې د پلازمېنې په مرادخاني سیمه کې انتحاري بریدونو لږترلږه ۲۴ تنه ووژل او ۹۱ نور پکې ژوبل کړل.

دا بریدونه وروسته له دې کېږي چې هند له افغانستان سره پوځي مرستو ته چمتووالی اعلان کړ.

د هند د پوځي ملاتړ د اعلان په اړه ګڼو کتونکو اندېښنه ښکاره کړې وه چې د پاکستان حساسیت به وپاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *