تاند- د بخښنې نړیوالې موسسې په کابل کې د پاملرنې پر مرستندویې موسسې د وسله والو طالبانو تروریستي حمله د ملکي وګړو د وژلو لپاره هڅه وبلله او ویې ویل چې دا برید جنګي جنایت دی.

د بحښنې نړیوالې ټولنې یا ایمنسټي انترنشنل په یوه خبرپاڼه کې، چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړې ده، ویلي«د بشرپالنې د نړیوال قانون پر اساس ښکېلې خواوې باید هیڅکله په قصدي ډول پر ملکیانو برید ونه کړي.»

ایمنسټي انترنشنل همداراز وايي«باید په دې برخه کې بې پرې، خپلواکه او اغېزمنه څېړنه وشي او د دې پېښې عاملان محاکمه شي.»

2دا په داسي حال کې ده چې طالبانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا برید دوی کړی دی.

د دوشنبې د شپې په ۱۱ بجې او ۱۵ دقیقو ۴ وسله والو انتحاریانو په کابل کې د پاملرنې د نړیوالې مرستندویې موسسې پر دفتر برید وکړ چې د سې شنبې تر سهار ناوخته پوري یې دوام وکړ.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت یوه پخواني رييس رحمت الله نبیل ادعا کړې چې ګواکي طالبانو د ده پر نوي جوړېدونکي دفتر برید کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *