د سعودي عربستان ستر مفتي

تاند- د سعودي عربستان لوی (اعظم) مفتي عبدالعزیز الشیخ وايي، ایرانیان مسلمانان نه دي.

د سعودي ستر مفتي دا خبره وروسته له دې وکړه چې ایران سږ کال سعودي عربستان ته د حج لپاره د زیارتوالو له لېږلو انکار وکړ او د دغه هیواد مذهبي مشر آیت الله علي خامنه د حج د مراسمو له پیلېدو سره په یو وخت د خدای پاک د کور زیارتوالو ته په خطاب کې د سعودي عربستان مشران له وړو او سپکو شیطانانو سره پرتله کړل او هغوی یې بې رحمه جنایتکاران، له خدایه بې خبره، فتنه اچوونکي، بې ایمانه او ګوډاګیان وبلل.

سختدریځه شیعه ایران او سختدریځه سُني عربستان له ډېرو کلونو راهیسي له یو بل سره اختلاف لري.

د سعودي عربستان لوی مفتي د خامنه يي د پیغام په ځواب کې ویلي چې د نوموړي څرګندونو حیران کړی نه دی ځکه چې «ایرانیان د مجوسیانو اولادونه دي او له مسلمانانو په تېره بیا سُنیانو سره یې دښمني ډېره پخوانۍ ده.»

ایران وايي چې سعودي عربستان قصداً د حج په مراسمو کې د ایراني زیارت کوونکو د ګډون مخه نیولې خو سعودي عربستان وايي چې ایران د دې لپاره چې اتباع یې حج ونه کړي، په لوی لاس له سعودي عربستان سره اړیکې خرابې کړي او د خپلو زیارتوالو مخه یې نیولې ده.

ایران او سعودي په ګڼو نورو برخو کې هم له یو بل سره اختلاف لري.

په یمن کې ایران د شیعه حوثیانو او سعودي عربستان د اکثریت سُنیانو ملاتړ کوي. په سوریه کې ایران د بشار اسد په مشرۍ د اقلیت اسماعلیانو او سعودي عربستان د بشار اسد د مخالفو عناصرو ملاتړ کوي.

په عراق کې ایران د اکثریت شیعه حکومت ننګه کوي خو سعودي ظاهراً د حکومت مخالفت کوي.

همداراز په بحرین کې سعودي عربستان د حکومت ملاتړ کوي خو ایران د شیعه ګانو ننګه کوي چې په بحرین کې اکثریت دي.

4 thoughts on “د سعودي لوی مفتي ایرانیان مجوسیان وبلل”
  1. ډیره په زړه پوری او ریښتیا خبره یی کړی ده ایران او پاکستان ددی نړی دوه لوی شيطان هیوادونه دی دوی مسلمانان بد نامه کړل او ایرانیان او ددوی په څیر دا نور ریښتیا هم مجوسیان دی ولی ډیر علما ریښتیا نه وایی له دی یی قیاس کړی په اکثراٌ کفری ممالکو کښی د سونیانو مسجدونه شته ولی په ایران کښی په زره بین ه معلومیږی هلته په ایران کښی ایرانیان سونیانو ته د کفر په سترګه ګوری

  2. په مجوسیانو خو نه پوهیږم خو د نړۍ له ټولو کافرانو بدتر دی.
    په اسراییلو کې مسلمانانو ته اجازه شته چې خپل جومات او مدرسی ته لاړشی ، خپل اطاعت او عبادت وکړی اما په ایران کې که د ټول هیواد نفوس 80 میلیونه وی نو له هغوی نه 40 سلنه یی سنیان دی چي شاوخوا 32 میلیون خلک کیږی او دا مجوسیان هغوی ته د جومات درلودلو او د عبادت اجازه نه ورکوی. د شوروی اتحاد په وخت کې هم مذهبی مراسمو ته اجازه وه او هغوی یی نه منعه کول کومو ته چې د ایران او چټلستان خلکو کافران او کمونستان ویل. نو اوس تاسو قضاوت وکړی د 80 میلیونو ایرانی مسلمانو په نمایندګی سږکال د حج مراسموته هیڅ یو نفر ته هم اجازه نده ورکړل شوی

  3. رشتيا وايي لوي مفتي
    د مجوسو( اور ته عبادت كوونكي) نا هم يو سو قدمه سخته دي حتى د رسول الله پاكه بي بي عائشة الصديقة باندي تهمتونه كوي او د او د رسول الله أصحابه باندي لعنت وي ( نعوذ بالله ) ابو بكر او عمر رضي الله عنهما ته بد رد وايي ( د تهمت سزا په شريعت كي ٨٠ دوري دي اكثره علماء دا وايي سي الله تعالى په شيعه رافضوو باندي په دنيا كي مخكي د اخرت دا عذاب مقرر كري سي د محرم په ١٠ باندي خپل وجود وهي ) او
    خاصةً د عمر فاروق رضي الله عنه ته زيات بد وايي زكه ايران دولت ته اسلام د عمر فاروق په خلافت دور كي ورسيدلو او ددوي امپراطوري يي ور ختمه كرله نو زكه يي تري بد رازي
    بعضي زموژ سني ملا يانو او خاصةً د اخوانيانو په خبرو مه غلت كژي سي وايي دا زموژ ورونه دي
    بل لوي دليل يي ددوي د دشمني دادي سي عباسي شرعي خلافت د ابن علقمي شيعه د لاسه ختم شوه او چنگيزخان قومندان هلاكوخان يي ٦٥٦هق
    بغداد ته د اخليدو لاره برابره كرله دا اوس عصر كي هم سه وخت مخكي خكاره شوه سي خميني أمريكا ته سومره وفاداره وه او ددوي ته يي ويلي وه سي موژ به كه په ظاهره ويل مرگ به أمريكا يا مو كه نور سه ويل نو تاسي پري مه خفه كژي دا زموژ ظاهري خبري دي
    بل بيا اسلامي تاريخ وگوري سي تركانو سومره اسلام دين نشر ولو لپاره اروپا كي فتوحات وكرل
    د شيعه رافضوو هيس فتوحات ندي كري بلكي تول سنيانو كري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *