چنارونه به داسې شرنګیدل لکه هره پاڼه چې یې سندره وايي. چنارونه په یوه ګرده سوپه ولاړ وو. خټینه سوپه د کوچنۍ کږې وږې او په شینلیو د پوښلې ویالې تر غاړې جوړه شوې وه. چې څنګه به لمر له کروندو د خپلو زرینو تنابونو څوکې راټولولې، نو مرغۍ به هم ډکې مښوکې د چنارونو په لور را والوتې. په مښوکو کې به یې چنجي، غلې دانې او… نیولې وې او بربنډو بچیو به یې په لیدلو شور جوړ کړ.

یو غر به شو، د چنچڼو لوی سیل به په چنار راښکته  شو،شیبه وروسته به پاڼو کې پټې شوې او بیا به هره پاڼه خوځیدله، لکه پاڼې چې د ارمونیې پردې وي، له هرې یوې به نغمه را پورته کیده.

ماشوم وم، ماښام به خپلو همزولو سره همدې چنار ته لینده (غولکه) په لاس ورغلم، سترګې به مو پاس نیولې وې، کله به مو د مرغۍ سپینه سینه ولیده  او کله به مو همداسې توکلي ګاټي وار کړل. شیبه وروسته به بڼکې لکه د (( رقص مرده)) نمایش چې وي، یوه- یوه د ځمکې په لور را خوشې وه. کله به مرغۍ را ولویده، ګاټي به یې تنکۍ سینه څيرلې وه، له کوچنۍ مښوکې به یې وینه روانه وه ، پر کلکه ځمکه به را ولویده او بیا به موږ د حلالولو لپاره تکبیرونه شروع کړل.

زموږ د ګاټو له وارولو سره به غر شو، سیل به پورته شو. یو شور به جوړ شو. وړو بچیو د الوت وس نه درلود، هغوی به چغیدل. الوتي سیل به یوه لنډه دوره ووهله او بیا به په چنار راښکته شو.

چنچڼو څه کړي وای؟ چیرته تللې وای؟ همدلته یې ځالې وې او همدلته یې کوچني بچیان وو.

دا چنارونه او مرغۍ راته اوس هر وخت یادیږي، لکه څه مشترکات چې ور سره لرم؛ تر ډيره مې ذهن کې ګرځي را ګرځي.

کټ مټ لکه خپلو ښارونو ته چې ګورم، کټ مټ لکه خپلو ښاریانو ته چې ګورم. درز شي، تورې لوخړې پورته شي. شاوخوا غوڅ شوي هډونه پر ځمکه شټیږي. د ټپیانو نالښت وي، تورو پرچو سینې څیرلې وي، زګیرویو فضا نیولې وي، ته به وایې دلته به نور بنیادم قدم وانخلي. خو شیبه وروسته پرې شوي هډونه ټول شي، جسدونه خښ شي، وینې پاکې شي، د غوښو ټوټې جارو شي او بیا هملته د خلکو ګڼه ګوڼه شي.

په هغه ځای کې ګامونه اخیستل شروع شي چېرته چې شیبه وړاندې پرې شوي سرونه پراته وو او چیرته چې شیبه وړاندې غوڅ هډونه شټیدل.

هو به هو لکه د هماغو چنارونو مرغۍ. نو دوی چیرته لاړ شي؟ همدلته یې کورونه دي، همدا یې وطن دی. همدلته یې کورنۍ دي. همدلته یې وږي بچي ان ترماښامه لاره څاري او…

انساني ښکاریان زړه خوږوالی نلري، دوی د هغو بچیو چیغې نه اوري چې وږې ګیډې خپلو پلرونو ته په تمه وي خو په انګړ ورته په وینو ککړ جسد را ننوځي.

دوی د هغو ټپیانو نالښتونه  نه اوري چې خپل ټپونه ترې هیر دي او  په دې اندیښنه کې دي چې په معیوب ځان به څنګه کار وکړي؟ څنګه به د خپلو ماشومانو وږې ګیډې مړې کړي؟   چیرته چې روغو خلکو ته کار نشته معیوبو ته به څنګه پیدا شي؟

ټپیانو سره د خپل درد اندیښنه نه وي، دوی له دې ځوریږي چې حیاناکه میرمنې به یې د وږو ماشومانو  لپاره د چا دراوزې ټکوي، هسې نه په دې بې عاطفې او وحشي ماحول کې یې مجبوریت د حیاء او پاک لمنۍ تالان ته پلمه شي او…

دوی په ویښه خوبونه ويني، دوی ته خپل او د کورنۍ راتلونکې د ویرونکیو تیارو په تل کې ښکاري او کله چې دغه تل ته متوجه شي نو یوه هیله وکړي خو هیله یې عجیبه وي.

دوی وايي:

 کاش، په همدې ورځ له ټولې کورنۍ سره قتل شوي وای! کاش داستان یې همدلته پای موندلی وای! هسې نه د داستان سپیڅلي او معصومه کرکټران د خود غرضو په شومو لومو کې ونښلي.

محمد نعمان دوست

(سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *