تاند- د چین هوايي شرکت چینايي سیلانیانو ته سپارښتنه کړې چې لندن ته د سفر په مهال له هغو سیمو لېري ګرځي چې پاکستانیان، هندیان او تورپوستي پکې اوسي.

ایرچاینا یا د چین دولتي هوايي شرکت د خپلو الوتکو په مجلو کې لیکلي«پکار ده چې په هغو سیمو کې له احتیاطه کار واخلئ چې ډېری اوسېدونکي یې پاکستانیان، هندیان او توران دي.»

بریتانیايي ورځپاڼو د چین د دولتي هوايي شرکت په مجله کې دا سپارښتنه توکمپالنه بللې او هغه یې غندلې ده.

دا په داسي حال کې ده چې د لندن ښاروال صادیق خان یو پاکستاني الاصله دی.

صادق خان په دې اړه څه نه دي ویلي خو د لندن ایفنینګ ستندرد (Evening Standard) ورځپاڼې ویلي چې بریتانیايي سیاستوالو د چین له هوايي شرکته غوښتي چې رسماً بخښنه وغواړي او له خپلو مجلو دا جملې لېري کړي.

4مجلې په دواړو ژبو (انکلیسي او مندارین یا چینايي) لیکلي«لندن په مجموع کې د سفر لپاره خوندي ښار دی، خو هغو سیمو ته، چې زیات اوسېدونکي یې هندیان، پاکستانیان او تورپوستي دي، د تګ په مهال احتیاط لازم دی. موږ تورستانو ته مشوره ورکوو چې د شپې په مخه یوازې ونه وځي او د ګرځېدو په مهال دې له کورنیو سره بل څوک ملګری وي.»

له اقتصادي ودې وروسته اوس چینایان ډېر سفرونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ