تاند- دا اندونیزیايي، چې مباه ګوتهو (Mbah Gotho) نومېږي، د نړۍ تر ټولو زوړ نارینه دی. باور کېږي چې عمر به یې ۱۴۵ کاله وي. په نړۍ کې د دومره عمر بل انسان نشته.

د اندیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې مباه په خپل ۱۴۵ کلن عمر کې له ۴ ښځو سره ودونه کړي.

دی وايي چې د ۱۸۷۰ میلادي کال د دسمبر په ۳۱ مه نېټه زېږېدلی دی.

خو په هماغه وخت کې په اندونیزیا کې د چا د زوکړې نېټه نه ثبت کېده او نه چا د زوکړې سند درلود. په دغه هیواد کې د ماشومانو د زېدو ثبت په ۱۹۰۰ م کال پیل شو.

مباه په ۱۹۹۲ م کال مرګ ته تیاري پیل کړه او حتي د خپل قبر لپاره یې ډبره واخیسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *