ډاکټر نوید رنځورمل –
ډاکتر فیروزالدین فیروز د انتخاباتي جنجالونو له پای ته رسیدلو سره سم د عامې روغتیا وزارت ته نوماند شو.
هغه په ولسي جرګه کې د باور تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړې. ښاغلی فیروز د ډاکتر سهیلا صدیق د وزارت پر مهال د دې وزارت تخنیکې مرستیال و، او تر ډیره د وزارت تخنیکي کارونه د نوموړی په قیادت ترسره کیدل چې د ډاکتر سید محمد امین فاطمي په ارتګ سره یې ډاکتر فیض الله کاکړ ځای ناستی او له هغې وروسته ډاکتر فیزوز نږدې لس کاله په شخصي کارونو بوخت پاتې شو.
په دې ترڅ کې یې د افغانستان د حکومتوالۍ انستیتوت په نامه یو بنسټ جوړ او ځان یې په کې بوخت کړ چې ډیره برخه یې د روغتیا په برخه کې څیړنې وې.
ډاکټر فیروز د هندوستان او انګلستان له هیوادونو څخه دوه ماسټرۍ لري او د روغتیایي رهبرۍ په برخه کې ځانګړې مطالعه او څیړنې لري. په دا دومره وخت کې یې له هیڅ سیاسي جریان څخه په ښکاره ننګه نه ده کړې او هیڅکله یې هم ځان د کوم سیاسي جریان پورې تړلی نه دی ګڼلی.
ویل کیږي چې د ټاکنو په جریان کې د عبدالله ډلې د صحي کمیټې د مشرۍ غوښتنه کړې وه خو نوموړي په یو شکل رد کړې وه ځکه نه یې غوښتل په تلویزیوني بحثونو کې ځان په یوې ځانګړې ډلې پورې ونښلوي. وزارت ته له ورپیژندل کیدلو سره سم یې ځینې کسان په دنده وګمارل چې یوه زیاته برخه یې پښتانه ول، خو دا پښتانه هم هغه پښتانه نه ول چې د کوم سیاسي جریان سره دې اړیکې ولري، بلکه د افغانستان د روغتیایي سیستم پیژندل شوې څېرې وي او لیاقت او درایت یې ټولو ته څرګند و.
دغه وخت نوموړی یو شمېر تاجکو متعصبینو تر سختو فشارونو لاندې ونیو. ویل کیږي چې دغه ډله له پخوا نه په وزارت حاکمه وه او ان د سید محمد امین فاطمی په وخت کې د کجل (کنړ، جلال اباد، لغمان) اوسیدونکو تقرر په وزارت کې مطلق بند و.
فاطمي به د همدوی له ویرې هغوی ته چې د دې درې ولایتونو وو په ښکاره د نه تقرر ویل. دوی لا هم په دې وزارت کې کلیدي چوکۍ لري چې مشري یې نن سبا د دې وزارت مالي او اداري مرستیال په غاړه لري.
نوموړی مرستیال او ملګري یې د تعصب په بویناکه ناروغۍ اخته دي او همدوی و چې د ټاکنو پر مهال به یې په ښکاره پښتنو ته کنځلې کولې.
تر ټولو بده یې لا دا چې د دې متعصبې ډلې تر شا د بلخ اوسنی مستبد والي عطامحمد ولاړ دی او ټولې لارښوونې له هماغه ادرسه اخلي. ویل کیږي چې د ډاکتر فیروز اړیکې د بلخ د عامې روغتیا د ریس ډاکتر میرویس ربیع سره هم ښې نه دي او لامل یې د هغه پراخه مالي او اخلاقي فساد دی. میرویس ربیع د عطا نور باجه او د غلاوو اصلي شریک او رازدار دی.
د تاجک متعصبینو د ډلې عمده شکایت دا دی چې ګویا ولې ډاکتر فیروز پښتنو ته په وزارت کې موقفونه ورکړي او په خپلو ګمارنو کې قومي او ژبنی تعصب په پام کې نه نیسي، فیروز هر ځای ښکاره د تعصب په وړاندې غږیږي او په وزارت کې له ډیری پښتنو سره په پښتو ژبه خبرې کوي.
نن سبا په رسنیو او برېښنالیکونو کې د ده په اړه ډول ډول شایعات د همدې ډلې له خوا خپریږي، د بیلګې په ډول د اقتصاد وزارت څخه د انجوګانو اسناد راباسي چې نوموړی په کې یا د یوې مؤسسې مشر یا یې هم غړی دی. دوی دې ته نه ګوري چې دا لس کاله چې ډاکتر فیزوز په کور ناست و او رسمي دنده یې نه درلوده نو څه به یې کول؟ له همدې له لارې یې ځان ته نفقه پیدا کوله.
دوی دا تبلیغات د بشري منابعو د مخلوع رییس سره یو ځای د ده په اړه دا تبلیغات روان کړي دي.
د بشري سرچینو پخوانی ریس د خلیلي د ډلې څخه دی او د پښتنو په وړاندې ډیر تعصب لري. دی د کرزي په دوره کې ۵ کاله په ناقانونه ډول په دې چوکۍ ناست و، هغه وخت په رقابتي ازموینه کې نومړی ناکام او د ډاکترعجب ګل مومند په نامه یو کس چې په ازموینه کې یې ۸۵ نومرې وړې و بریالی شوی و خو د خلیلی زور مومند په تش میدان او شهیر پنځه شپږ کاله ریاست وکړ او د خپل قوم بلا ډیر کسان یې وګمارل.
پورته شواهدو ته په کتو سره زمونږ ملي ګټې دا ایجابوي چې په دې حساسو شیبو کې د ډاکتر صاحب فیروز ملاتړ وشي او د دې متعصبو کړیو په وړاندې چې په ښکاره نورو قومونو ته کنځلې او سپکاوی کوي مبارزه وشي.
جناب وزیر صاحب که هر څه کړی وی خو یو بد کار یی دا کړی دی چی دعامی روغتیا وزارت د معاصر ی زوعتیا د تر ټولو لوی خدمتګار او د همدغه وزیر استاد او اشرف عنی الپاره په وزارت کی کمپاینر چي د افغانستان د لوی عالم او خدمتګار مرحوم پوهاند غضنفر وفادار شاګرد او ستر اجتماعی شخصیت او د تر لسو زیاتو ظروری اثارو مولف او د پوهنتون استاد داکتر پوهندوی بشیر نورمل چی د روغتیا وزارت مغز ګنل کیږی له نظره غورځولی