دا ریښتیا ده، چې علم او پوهه ټولنې ته رڼایي او ښکلا ورکوي، همدا دي، چې د کابل ادبي بنډار دوولسمې غونډې ته هم د پوهنې د بڼ څو تنکیو ګلانو نوی رنګ او ښکلا ورکړه، ځکه په دغه غونډه کې د غازي محمد جان خان مېنې دېرش ممتاز زده کوونکي وځلېدل او دغه د پوهنې د بڼ تنکي ګلان، کابل ادبي بنډار په جایزو سره ونازول.

دغه غونډه د تېرې جمعې په ورځ د زمري د میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه، په کابل کې د غازي محمد جان خان مېنه کې، د غازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې تر سره شوه.

غونډې څلور برخې درلودې، لومړۍ برخه یې د غازي محمد جان خان مېنې ممتازو شاګردانو ته د جایزو ورکولو لپاره ځانګړې شوې وه، په دویمه برخه کې یې د تېرې غونډې راپور لوستل او د هغه ارزونه وه، دریمه برخه یې هم کره کتنه او څلورمه برخه یې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه.

د غونډې مشر انجینیر صیب ذبیح الله، مېلمه یې حاجي صیب نجیب الله وو او د ستېج چارې د حبیب وقار په غاړه وې.

غونډه زموږ وړوکې خور نازیې په خپل خواږه آواز کې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کړه. ور پسې ممتازو شاګردانو ته د جایزو ورکولو برخه ګل اغا احمدي په غاړه واخیسته، چې په جریان کې یې د غونډې د مشرانو په لاس یادو شویو ممتازو زده کوونکو ته، د کابل ادبي بنډار لخوا برا برې شوې جایزې ورکړل شوې، د دغو ممتازو زده کوونکو له ډلې څخه ۱۴ تنه اول نمره، ۶ تنه دویم نمره او ۱۰ تنه هم دریم نمره زده کوونکي وو، چې په غونډه کې دغه یاد شوي زده کوونکي د جایزو ورکولو تر څنګ نور هم وهڅول شول؛ څو په خپله ښوونه او روزنه کې زیات کوښښ وکړي، ځکه د هېواد راتلونکې تر دوی پورې تړلې ده. همدا رنګه احمدي دا هم زیاته کړه، چې موږ په پام کې لرو؛ څو د کابل په سطحه د وردګو ولایت ممتازو زده کوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې د خپل توان او دوستانو د همکارۍ په اندازه جایزې ووېشو، څو دوی او نور خواږه زده کوونکي د ښوونې او روزنې په برخه کې نور هم وهڅول شي او مخ په وړاندې د بریالیتوب ګامونه کېږدي. ورپسې یوه وړوکي زده کوونکي، احمد تمیم ممتازو زده کوونکو ته یو ښکلی شعر ډالۍ کړ.

د غونډې په دویمه برخه کې مجيب الرحمن محمودي د تېر په څېر د تېرې غونډې راپور ولوست، چې په عامه توګه، ګډون والو راپور خوښ کړ او د راپور ستاینه یې وکړه او ویې ویل چې راپور یې په ښکلو بیتونو سره پیل کړی ؤ، خور شید احمد فطرت هم د راپور ستاینه وکړه، چې روان وو او په داسې هنري ډول لیکل شوی و، چې اورېدونکي یې له خانه سره یوړل، خو څوټکو ته زه اشاره کوم، چې هغه زما په نظر یوڅه اضافي ښکاري، لکه په یوه ځای کې لیکل شوي وو، چې ( یوولسمه غونډه وکړه) که دا لیکل شوي وای، چې یوولسمه غونډه تر سره شوه، همدارنګه بل ځای لیکل شوي وو، ( د غونډې ګډون کوونکو دا هم ورسره تایید کړه) که د هم کلیمه ترې لري شي، ښه به وي، بله داچې یو بل ځای لیکل شوي وو، ( غریب دوست ترنم هم وکړ) چې دلته د (هم) کلیمه زما له نظره اضافي ښکاري، خو وقار وویل، چې موږ باید د لیکنې د روانتیا او ښکلا په خاطر ځینې ترکیبي کلیمې په لنډ شکل واړوو، لکه غونډه ترسره شوه، لنډ لیکو، چې غونده وشوه، همدا رنګه (شتون لري) لنډ لیکو (شته)، چې دا ټکي زیاتره په دغه راپور کې په سمه او لنډه توګه مراعات شوي دي، نو ویلای شو، چې راپور ښکلی، روان او په ښه هنري ډول لیکل شوی دی، جملې یې لنډې دي، لوستونکي او اورېدونکي نه ورسره خسته کېږي، نو لیکوال ته د لا نورو بریاوو په هیله.

په راپور له نظر ورکولو وروسته محمودي له ټولو کره کتونکو مننه وکړه او د غونډې دریمه برخه پیل شوه.

دا چې په تېره غونډه کې پتیل شوې وه، چې احمدي به د کره کتنې لپاره خپله کیسه وړاندې کوي، خو د غونډې د زیاتره ګډون کوونکو په مشوره، په دغه غونډه کې نصرت الله زیارمل خپل یو شعر کره کتنې ته وړاندې کړ، چې شعر یې په لاندې ډول ؤ.

ښه شوې چې راغلې راته رادې وړه خوښي اختره

یو ځل دې بیا زړونو کې راوسته مستي اختره

ستا له راتلو سره سم ټول خلک بازار ته ولاړل

ځان سره رایې وړل جوړې جوړې کالي اختره

ځوانان سپین ږیري هلکان مو په خندا ولیدل

پېغلو هم راوړل له بازار څخه بنګړي اختره

د ښار کوڅو کې بې له دوړو بل څه نه ښکارېدل

نن پکې وځلېدل سره او شنه ټکري اختره

سبا مې نیت کړی چې ستا مبارکي به ور وړم

یوه دنداسه او څو خالونه د تندي اختره

د نجونو مینځ کې یې ورځ ټوله په خندا تېره کړه

ورځم چې دود کړم ورته ښه ډېر سپېلني اختره

پوره یوه میاشت یو له بل څخه جدا ګرځېدو

خو نن یې پټه راکړه ستا مبارکي اختره

زیارمل به ټوله ورځ خوشاله او نېشه وي ځکه

مبارکۍ کې یې اخیستي اننګي اختره

شعر په عامه توګه د غونډې د برخوالو خوښ شوو احمدي، محمودي، وقار او ځینو نورو یې ستاینه وکړه، ټول بیتونه یې ښه روان وبلل او ویې ویل، چې اختر یې ښه پکې انځور کړی دی. همدا رنګه په یوه بیت کې، د ښار په کوڅو کې د دوړو یادونه شوې وه، په دې اړه محمودي وویل، چې دا د وطن د آبادی لپا ره ښه پیغام دی، چې خپل وطن باید آباد کړو او پاک یې وساتو، احمدي هم دا خبره تاید کړه او ویې ویل چې دلته د آبادۍ اختر ته هم اشاره شوې، لکه د سرو او شنو رنګونو ځلېدل، چې دغه بیتونه او وروستي بیتونه، چې شاعر له خپلې معشوقې سره مبارکي کوی، دا مې ډېر خوښ شول.

ډګر وال محمد یاسین وویل، چې په دغو بیتونو کې د دوړو یادول د اختر ټولییز والی ښیي، په کومو ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته شي خامخا دوړې لیدل کېږي، نو دلته هم د اختر ګڼه ګوڼه انځور شوې ده.

عبد الله هم شعر خوښ کړ، خو یوه بیت ته یې اشاره وکړه، چې شاعر لیکلي وو، (  پوره یوه میاشت یو له بل څخه جدا ګرځېدو ـــ   خو نن یې پټه راکړه ستا مبارکي اختره)، چې دغه بیت سمه مانا نه ورکوي، ځکه په روژه کې هم خلک یو له بله نه وي جدا، په بازار، کاري ساحه، جوماتونو او همداسې نورو ځایونو کې یو له بل سره ویني، چې محمودي هم د عبد الله د خبرو د تاید په خاطر وویل، چې که دغه بیتونه داسې بدل شوي وای، چې ( پوره یوه میاشت په دې تمه وم، چې خامخا به ــــ په ډېره مینه راکوی مبارکي اختره) ښه به ؤ، ځکه دغو بیتونو به یوڅه زیات معنوي مفهوم پیدا کړی ؤ، یعنې پوره یوه میاشت به دی په دې تمه ؤ، چې د دغه روژې او دغه عبادت په بدل کې به الله پاک اجر راکوي.

همدا رنګه شهزاد هم د شعر ستاینه وکړه، ده زیاته کړه، چې د شعر ماهیت د شعر له منځ پانګې څخه مالومېږي، دا چې د نړۍ پوهان وایي، چې ښه او قوي شعر هغه دی، چې د ټولنې د اصلاح لپاره ویل شوی وي، نو دا شعر له همدې امله ښه او قوي شعر دی، ځکه په دې کې د ټولنې د اصلاح لپاره ښه پیغام پورت دی.

د کره کتنې په پای کې زیارمل له کره کتونکو څخه مننه وکړ، ده زیاته کړه، چې ستاسو نظرونه به له ماسره د شعر په لیکلو کې زیاته مرسته وکړي او هیله لرم چې په راتلونکې کې به زما په شعرونو کې یو مثبت بدلون ووينی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره پیل شوه، چې ګڼو شاعرانو پکې ترانې او شعرونه وویل، همدارنګه د مشاعرې په پای کې حبیب الرحمن مظلومیار په طنزي ډول د خپل ژوند یوه په زړه پورې خاطره ګډون والو ته واوروله، چې د ټولو په شونډو یې خوښي او خندا راوسته.

له مشاعرې وروسته د غونډې مشر انجینیر ذبیح الله غونډه وستایله، له ګډون والو یې مننه وکړه، چې د غونډې په ټولو برخو کې یې فعاله ونډه واخیسته او د داشان نورو غونډو د دوام په اړه یې تاکید وکړ.

په پای کې د غونډې ویاند وقار وویل، چې په راتلونکې غونډه کې به احمدي خپله کیسه کره کتنې ته وړاندې کوي او غونډه به په خپل وخت سره یعنې دوه اونۍ وروسته په همدغه ځای کې جوړېږي او د یوې لنډې دوعا په ویلو سره یې غونډه را ونغښتله.

2 thoughts on “د کابل ادبي بنډار دوولسمه غونډه/مجيب الرحمن محمودي”
  1. دا په ریښتیا هم یو نیک عمل دې. الله ج د وکړې چې دا ډېوې همداسې بلې وساتل شي. یوه پوښتنه لرم چې دا د غازي محمد جان خان لومړنۍ ښونڅې چیرې دې په کومه ساحه کې. او بل دا چې د غازي محمد جان خان مینه په کوم ځای کې موقعیت لري. که مو ځواب راکړ منندوي به مو وم

  2. قدرمن نجیب صیب! د غازي محمد جان خان منځنی ښوونځی، قرغې ته نیژدې، د خواجه جمع د زیارت په شا کې د غازي محمد جان خان په مېنه کې دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *