تاند- له بمي او انتحاري حملو سره سره د ښې راتلونکې په باب د افغانانو هیلي مړاوې شوي نه دي.
درو افغان ښځو په پلازمېنه کابل کې رستوران جوړ کړی دی.
دا رستوران، چې ښځې یې خاوندانې او چلوونکې دي، په ټولنه او ټولنیزو چارو کې د افغان ښځو د فعالې ونډې یوه تازه هڅه بلل شوې ده.
په ټولنیزو چارو کې د افغان ښځو له فعالیت سره د نړۍ د بل هر هیواد د ښځو په پرتله زیات تعصب او مخالفت کېږي. ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي، او له کوره دباندې فعالیت سره یې مخالفت کېږي خو لا هم یو شمېر ښځې شته چې د دغو مخالفتونو په وړاندې مقاومت کوي.