د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت هغه ژمنې چې څو اونۍ وړاندې يې د پکتیکا له پوهنتون سره کړې وې په عمل بدلې کړې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په داسې حال کې چې د امنیت امر سمونمل عبدالروف مسعود، د قومونو او قبایلو چارو رئیس خانمر، د ځوانانو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازي یي ملتیا کوله د پکتیکا له پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د پکتیکا پوهنتون رئیس دریاخان هڅاند د والي محمد الیاس وحدت له همیشه نۍ مینې او همکارۍ څخه مننه وکړه چې له دوی سره یي کړې وعدې تل په عمل بدلې کړې دي؛ وخت پر وخت له پوهنتون څخه لیدنه کوي د پوهنتون د استادانو او محصلینو ستونزې له نیږدې اوري او هغو ته د حل لارې لټوي.
د محصلینو په نمائنده ګي عبدالخاق خالقیار خبرې وکړې او د پوهنتون په برخه کې یې شته ستونزې ورسره شریکې کړې.
ورپسې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په خپلو خبرو کې وویل خوښ یم چې د درنو استادانو او محصلینو ترڅنګ ولاړ یم او د دوی ستونزې او غوښتنې له نیږدې واورم.
وحدت وویل زه ستاسو والي نه بلکې ستاسو خادم یم د ولس د خدمت لپاره راغلی یم غواړم ولس ته ښه خدمات وړاندې کړم خو له تاسو نه هم دا غوښتنه لرم چې د پوهنتون په دوره کې له سیاسي چارو لري پاتې شئ او یوازي خپلو دروسونو ته پاملرنه وکړئ.
وحدت هغه ژمنې ته دعمل جامه ورواغوسته چې څواونۍ وړاندې یې د پکتیکا له پوهنتون سره کړې وه چې نن ورځ یې له یاد پوهنتون سره یواراده جنراتور او د محصلینو لپاره د ترانسپورت په برخه کې مرسته وکړه او همدا شان خورشیدامان کټوازي د ساونډ سیستم په برخه کې همکاري وکړه.
وروسته یې د پوهنتون د نوې ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون د ودانۍ چارې دې په منظم ډول ترسره شي، د دې ترڅنګ یي هغوی ته ډاډ ورکړچې په هره برخه کې له دوی سره پوره همکار دي.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر