(د اقليم د بدلون او د نړۍ د تودوښې په اړه علمي او څېړنيزه مقاله)

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان وايي، څومره چې جګړې د خلکو ژوند اخلي او ګواښې، هماغومره ککړه هوا یا خراب چاپېریال ګواښوونکی او وژونکی دی. خو د دې جدیت په دې کې هم دی چې خراب چاپېریال د انسانانو په شمول په هوا او اوبو کې شته ژویو او همداراز ونو، بوټو ته هم زیان رسوي. همدا علت دی چې په نړۍ کې نن سبا د چاپېریال ساتنې او د اقلیم د بدلون موضوع جدي نیول شوې او پر دې برخې په لوړه کچه پانګونه روانه ده چې څنګه په ځانګړي ډول پرمختللي او صنعتي هېوادونه د اقلیم د بدلون له ناوړه اغېزو ځانونه خوندي کړي. خو د چاپېریال او د هوا د ککړتیا موضوع داسې نه ده چې که یو هېواد ترې ځوريږي نو د ګاونډ پاک چاپېریال لروونکی هېواد به ترې خوندي وي؛ هوا په پړو څوک را ایسارولی شي؟

تېرکال نيپال ته د چاپېریال اړوند موضوعګانو په اړه یوه روزنيز ورکشاپ ته د منځنۍ آسیا په کچه د چاپېریال او د غرونو د ساتنې یوې ادارې ICIMOD د سيمې هېوادونو یو شمېر ژورناليستان وربللي وو.هلته پوه شوم چې د هند د چاپېریال د ککړتیا له کبله د دغه هېواد پولو ته څېرمه د نيپال هېواد پرتې ځینې سیاحتي سيمې څومره بدې اغېزمنې شوې دي او اقتصاد ته يې څومره تاوان اوښتی دی. نو، که د یوه هېواد هوا ککړه ده د ګاونډ يو هېواد يې هم له ضرره په امان نه دی بلکې دا ککړتیا زر او یا ځنډ هلته هم خپل بد تاثيرات پرېباسي. افغانستان هم د ځینو ګاونډي هېوادونو د چاپېریالي ککړتیا تر ګواښ لاندې دی. پخپله په افغانستان کې د چاپېریال او د هوا د ککړتیا او د تودوښې د رامنځ ته کوونکو مواردو له ډلې يې یو هم د خښتو بټۍ دي. د خښتو بټيو او د هوا په ککړتیا او تودوښه کې د دوی د رول په اړه به وروسته مفصلې خبرې وکړو. دلته به څو شيبې د نړۍ د تودښې او د اقليم د تغیر اړوند یوې بلې مهمې موضوع ته اشاره وکړو چې د نړۍ ساينسپوهان او د چاپېریال ساتنې اړوند ادارې نن سبا بحثونه پرې کوي او ډيرې ورته په اندېښنه کې دي.

دې موضوع ته په انګليسې کې د 1.5°CDegrees Limit  اصطلاح کارېدلې چې په پښتو کې يې ۱.۵ درجې حد بللی شو. په څه معنا؟

په ۲۰۱۵ کې په پاريس کې د اقليم د تغير او د نړۍ د تودښې په اړه په نړيواله کچه ګڼو متخصصينو، ساینسپوهانو او لوړ پوړه پاليسي جوړوونکو چارواکو بحثونه وکړل، چې د نړۍ تودوښه له ورځې بلې ته په زیاتېدو ده، د جنوبي قطب کنګلونه په چټکۍ سره په ویلي کېدو دي خو لا هم هر هېواد تر خپله وسله لګیا دی ګلخانه‌يي ګازونه او کاربن توليدوي. نو په راتلوونکو څو کلونو کې – تر دې وړاندې چې د نړۍ تودوښه موږ ووژني – باید کنټرول شي او د دې کنټرول لپاره یو حد باید وټاکل شي او هغه حد ته د رسېدو لپاره هر هېواد باید هلې ځلې وکړي. په دغه کنفرانس کې دوی په دې سره سلا شول چې د نړۍ د تودوښې کچه باید حداقل له 1.5 او حداکثر تر 2 درجو وانه وړي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره د نړۍ هر هېواد په ځانګړي ډول ستر صنعتي هېوادونه باید هڅې ګړندۍ کړي.

Breakد هوا او د اوبو د ککړتیا او د چاپېریال ساتنې برخې یو افغان کارپوه  ” ریاض درمل“ وايي چې په دې وروستيو څو کلونو کې د نړۍ تودوښه 0.85 درجې لوړه شوه چې د اقليم د بدلون او د نړۍ د تودښې په برخه کې يې مضر بدلونونه رامنځ ته کړل، نو ځکه ساینسپوهان او د چاپېریال ساتنې برخې متخصصين په اندېښنه کې شول چې که چېرې موږ همداسې ګلخانه يي ګازونه لکه کاربن ډای اکسايېډ، کاربن مونو اکسايېډ او میتان توليدوو، دا د Green House Effect  په نوم په فضا کې داسې یو جال جوړوي چې که یو خوا د لمر انعکاس شوې مضره وړانګې نه پرېږدي چې فضا ته ستنې شي نو بلخوا هوا ته د ځمکې د تودوښې د تللو لار ډب کوي. د ځمکې پر سطحه د دغو پاتې کېدل ځمکه له ورځې بلې ته تودوي چې ښايي یو وخت په نړۍ کې ژوندي سرو ته ژوند کول ناشوني شي.

ساينسپوهان په دې نظر دي چې کله د نړۍ تودوښه زیاتيږي نو Eco system  زیانميږي.افغان ډاکټر محب الله زغم هم وايي چې کله هوا توديږي نو په فضا کې د باکتریاوو او مېکربونو وده زیاتيږي چې د مختلفو انتاني او میکروبي ناروغيو سبب ګرځي. دی وايي چې دا ټول ژوي، بوټي او الوتونکي په ټوله کې یو له بل سره مرسته کوي چې د   Eco system په نوم یو سالم چاپېریال وساتي.خو په دغه سيستم کې بدلون د یادو ستونزو په شمول د ونو بوټو ناروغۍ هم پيدا کوي چې د کرکيلې په زیان تماميږي.

ښاغلی ریاض درمل هم ورته نظر لري او وايي چې کله اقلیم بدليږي او تودوښه زیاتيږي نو کنګلونه ویلي کېږي، ورو ورو د سیلاوونو سبب ګرځيچې زراعت او د انسانانو ژوند ګواښي. دی وايي چې د اقلیم د بدلون له کبله د یوې سيمې الوتونکي، ژوي او مارغان کډوالۍ ته مجبوريږي او هغو هېوادونو ته بیا نه ورګرځي چې هوا يې مناسبه نه وي. نو ځکه باید د تودوښې د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال غني مدقق هم د دې ادارې لخوا په ۲۰۰۹ کال کې د یوه خپاره شوي رپوټ پر استناد وايي چې په افغانستان کې د اقلیم تغير تر ټولو زیات د اوبو سکتور زیانمن کړی دی. چې د زراعت په شمول يې د خلکو روغتیا او اقتصاد ته هم زیان رسولی. دی د اقليم د نواساناتو په نوم د ځينو موسمي بدلونونو په ډله کې د بې وخته ورښتونو خبره کوي او وایي چې کله یوه فصل ته د باران ضرورت وي، په هغو ورځو کې د باران نه کيدل د فصل پر ودې او محصول نيغ په نيغه اغيز لريچې په دې وروستيو کې يې افغان بزګرانو ته تاوانانونه ور اړولي دي.

دغو ټولو ستونزو ته په کتو سره ځکه ساینسپوهان او د چاپېریال اړوند موضوګانو متخصصان دې پرېکړې ته رسېدلي چې که د نړۍ پر مخ د انسانانو، نورو ژویو او ونو، بوټو بقا غواړو نو د نړۍ تودوښه باید کنټرول کړو او پر ځمکه له هر اوسېدونکي وګړي رانيولې بیا د هر هېواد دولت باید ځان مکلف وګڼي چې د نړۍ د تودوښې مخنيوی وکړي او پرې نږدي چې په راتلوونکو لسيزو کې د ځمکې د تودوښې کچه تر  1.5 او  یا 2 درجو واوړي.

***

لکه څنګه چې ښاغلي ریاض درمل وویل ګلخانه يي ګازونه او د کاربن ګاز توليد د نړۍ د تودوښې سبب کیږي. دغه ګازونه د ربړونو، پلاستيکونو، د ډبرو سکرو، نفتي موادو خصوصاً د ډيزلو او د ورته نورو توکو په سوځولو سره رامنځ ته کیږي. چې له لویو کارخانو رانيولې بیا د خښتو پخولو تر بټيو، حمامونو، نانوايیو او د کور تر نغري پورې په لویه او په وړه کچه مضره ګازونه توليدوي چې د هوا د ککړتیا او د ځمکې د تودوښې سبب ګرځي. د افغانستان اکثره وګړي له فقره کړيږي نو همدا علت دی چې غريبې کورنۍ په ځانګړي ډول په ژمي کې د خپلو کورونو د تاودو ساتلو په خاطر زاړه ټېرونه، ربړونه، پلاستيکونه او حتی د حيواناتو هډوکي سوځوي.

پهتېرژمي کې له یوه ځوان سيدشاه سره غږېدم چې تازه له ننګرهاره کابل ته راغلی و، ویل یې چې یو وخت به پر ماهيپر راوښتلې نو تر لرې لرې به د کابل غرونه او ودانۍ ښکارېدلې خو اوس پر ټول کابل له دود او لوګیو جوړ یوه خواره شوي څادر نه پرته بل هيڅ شی په دوو سترګو نه لیدل کیږي.

همدغه ماهيپر ته نارسيده او د کابل په څو کلومترۍ کې د  ”ده سبز  “ سيمه ده چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې څېړنې پر اساس د ټول افغانستان په کچه له کابو ۱۲۰۰ د خښتو پخولو بټيو له ډلې يوازې تقریباً ۱۱۰۰ بټۍ په دې سيمه کې فعالې دي.چې د دغه ادارې د مرستیال غني مدقق په وینا پخوا د خښتو په بټيو کې د خښتو د پخولو لپاره پلاستيکونه، زاړه ټېرونه، ربړونه او د حېواناتو هډوکي سوځول کېدل چې د ده په اصطلاح چټله انرژي وه خو اوس د ډبرو سکاره سوځول کیږي چې په اسانه پېدا کیږي او قيمت يې هم لوړ نه دی، که څه هم هغه هم د ده په وینا پاکه انرژي نه ده خو نسبتاً یو ښه ګام اخيستل شوی دی.

د چاپېریال ساتنې برخې افغان کارپوه ریاض درمل هم وايي چې په دغو بټيو کې په لوړه کچه د ټایرونو، ربړونو او… سوځول – د دې تر څنګ چې تودوښه توليدوي – د نورو مضره ګازونو په شمول د ډایاکسين په نوم یو خطرناک ګاز هوا ته ليږي چې د سرطانونو سبب کیږي. دی همدا راز د دغو بټيو سنتي او زاړه سيستم ته په اشارې سره وايي چې دا اوسنی ډول يې د عصري سيستمونو په پرتله، هوا څو چنده ډېره ککړوي.

څه موده مخکې د یوې څېړنې لپاره د کره معلوماتو د تر لاسه کولو او په دې د پوهېدلو لپاره چې په افغانستان کې د خښتو د پخولو دغه بټۍ په څه وړ سيستم جوړې شوې دي، ”ده سبز“ سيمې ته ورغلم. ځای ځای مې د خښتو بټۍ ولیدلې چې غېږ غېږ لوګی ترې پورته کېده.ماشومان، تنکي زلمي، ځوانان او د پاخه عمر کسان پکې په کار بوخت وو. چا خټه جوړوله، څوک پکې ختل، چا اوبه ورته راوړې، چا قالبونه اخیستي وو او خښتې يې وهلې. دغه سيمه که یو خوا د خښتو بټيو مېناره ډوله نلونو (دودکښونو) نيولې نو بلخوا لويې لويې کندې پکې ښکاري چې د خښتو لپاره خټه ترې وړل شوې ده او تر ډېره سپېره ډاګ ته ورته ښکاري.

د خښتو یوې بټۍ ته په رسېدو مې یوه ډله کسان ولیدل چې له پخو ښختو يې مازده موټر ډکاوه. یو بل ځوان لږ پاس ولاړ و. چې ورنږدې شوم یوازې د سترګو او د غاښونو سپين يې سپين پاتې وو، مخ يې لوګیو او د ډبرو سکرو ګرد تورکړی و. پیاڅو(اوسپنيز سيخ) يې په لاس کې و. د ده تر څنګ له درېدو سره مې ګرمي حس کړه، زه نه پوهېدم چې پر ځمکه نه بلکې پر هغو زرګونو خښتو ولاړ یم چې لاندې اور پسې بل دی او پر سر پرتو خاورو باندې يې موږ ولاړ یو. دغه ځوان نجیب الله نومېده او د کندز و. ما ویل په خښتو پسې څنګه اور بلوې او څه سوځوې؟ ده د هماغه اوسپنيز سيخ (پياڅو) په اشاره وړاندې تګ ته وروبللم. دا د دوو دودکښونو تر منځ ځای و، له دودکشونو لوګی خوت، د پياڅو په چنګک يې اوسپنيزې خولۍ ته ورته اوسپنه له ځمکې راپورته کړه، چې لمبه ترې راووتله. ویل دا ګورې؟ ما هغه سوري ته کتل چې لمبه ترې راپورته کېدله. دا لمبه د خښتو له منځه راوتله او خښتې داسې تکې سرې ښکارېدلې لکه سره زر چې ځليږي. نجیب الله ویل چې د دغو خښتو تر منځ مو واړه واړه تونلونه (سوري) پريښي او له پاسه د ډبرو سکاره وراچوو او پخوو يې، چې کله يې رنګ سور واوړي نو پوه شو چې خښته پخه شوې ده. له همدې سره يې د ډبرو د سکرو یوه وړه بيلچه په شرنګ ورواچوله، ګرد ترې راپورته شو، ده وټوخل او زه ترې را څنډې ته شوم.

عبدالله ذاهد د” ده سبز“ سيمې په یوه بټۍ کېمنشي دی، چې د ده په وینا تقریباً ۹۰ کسه پکې کار کوي او درې ډوله خښتې )قالب، سانچه او چوکه تولیدوي.ما ویل دلته د خښتو بټۍ په څو ډوله دي؟ ده ویل په دوه ډوله دي. یو ډول ته يې چمني بټۍ واييچې له غټو بېلرونو سازيږي او له یوه ځایه بل ته وړل کېدای هم شي. او بل ته يې بمبو بټۍ وايي چې پر يوه ځای د مېنارې په ډول له خښتو جوړیږي. ما ویل مصرف د کوم یو ډېر دی؟ ده ویل، تر بمبو هغې چمني بټۍډېر مصرف لري.

(مصرف ډېر لري) معنا دا چې د سون توکي ډير پکې سوځيږي او معلومه خبره ده چې هوا به هم هماغومره ډېره ککړوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ښاغلی مدقق هم وايي چې لا هم په افغانستان کې د خښتو بټيو سکتور سنتي او په دوه ډوله دی چې یوه ته موبایل چمني (ګرځنده دودکښ) او بل ته فېکس چمني (پر ځای ولاړ دودکښ) وايي، چې د ده په وینا ګرځنده دودکښونه تر دا بل هغه ډيره هوا ککړوي.

منشي عبدالله ویل پخوا يې د خښتو پخولو لپاره په بټيو کې ربړونه او زاړه ټېرونه سوځول خو د چاپېریال ساتنې ادارې د لارښوونې په اساس اوس له هغوی استفاده نه کوي. بس یوازې د اور روښانولو لپاره له ربړونو کار اخلي نور د ډبرو سکاره سوځوي. دی وايي چې په یوه دوره کې له ۸۰۰ زره نيولې، تر څه باندې ۹۰۰ زره خښتې پخول کیږي چې په ۸۸-۹۰ کلونو کې به يې په ورځ کې له ۵۰ زرو تر ۱۰۰ زرو خښتې خرڅولې خو اوس د ورځېایله لس زره او یا شل زره خرڅې کړای شي، ځکه چې نوې ابادۍ کمې شوې دي.

منشي عبدالله مې وپوښت چې د ډبرو سکارو په یوه ټن به څومره خښتې پخې شي؟ ده ویل چې ۵ زره خښتې پخولی شي. ما ویل په افغانستان او په کابل کې نور چېرې د خښتو بټۍ شته؟ ده ویل چې د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ، دلته د باګرام په باريکاب سيمه، پدخاک او په پغمان او کلکان کې هم د خښتو ګڼې بټۍ شته.

که د ”ده سبز“نوم ته ځير شو، دا دري نوم دی او په پښتو يې لفظي معنا  ”زرغون کلی“ دی. خو ښاغلی مدقق وايي چې دا کلی د شين والي او د کرهڼې له اړخه تر ګواښ لاندې دی. ځکه چې ځای خو به هماغه ډېر سوځي چې اور پرې بليږي. دی وايي،د خښتو له ویستلو سره دوی د کرکيلې لپاره مناسبه او په اصطلاح سره زر خاوره په خښتو بدلوي چې په راتلوونکو څو کلونو کې به په  ”ده سبز“کې د کرکيلې امکانات کم وي او اوس هم خوندي نه دی. ښاغلی مدقق وايي:

هغه انګور چې یو وخت به دلته تولیدېدل اوس هغه تولید نه لري. د انګورو یوه باغ کې که یوې پاڼې ته ځير شئ او سطحه يې د نوک پر شا وتوږئ، تاسې به تور خيری پيدا کړئ چې پرې ناست دی. علت يې دا دی، کوم شبنم چې هلته د شپې پر پاڼو تشکليږي، دغه دود چې د ورځې هوا ته تللید شپې بېرته کیني، له نم سره ګډيږي او پر پاڼه پاتې کیږي چې د دغه خيري تشکیل پاڼه تنفس ته نه پرېږدي او هغه زیانموي. نو د خلکو د صحت تر څنګ يې د زراعت ژوند هم زیانمن کړی دی. د دې تر څنګ هلته واړه ماشومان درانه کارونه کوي او غریبې کورنۍ پکې ګرو دي.

ښاغلی مدقق وايي چې دا هغه سکتور دی چې د ټولنې درې ضروري بنسټونه (اقتصاد، ټولنيز ژوند او چاپېریال) درې واړه محوره پکې تخريبږي.

د ده سبز سيمې په یوه بټۍ کې کارکوونکی عمر خوړلی سړی فضل الرحيم – چې له ننګرهاره کډن هلته میشت شوی- وايي چې کله کله د خښتو په بټيو کې بسته کورنۍ له څښتن سره ګرو کیږي، ځکه چې قرض ترې اخلي او بيا يې ورپرې کولی نه شي نو مجبوريږي چې واړه ځږه ټول کار وکړي او د مالک پور پرې کړي.

هلته لږ هاخوا په یوه بله بټۍ کې څو کاريګر په کار لګیا وو او خښتې يې ایستلې. د څلورو ماشومانو ۱۲ کلن ګلاب، ۱۰ کلن حیات، ۸ کلن سلیم او ۵ کلن فضل کريم په خاورو له ککړو جامو او لينګیو داسې ښکارېدل چې دوی هم تر خپله وسه د خپلې روزۍ بار پخپلو اوږو وړي.

۲۵ کلن موسی خان له خپل پلار سره له اته کلنۍ راهيسې خښتې ایستلې. اوس پکې استاد دی او د یوې بټۍ په احاطه کې يې له خپلې کورنۍ سره اړولي دي. د ده درې نور کشران وروڼه هم هماغلته کار وسره کوي. د میاشتې له ۱۰ تر ۱۲ زرو افغانۍ پېدا کوي. دی د خښتو کار دروند بولي او وايي چې له مجبورۍ بله چاره نه لرو کنه نو ډېر سخت کار دی.

۲۸ کلن ځوان محمدرفيق يوې بټۍ ته څېرمه په یوه خټين کور کې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره ژوند کاوه، ویل يې چې د اخلي پخلي لپاره لرګي نه لري، همدا کولا (د ډبرو سکاره) راوړي او ډوډۍ پرې پخوي. دی وايي چې زه، ماشومان او د کور مېرمنې مې د دغو سکارو د لوګي د تنفس کولو له کبله د سينې او د معدې په ناروغۍ اخته شوي یو.

هغه نجیب الله چې په خښتو پسې يې د ډبرو سکاره اچول او ټوخل يې، ومې پوښت چې ناروغ يې که څنګه؟ ویل يې:

همدې سکرو او همدغو خښتو ناروغي راچولې، د سویو سکارو راټولول بل غم دی چې زهر تفس کوو. سينه مې وایم که غلبيل ده او ساه بندي راته پېدا شوې، زکام هم یم. څه چې وګټم په ناروغۍ يې ورکړم

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې هر کال نږدې درې زره کسان د تنفسي ناروغيو له کبله مري چې په دې کې د هوا او د چاپرېال ککړتیا مهم رول لري. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د محيطي صحت برخې مشر کنشکا بکتاش ترکستانی هم ورته خبره کوي او وايي چې د هوا ککړتیا خلکو ته ځینې تنفسي او په ځانګړي ډول ماشومانو او مېرمنو ته یو شمېر انتاني ناروغۍ پېدا کړې دي.

د ښاغلي مدقق په وینا که څه هم افغانستان صنعتي ککړتیا نه لري ځکه چې په افغانستان کې صنعت لا هغومره وده نه ده کړې خو د حمامونو او د خښتو په بټيو کې د ربړونو، پلاستيکونو او د ډبرو سکرو سوځول د دې سبب شوي چې د افغانستان د لویو ښارونو خصوصاً د کابل هوا ککړه شي. د ده په وینا:

څو کله مخکې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له ځینو دولتي ادارو سره په ګډه یوه څېړنه وکړه، په دې څېړنه کې څرګنده شوه چې د کابل د هوا په ترکیب کې د PM10, PM5, PM2.5په نوم معلق زرات موجود دي او د PMM په نوم د زراتو کچه پکې 150 في مترمکعب ته رسېده. دا هغه زرات دي چې نه بوی لري او نه په سترګو لیدل کیږي خو په هوا کې شته او موږ ټول ژوندي سري يې تنفس کوو چې د هماغه څو کاله پخوانیو شمېرنو له مخې چې له موږ سره د عامې روغتیا وزارت په رسمي ډول شريکې کړې وې، دا راښيي چې په کابل ښار کې کابو درې زره کسان د تنفسي ناروغيو له کبله مري. دا په دې معنا نه ده چې د هوا ککړتیا دوی وژني خو ښايي زیات لامل يې د هوا ککړتیا وي چې د افغانستان په څېر غریب هېواد هر کال یوازې د همدې ناروغيو د درملنې په برخه کې په مستقیم او په غېر مستقیم ډول نږدې څلور میلیارده افغانۍ مصرفوي.

ما ویل د افغانستان په کچه د چاپېریال ساتنې د یوې ادارې په حېث په داسې مسایلو کې لومړی مخ تاسې ته دراوړي. د دې ستونزې د حل لپاره مو څه غم خوړلی دی؟

ښاغلي مدقق ویل چې د خښتو بټيو مسئله په ټولييز ډول دهوا د ککړتیا د عواملو په لیست کې یو شامل سکتور دی، چې پنځه کلن عملي پلان ورته تر لاس لاندېلرو او مختلفو دولتي ادارو ته مو سپارلی خو دا چې د خښتو د بټيو سکتور د مدیریت مسؤلیت کوم مشخص ارګان نه دی اخیستی، زموږ کارونه يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. که دا مسئله روښانه شي نو موږ امکانات لرو چې دغه سنتي سیستم د خښتو د تولید لپاره په یوه عصري او پاک سیستم واړوو.

د چاپېریال ساتنې د برخې افغان کارپوه ریاض درمل د جاپان هېواد د یوې څېړنې یادونه کوي چې د کابل د نوي ښار د جوړلو پر مهال يې  کړې وه ځکه چې د کابل نوی ښار په ده سبز سيمه کې جوړيږي او هلته د خښتو بټۍ نږدې دي، نو د خښتو د پخولو د اوسني سيستم پر یوه بدیل باندې غور شوی و، چې د دې په پرتله هم د سون مواد پکې کم کاريږي او هم هوا کمه ککړوي. دی وايي که چېرې هغه ټيکنالوژي افغانستان ته راوړل شي او عملي شي – چې لا نه ده عملي شوې- چاپېریال ته به ګټه ورسږي او تر یوه بريده به دغې مسئلې ته د حل لار موندل شوې وي.

ښاغلی مدقق بیا وايي چې پخپله ولسمشر محمد اشرف غني د اقليم د بدلون مسئلې ته ډېره جدي پاملرنه کړې او مشخص هدایتونه يې سکتوري وزارتونو ته ورکړي چې تر دې مخکې چې د اقلیم بدلون زموږ خلک لا زیانمن کړي، باید تدابير ورته ونیول شي. دی همدا راز وايي:

په دې برخه کې مود خلکو د عامه پوهاوي په لوړاوي کار پېل کړی، راپورونه مو خپاره کړي، دولتي اړوند ادارې مو هڅولي او له نړيوالو مو د پروژو د تکمیل لپاره امکانات ترلاسه کړي او له مختلفو دولتي ادارو سره مو په ګډه کار کړی دی.

په همدې حال کې د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې مشر نورمحمد زماني وايي چې موږ د کابل په کچه د خښتو ټولو بټيو، د ګچ پخولو تنورونو او د حمامونو مالکانو ته مکتوب لیږلی او د ربړونو له سوځولو مو منع کړي دي. او دوی ته مو هدایت کړی چې د خښتو بټيو دودکښونه دې له ۲۸ تر ۳۴ مترو لوړ جوړ کړي. ښاغلی زماني وايي د خښتو د بټيو مالکانو ته يې په بنګله دیش او پاکستان هېوادونو کې د جوړو شويو هغو دودکښونو ته د ورته دودکښونو د جوړولو سپارښتنه هم کړې چې د دود مضره زرات دهوا په ځای پخپله په دودکښ کې پاتې کیږي او هوا ډېره نه ککړوي.

یادونه: دغه مقاله د منځنۍ آسیا په کچه د چاپېریال او د غرونو د ساتنې ادارې ICIMOD  د Story Grant Program for Atmosphere Initiativeپه لارښوونه د چاپېریال ساتنې او د اقليم د بدلون اړوند مسايلو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي د لوړاوي په موخه لیکل شوې ده.

لیکوال: نورګل شفق

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *